بشري حقونه

په کابل کې، د ملګرو ملتونو مشر د سولې او د زیاتې بشردوستانه مرستې غوښتنه وکړه

ای اېف پي او د ملګرو ملتونو د خبرونو مرکز

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش (ښی) د جون په ۱۴مه د کابل په لمنو کې د کورنیو بې ځایه شویو خلکو لپاره په یوه کمپ کې له افغان مېرمنو سره خبرې کوي. [شاه مری/ ای اېف پي]

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش (ښی) د جون په ۱۴مه د کابل په لمنو کې د کورنیو بې ځایه شویو خلکو لپاره په یوه کمپ کې له افغان مېرمنو سره خبرې کوي. [شاه مری/ ای اېف پي]

کابل -- د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش چې د کابل په لمنو کې یې د جګړې له امله د بې ځایه شویو ښځو د خټو - خښتو په یوه مېنه کې پښې یوه پربله اړولي ناست دی، د چارشنبې په ورځ / د جون ۱۴ مه/ د زیاتې بشردوستانه مرستې او د شخړې د پای ته رسولو لپاره د یوه سیاسي حل غوښتنه وکړه.

ګوتیریش د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه افغانستان ته په خپل لومړني سفر کې په داسې حال کې لیدنه کوي چې نا امني مخ په ډېرېدلو ده او دغه هېواد هڅه کوي چې له پاکستان، اروپا او ایران څخه اېستل کېدونکي کډوال چې له هغو زرګونو نورو کسانو سره چې جګړې بې ځای کړي دي یوځای کیږي، بیا جذب کړي.

ګوتیریش په ګردجن، خیرن کمپ کې، چې وسله وال ساتونکي او بویوونکي سپي ترې چاپېر ول، او هغه په کې د طالبانو او د داعش د یاغیانو له جګړو څخه راتښتېدلو افغان کورنیو سره لیدل، د خبرو کولو پر وخت وویل، «مونږ نشو کولی چې دا خلک یوازې پرېږدو،»

هغه وویل، «دا تر ټولو ډېر متأثر کېدونکي خلک دي. نړیواله ټولنه باید سره رایوځای شي...مونږ باید بشردوستانه مرسته زیاته کړو چې له دوی سره مرسته وشي چې په درنښت سره ژوند تېر کړي،»

افغان ماشومان د کابل په لمنو کې د کورنیو بې ځایه شویو خلکو لپاره په یوه کمپ کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش ګوري. د جون په ۱۴مه، کابل ته په رسېدلو سره، ګوتیریش وویل، چې ملګري ملتونه «له افغانستان سره د تاوتریخوالي او کړاو پر وخت ولاړ دي». [شاه مری/ ای اېف پي]

افغان ماشومان د کابل په لمنو کې د کورنیو بې ځایه شویو خلکو لپاره په یوه کمپ کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش ګوري. د جون په ۱۴مه، کابل ته په رسېدلو سره، ګوتیریش وویل، چې ملګري ملتونه «له افغانستان سره د تاوتریخوالي او کړاو پر وخت ولاړ دي». [شاه مری/ ای اېف پي]

د راتلونکي په هکله اندېښنې

یوه ښځه چې ګوتیریش ورسره ولیدل یوه ۳۰ کلنه ښځه وه چې کمري نومېده، هغې څلور ماشومان لرل او مېړه یې د هغې په اصلي ولایت کاپیسا کې د حکومت او طالبانو تر منځ جګړه کې وژل شوی وو.

کمري چې په دغه کمپ کې له تېرو دوه کلونو راهیسې ژوند کوي او ګوتیریش ته یې د خپلو غوښتنو یو لست وړاندې کړ، وویل، «زه د خپلو بچیانو لپاره سرپناه، کلینیک، ښوونځی غواړم. زه مې د خپلو ماشومانو د راتلونکي په هکله اندېښمنه یم. هغوی دې ته مجبورېږي چې خیر راټول کړي.»

په افغانستان کې ډېرېدونکي بشري بحران د ملګرو ملتونو په شمول نړیوالې موسسې دې ته مجبورې کړي چې د چټکو مرسته غوښتنه وکړي.

له ایران او پاکستان څخه سلګونه زره کډوال راستانه شوي، چې اکثر یې په نیمایي کې ایسار پاتې دي ځکه چې د هغوی اصلي ولسوالۍ نا امنیو ګډې وډې کړي دي.

اروپایي اتحادیې تېر کال له کابل سره یوه هوکړه لاسلیک کړه چې هغه افغانان بېرته راولېږي چې د هغوی د استیناف غوښتنې رد شوي دي، او دا کېدای شي له تاوتریخوالي سره سره د زرګونو خلکو د راستنېدلو سبب وګرځي.

'نظامي حللاره نشته'

د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس، یوازې سږکال له ۱۲۶ زرو څخه ډېرو افغانانو د جګړې له امله خپل کورونه پرېښي دي، چې د ۳۴ ولایتونو له جملې څخه په ۲۹ ولایتونو کې خلک بې ځایه شوي دي.

ګوتیریش په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «د حل لاره سوله ده... نړیواله ټولنه، ګاونډي هېوادونه او ټول هغه اړخونه چې د افغانستان په بحران کې ښکېل دي باید سره راټول شي او په دې پوه شي چې دا یوه داسې جګړه ده چې نظامي حللاره نه لري،»

هغه وویل، «مونږ اړتیا لرو چې سیاسي حللاره راوباسو؛ مونږ سولې ته ضرورت لرو،» او تاکید یې وکړ چې له افغانستان سره بشردوستانه مرسته باید زیاته شي او افغانانو ته باید داسې شرایط برابر کړای شي چې په درنښت او وقار سره ژوند وکړي.

د ملګرو ملتونو - افغان حکومت همکاري

ګوتیریش همدارنګه له افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله سره وکتل او د ملګرو ملتونو او افغان حکومت تر منځ د همکارۍ، امنیتي وضعې او دې اړتیا په هکله چې نړیواله ټولنه په لا ښه ډول تحریک شي چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه وکړي، په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.

کابل د می له ۳۱ مې راهیسې چې یوه زورور لارۍ بم د ښار په خوندي کړای شوې دپلوماتیکه ساحه کې له ۱۵۰ کسانو څخه ډېر کسان ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل د نا ارامۍ احساس کوي.

چارواکي تور لګوي چې دغه حمله د طالبانو متحدې حقاني شبکې کړې ده، خو طالبان او حقاني شبکه ترې انکار کوي.

د جون په ۶ مه، د کابل بهیرکانفرانس کې غني طالبانو ته اخطار ورکړ چې له سولې سره یوځای شي که نه «له عواقبو سره به مخامخ شي».

داسې ښکاري چې، که طالبان د سولې خبرې بیا پیل نه کړي، افغان ولسمشر به د هغوی پر ضد د ملګرو ملتونو د بندیزونوغوښتنه وکړي.

ګوتیریش د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسه باندې د تاکید پر وخت وویل، چې د هر ډول بندیزونو په هکله به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه کوي، او زیاته یې کړه چې، «په طالبانو کې ښه او بد نشته.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500