رمضان

داعش د سوریې له ښارونو څخه د روژې خوښۍ لیرې کړلې

له قاهرې څخه د ولید ابوالخیر راپور

د الرقه ښار دوه سړي د ۲۰۱۶ د روژې په جریان کې د روژې خوړلو په تورمخکې له دې چې د داعش له خوا ووهل شي په عام محضر کې شرمول کیږي. [له محمد ال عبدالله څخه د عکس له امله مننه]

د الرقه ښار دوه سړي د ۲۰۱۶ د روژې په جریان کې د روژې خوړلو په تورمخکې له دې چې د داعش له خوا ووهل شي په عام محضر کې شرمول کیږي. [له محمد ال عبدالله څخه د عکس له امله مننه]

د سوریې په څو هغو برخو کې چې لا هم د داعش تر کنټرول لاندې دي، د روژې مبارکه میاشت له دودیزو رواجونو، ټولنیزو فعالیتونو او خوندورو مېلو څخه تشه ده ځکه چې دغه ډله خلک دې ته مجبوروي چې د هغوی راډیکاله ایډیالوجي په ځان عملي کړي.

د الرقه ښار اصلي اوسېدونکو دیارونا ته وویل، په پخوا کلونو کې په دغه ښار کې -- چې د داعش د خلافت تش په نامه پلازمېنه ده -- به سینګارونه کېدل، څراغونه لګول کېدل او نعتونه ویل کېدل، په داسې حال کې چې خرڅوونکیو به په کوڅو کې ځانګړي خواړه او خواږه خرڅول.

هغوی وویل، اوس دا ټول له منځه تللي دي، او دا میاشت له نورو سره هېڅ فرق نه لري.

د حلب د العمر جومات پخواني خطیب شیخ معاذ عبدالکریم چې اوس په قاهره کې اوسېږي وویل، چې داعش د روژې عبادتونه او رواجونه تحریف کړي دي.

هغه دیارونا ته وویل، مذهبي عبادتونو او ټولنیزو رواجونو د روژې په ترڅ کې «ښایسته فضا» جوړوله، خو «د روژې د میاشتې په جریان کې د یادې ډلې عملونو او د خلکو زورونې» د روژې خوند وړی دی.

هغه وویل، په داسې حال کې چې د سوریې له یوې برخې څخه په بله برخه کې رواجونه سره توپیر لري، خو عمومي ځانګړنه دا وه چې کورنۍ او ټولنۍ به یو له بل سره نژدې کېدلې، او یو بل کره تګ راتګ او خوند او خوښۍ به وې.

هغه وویل، «خو، داعش د خوښیو مراسم منع کوي، د مثال په توګه، هغوی د روژې د میاشتې په ترڅ کې سینګارونې، دودیزې ترانې او حتی د خپلوانو تر منځ د ښځو او نرو اختلاط منع کړی دی،»

هغه زیاته کړه، اوس هغوی په یوه مېز د کورنیو، دوستانو او د سیمې د خلکو سره یوځای کېدا منع کړې ده.

داسې میاشت چې خوشحالي په کې نشته

ناصرعلي چې د خپل ځان د خوندیتابه له وېرې مستعار نوم کاروي او د الرقه ښار اصلي اوسېدونکی دی وویل، د دغه ښار اوسېدونکو د روژې د میاشتې ښایسته عبادتونه هېر کړي دي.

هغه دیارونا ته وویل، «کله چې سړی د روژې د میاشتې په ترڅ کې د الرقه د کوڅو پخوانی حالت له اوسني حالت سره مقایسه کوي، خفه کېږي،»

هغه وویل، پخوا فضا خوندوره وه او کوڅې به ښکلې کړای شوې وې، څراغونه به ول، او خرڅوونکو به خواږه او خواړه خرڅول، خو اوس د هغو له جملې څخه هېڅ هم نشته.

ال علي وړاندوینه وکړه، چې دا روژه به د پخوانیو کلونو د روژو په نسبت سخته وي، ځکه چې اوسنی حالت ډېر زیات سخت دی.

هغه وویل، «د محاصرې تاثیرات د ښار د خلکو په ورځني ژوند کې له ورایه څرګندېږي، او ځینې خلکو په دې پیل کړی چې د دې میاشتې لپاره په بازار کې له پیدا کېدونکو شیانو څخه یو څه ذخیره کړي،»

هغه وویل، په دې کې بوره، وریژې او د حبوباتو ځینې ډولونه راځي، او یادونه یې وکړه چې د غوښې د قېمت د لوړوالي له امله ډېر خلک پخپله حیوانات روزي او استفاده ترې کوي.

هغه وویل، د جګړو د مصیبت په رانژدې کېدلو سره، خلک له دې وېرې چې محاصره به اوږده شي او د خوړو تامینات به نه وي، خواړه ذخیره کوي.

هغه وویل، «ځینې کورنۍ هڅه کوي چې خپل معمول عبادتونه په خپل یوه کور کې د روژه ماتې په کولو او بیا تر سهاره پورې په ویښ پاتې کېدلو سره ترسره کړي،»

هغه وویل، هغوی دا کار ډېر په پټه کوي، ځکه چې داعش ډلې د ښځو او نرو په ګډه ناسته باندې بندیز لګولی او ځکه چې هغوی تلوېزیوني سیریالونه چې په فلش ډرایوونو کې یې اچولي وي په کمپیوټرونو باندې ګوري.

نهیلي او بدبختي موجود دي

سوریایي ژورنالست محمد ال عبدالله دیارونا ته وویل، د دې تر ټولو روښانه نښه چې د داعش موجودیت څنګه په روژه باندې تاثیر کوي «د نهیلۍ او مصیبت له هغه حالت څخه څرګندېږي چې ملکي خلک په هغو سیمو کې ورسره مخامخ دي چې د دغې ډلې تر کنټرول لاندې دي».

هغه وویل، د دغې مبارکې میاشتې د رارسېدلو په هکله خوښۍ هم د ټولو هغو مېلو او ټولنیزو پیوستونونو په څېر چې نه یوازې د مسلمانانو تر منځ بلکه همدارنګه د مسلمانانو اوعیسویانو ترمنځ موجود ول، ورک شوي دي.

هغه وویل، داعش «د خوښۍ او د عبادت میاشت د وینو او وژنو په میاشت بدله کړې، ځکه چې دغې ډلې له خپل پیدایښت راهیسې په روژه کې وینه تویول نه دي بند کړي»،

ال عبدالله وویل، د امر بالمعروف کسان عام خلک نیسي او هغو کسانو ته چې دوی ادعا کوي چې روژه یې خوړلې له وهلو څخه تر اعدامونو پورې سزاوې ورکوي.

هغه وویل، اوس د روژې د سینګارونو او دودیزو او مذهبي لمانځنو، چې د دې ډلې له راتګ څخه مخکې رواج وو، ځای دغو خفه کوونکیو صحنو نیولی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500