رمضان

په افغانستان کې د روژې اساسات:‌ لمونځ او خیرات

ای اېف پي

یو افغان پلورونکی د می په ۲۶مه له روژې نه مخکې،‌ په کابل کې تسپې د خرڅولو لپاره تیاروي.‌ [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]‌

افغان رضاکاران د روژې په اوله / د می ۲۷ مه/ په کابل کې خرما وېشي په داسې حال کې چې نور بیا دې ته منتظر دي چې روژه ماته کړي.‌ [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]‌

افغان سړي د روژې په اوله ورځ / د می ۲۷ مه/ په کابل کې په ګډه سره روژه ماتی کوي. معمولا روژه په خورماوو ماتول کیږي.‌ [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]‌

یو افغان سړی د می په ۲۶ مه په کابل کې دودیز خواږه تیاروي.‌ [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]‌

یو دوکاندار د می په ۲۶ مه په کابل کې په داسې حال کې چې د پېرودونکو لپاره انتظار کوي وچه مېوه او زړي تیاروي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

افغان ماشومان د روژې په اوله / د می ۲۷ مه/ په کابل کې د یوې خیریه ادارې له خوا مرسته شوې وریژې ترلاسه کوي.‌ [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]‌

افغان سړي د جون په ۷ مه په مزارشریف کې د روژې په ترڅ کې لمونځ کوي.‌ [هوشنګ هاشمي/ ای اېف پي]

کابل -- افغان مسلمانان د روژې مبارکه میاشت،‌ چې د می په ۲۷مه پیل شوه،‌ په جوماتونو کې د جماعت لمونځونو په ادا کولو، د قران کریم په لوستلو، له نورو سره په ګډه د روژې ماتولو او اړو خلکو ته د خوړو په برابرولو سره لمانځي.‌

په داسې حال کې چې د طالبانو، داعش او د هغوی د متحدانو په څېر اورپکو ډلو د روژې د مبارکې میاشتې په ترڅ کې د یو لړ حملو په ترسره کولو سره خپل اصلي رنګ ښودلی دی.

دغه بریدونه اسلام، سپېڅلو ورځو او د بې ګناه خلکو ژوند ته د اورپکو بشپړه بې اعتنایي په ښکاره څرګندوي.

د طالبانو یوه ځانمرګي بمي بریدګر د می په ۲۷ مه د روژې په پیل کې په لومړۍ لویه حمله کې په خوست ښار کې ۱۳ کسان ووژل.

افغان هلکان د اسلامي مقدسې میاشتې په ترڅ کې د می په ۲۸مه په جلال اباد کې قران کریم لولي.‌ [نورالله شېرزاده/ ای اېف پي]‌

د ولسمشر غني په وینا، د می په ۳۱ مه، د کابل په دپلوماتیکه سیمه کې د یوې لویې لارۍ بمی برید ۱۵۰ کسان ووژل او له ۳۰۰ ډېر نور یې ټپیان کړل.‌

د کورنیو چارو د وزارت په وینا، د سې شنبې په ورځ‌ / د جون ۶ مه/ په موټرسایکل کې ځای پرځای شوی یو بم په هرات کې وچاودېد چې ۷ کسان یې ووژل او ۱۶ نور یې ټپیان کړل.‌

غني د سې شنبې په ورځ د کابل بهیر کانفرانس کې وویل، «ترهګر کولی شي چې زمونږ وینې توی کړي، خو هغوی نشي کولی چې زمونږ اراده بدله کړي،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500