کډوالان

د پاکستان نه د افغانانو بيرته تلل ورو شوي دي

ای ايف پي لخوا

لکه څنګه چې افغان کډوال د کورنۍ جګړې او د طالبانو د واکمنۍ نه وروسته خپل هېواد ته بيرته تلو لپاره تيارې کوي، د دوی کورنۍ د خپلو مالونو سره د پيښور نه بهر د اپریل په ۲۷ مه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ د بيرته تلو په مرکز کې راټوليږي. [عبدل مجيد / ای ايف پي]

لکه څنګه چې افغان کډوال د کورنۍ جګړې او د طالبانو د واکمنۍ نه وروسته خپل هېواد ته بيرته تلو لپاره تيارې کوي، د دوی کورنۍ د خپلو مالونو سره د پيښور نه بهر د اپریل په ۲۷ مه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ د بيرته تلو په مرکز کې راټوليږي. [عبدل مجيد / ای ايف پي]

اسلام آباد -- د ملګرو ملتونو چارواکو د پنجشنبې په ورځ (د جون په ۸ مه) وويل، وروسته له هغې چې په ۲۰۱۶ کال کې ډير زيات خلک بيرته لاړل او انساني بحران يې رامنځته کړو، تمه کيږي چې په دې کال کې د پاکستان نه افغانستان ته د افغان کډوالو په بيرته تللو کې کمی راشي.

د ملګرو ملتونو په وينا، کله چې د بيرته تلو پروسه په ۲۰۱۷ کال کې د ژمي د ختميدو نه وروسته پيل شوه نو د اپريل د دريمې نيټې راهیسې ۳۲،۰۰۰ رجسټر شوي کډوال د پاکستان نه بيرته تلي دي.

تېر کال ډير زيات افغانان يعني ۳۷۰،۰۰۰ افغانان د پاکستان نه بيرته لاړل. په دغه کسانو کې زيات شمېر په پاکستان کې زیږیدلي ماشومان او یا د افغانانو لمسيان هم وو کوم چې د ۱۹۸۰ په لسیزه کې په افغانستان باندې د شوروی اتحاد د يرغل نه تښتېدلي وو.

په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان د راستنېدونکو شمېر ۵۵،۰۰۰ وو.

څارونکو وويل، چې د راستنېدو وجه د افغانانو په وړاندې د پاکستان سخته رويه وه چې د افغانستان ټولنه وسله والو او جنايتکارانو ته پناه ورکوي.

ډیر عوامل د راستنیدو کچه کموي

خو داسې ښکاري چې په پاکستان کې یو ښه چاپیریال او د دې سره د افغان دولت په خپله هغه ژمنه کې ناکامي چې د راتلونکو کسانو سره به مرسته کوي، هغه وجوهات دي چې د واپسۍ جریان یې ورو کړی دی.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ وياند، ډين ميک نارټن، وويل: په پاکستان کې د تير کال په پرتله اوس حالات ډير بدل دي. تير کال په اوړي کې د افغانانو د راستنيدو لپاره په پاکستان کې ډير زيات عوامل موجود وو."

په فبرورۍ کې، پاکستان د افغان کډوالو د سنبالولو لپاره د نوي پاليسۍ اعلان وکړو، چې په دې کې د بې اسنادو افغانانو ثبتول او د کډوالو لپاره يو نوی قانون عملي کول او د افغانانو لپاره د ویزې یو نوی رژیم جوړول شامل دي.

په نتيجه کې، دې ډول اقداماتو افغانان وهڅول چې افغانستان د تلو په پرتله په پاکستان کې ژوند ته دوام ورکړي ځکه چې په افغانستان کې د حکومت، طالبانو او د داعش وسله والو تر منځ جګړه جاري ده.

په کابل کې، چې ډېر راستانه شوي کسان په کې د پناه په لټه کې دي، په تيره هفته کې امنیت ډير خراب شوی دی، او خلک غوسه دي ځکه چې د ښار په سفارتي سيمه کې يو ستر بم د ۱۵۰ نه زيات کسان ووژل.

چارواکو وويل، چې د يو اين ايچ سي آر د مرستي پيکيجونه هم بېرته ۲۰۰ امريکايي ډالرو پورې کم کړی شوي دي. تېر کال دا ۴۰۰ امريکا يي ډالرو پورې زيات کړې شوي وو. څارونکي وايي چې دې هم د ډير زيات راستنیدونکو حوصله افزايي وکړه.

په ميليونونو کسان په پاکستان کې پاتې دي

د ۲۰۰۲ کال راهيسې، ۴.۲ ميليونه افغان کډوال افغانستان ته د يو این ايچ سي آر په مالي مرسته د خپلې خوښې د راستنيدنې پروګرام لاندې په خپله خوښه راستانه شوي دي.

خو د يو اين ايچ سي آر او پاکستاني چارواکي وايي چې نږدې ۱.۳۴ ميليونه ثبت شوي کډوال اوس هم په پاکستان کې ژوند کوي. اټکلونه وايي چې په هېواد کې اوس هم نیم میلیون بې اسناده کډوال شتون لري.

د پاکستان لپاره د يو اين ایچ سي آر د هېواد استازي، اندريکا راټواټ وويل، چې پرله پسې د ۳۷ کالو لپاره کوربه توب، چې په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو لويا آبادي ده، پاکستان ستړی کړی دی.

خو، د بشري حقونو څار په تيرو کې د راستنیدو په لور د پاکستان "اجباري" رويې مخالفت کوي او په حکومت باندې د خپلې مرضۍ د حراست او نورو سرغړونو تور لګوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500