تروريزم

د طالبانو له خوا د حملو د مسؤلیت نه اخیستلو کابل په شک او تردید کې اچولی دی

ای اېف پي او سټاف

افغان امنیتي پرسونل د کابل د می د ۳۱ مې د لارۍ بمي برید، چې لږ تر لږه ۱۵۰ کسان یې ووژل، له ساحې سره نژدې په یوه ویجاړه ودانۍ کې دننه ولاړ دي. د طالبانو متحدې حقاني شبکې په دغې پېښې کې لاس لرل رد کړي، خو افغان چارواکي او تحلیلګران دغه انکار دروغ ګڼي. [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]

افغان امنیتي پرسونل د کابل د می د ۳۱ مې د لارۍ بمي برید، چې لږ تر لږه ۱۵۰ کسان یې ووژل، له ساحې سره نژدې په یوه ویجاړه ودانۍ کې دننه ولاړ دي. د طالبانو متحدې حقاني شبکې په دغې پېښې کې لاس لرل رد کړي، خو افغان چارواکي او تحلیلګران دغه انکار دروغ ګڼي. [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]

کابل -- د طالبانو د متحدې حقاني شبکې مشر په کابل کې د خونړیو بمي بریدونو په یوه څپه کې لاس لرل رد کړي، او په داسې حال کې چې دا څپه په پراخه کچه وغندل شوه، د دغه ګروپ انکار یې تکرار کړی دی.

افغان حکومت د کابل په دپلوماتیکه ساحه کې د می د ۳۱ مې د ناورین زېږوونکې لارۍ بمي حملې پړه په حقاني شبکې وراچولې ده. په دغه برید کې له ۱۵۰څخه ډېر کسان وژل شوي ول.

افغان طالبانو له چاودنې څخه وروسته سمدلاسه له هر ډول مسؤلیت اخیستنې څخه انکار وکړ، او د دغې ډلې مرستیال او د حقاني شبکې مشر، سراج الدین حقاني، په یوه ویډيوي پیغام کې چې د یکشنبې په ورځ / د جون ۱۱ مه/ آنلاین پست شو دغه انکار تکرار کړ.

هغه وویل، «مونږ مخکې تر مخکې دغه حملې غندلې دي. طالبان د دغو بریدونو تر شا لاس نه لري. دښمن غواړي چې د مجاهدینو نوم بد کړي او د ملت او مجاهدینو تر منځ فاصله رامنځته کړي.»

دغو بمي حملو د جون په ۲مه په کابل کې قهرجن لاریونونه رامنځته کړل، ښاریانو د «مرګ پر طالبانو» شعارونه ورکړل او له حکومت څخه یې د ځواب ویلو غوښتنه وکړه.

یوه ورځ وروسته،‌ لږ تر لږه ۷ کسان هغه وخت ووژل شول چې ځانمرګو بمي بریدګرو د هغو ویرجنو خلکو په لیکو حملې وکړې چې د لاریونیانو له ډلې څخه د یوه د ښخولو لپاره سره راټول شوي ول.‌

انکارونه رد شول

دغو اعلامیو ته چې په بمي حملو کې د طالبانو لاس لرل ردوي په کابل کې د شک او تردید په سترګو کتل کیږي.‌

د افغانستان د تحلیلګرانو د شبکې غړي برهان عثمان د می د ۳۱ مې د بمي برید په هکله په یوه وروستۍ ارزونه کې لیکلي،‌ «د طالبانو له قاطع انکار سره سره،‌ دغه برید د یادې ډلې د فعالیتونو ټولې نښې لري،»‌

«په دې کې شک نشته د دغه تحریک عملیاتي ظرفیت او لوجیسټیکي لاسرسی دا ایجابوي چې دغه ډول بمي بریدونه پلان او اجرا کړي.»‌

حقاني همدارنګه له دې نه انکار وکړ چې د جون په ۶ مه په هرات ښار کې له لوی جومات سره نژدې بمي چاودنه کې لاس لري. په دې چاودنه کې ۷ کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شول.‌

حقاني وویل، «ان که دغه ډول پېښې... پخوا شوې هم وي،‌ مونږ یې بخښنه غوښتې ده،»‌

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش د حقاني انکارونه رد کړل.

د طلوع نیوز د راپور له مخې،‌ هغه وویل، «په داسې حال کې چې ټولې نړۍ له بریدونو څخه وروسته د دغه ګروپ او د هغه د ترهګریزو عملونو له امله د هغوی په وړاندې کرکه څرګنده کړه،‌ هغوی غواړي چې په دې ډول له عامو خلکو نه لاره ورکه کړي،»

طالبان 'یوه نوې لوبه ترسره کوي'

دانش د سې شنبې په ورځ‌ / د جون ۱۳ مه/ د حکومت موقف بیا تکرار کړ.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «لکه څرنګه چې مونږ مخکې وویل، مونږ لا هم باور لرو چې د کابل برید د حقاني شبکې ترسره کړی دی،»

د طالبانو له خوا د خپل مرستیال په توګه د حقاني شبکې د اوږدې مودې د مشر جلال الدین حقاني د زوی ټاکنې ته په اشارې سره، د امنیتي چارو افغان تحلیلګر سید احمد احمدي وویل، چې د طالبانو او حقاني شبکې تر منځ هېڅ فرق نشته.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه باور لرم چې حقاني شبکه یا طالبان د کابل د حملې مسؤل ول،‌ خو کله چې هغوی په پراخه کچه د غندنې په برخه کې ملي او بین المللي غبرګون وویني، بیا هغوی مسؤلیت پرغاړه نه اخلي،»‌

د کابل پوهنتون د سیاسي علومو یوه فارغ محب الله نسیمي چې ۳۷ کاله عمر لري، وویل، دا د طالبانو یو نوی تخنیک دی؛ چې یوه حمله ترسره کړي او بیا یې مسؤلیت پرغاړه نه اخلي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د دغې نوې لوبې په لوبولو سره، طالبان غواړي چې خلک سربداله کړي،»‌

امنیتي اصلاحات

افغان ولسمشر اشرف غني چې د عوامو له خوا د امنیتي ریفورمونو د ترسره کولو فشار پرې موجود دی، ژمنه کړې چې د دغو بمي بریدونو یوه بشپړه څېړنه به وکړي.‌

د جون په ۶ مه، د کابل بهیر کانفرانس کې، غني طالبانو ته یو اخطار ورکړ او ویې ویل چې یا سولې ته غاړه کېږدي او یا «عواقبو ته تیار شي».‌

د یکشنبې په ورځ‌، حکومت د ریفورمونو په برخه کې په یوه ښکاره حرکت کې د کابل د پولیسو د قوماندان په ګډون دوه جیګپوړي امنیتي چارواکي له کاره ګوښه کړل.

دانش په افغانانو باندې تاکید وکړ چې د حملو څېړنې دوام لري او دا چې هغوی دې د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ کوشش کوو چې خپل استخباراتي شبکې او خدمتونه پیاوړي کړو، او همدارنګه عام خلک دې ته وهڅوو چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي او د دغه ډول برید مخه ونیسي،»‌

[له کابل څخه نجیب الله د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500