رمضان

د کابل پولیسو له دې امله ستاینه وشوه چې په جومات باندې یې د لویې حملې مخه ونیوله

ای اېف پي او سټاف

یو عسکر د جون په ۱۶مه په کابل کې د الزهرا جومات ساتنه کوي.‌ پولیسو د داعش د دوه ځانمرګیو بمي بریدګرو مخه ونیوله او پرې یې نښودل چې د جون په ۱۵مه درانه تلفات رامنځته کړي.‌ [نجیب الله]‌

یو عسکر د جون په ۱۶مه په کابل کې د الزهرا جومات ساتنه کوي.‌ پولیسو د داعش د دوه ځانمرګیو بمي بریدګرو مخه ونیوله او پرې یې نښودل چې د جون په ۱۵مه درانه تلفات رامنځته کړي.‌ [نجیب الله]‌

کابل -- ځانمرګو بمي بریدګرو د پنجشنې په ورځ / د جون ۱۵مه/ په کابل کې د شیعه ګانو په یوه له ګڼه ګوڼې ډک جومات برید وکړ.‌ دا د اورپکو د حملو په سلسله کې تر ټولو وروستۍ حمله وه چې د افغانستان پلازمېنه کابل یې د روژې د مبارکې میاشتې په بهیر کې نا ارام کړ.‌

دغه برید چې داعش یې مسؤلیت پرغاړه اخیستی، هغه وخت ۴ کسان ووژل او ۸ تنه نور یې ټپیان کړل چې هغو ځانمرګو بریدګرو چې پولیسو له خلکو نه ډک جومات ته له ننوتلو څخه منع کړي ول د الزهرا جومات په پخلنځي کې ځانونه وچول.‌

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش سلام ټایمز ته وویل، «یو پولیس افسر او درې ملکي کسان ووژل شول، او ۴ تنه ملکیان او ۴ پولیسان ټپیان شول،»

هغه وویل،‌ «پولیسو په زړور ډول ځانمرګي بریدګر د جومات داخل ته له ننوتلو څخه منع کړل، چې کېدای شوای هلته یې ډېر نور هغه کسان وژلي وای چې د لمانځه لپاره راغلي ول،»‌

دغه برید هغه وخت وشو چې جومات د روژې د ۲۱ مې لپاره تیاری نیوه.‌ دا شپه د شیعه مسلمانانو لپاره ځانګړی اهمیت لري.‌

داعش چې شیعه مسلمانانو ته کافران وایي، د خپل پروپاګند خپرونکي اژانس اعماق له لارې د پېښې مسؤلیت پرغاړه واخیست.‌

په افغانستان کې په وروستیو میاشتو کې په شیعه ګانو باندې یو لړ حملې شوي چې داعش یې مسؤلیت پرغاړه اخیستی دی.‌

فرقه یي اختلاف اوس یو ګواښ دی

د داعش راپورته کېدا په افغانستان کې د فرقه یي اختلاف روحیه لوړه کړې ده،‌ او دا هغه څه دي چې دغه اکثریت سني لرونکي هېواد ترې له لسیزو جګړې راهیسې پاک پاتې وو.‌

د افغانستان په ولسي جرګه کې د غزني ولایت استازي دغه بمي برید وغانده،‌ او وایي چې د عبادت په ځایونو باندې بریدونه کول په ځانګړې توګه د کرکې وړ دي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هره اسلامي ډله یا تنظیمونه چې د اسلام له اساساتو سره اشنا وي د جومات دننه د لمانځه پر وخت بې ګناه عبادت کوونکي نه وژني.‌ د دې حملې تر شا موجود خلک هڅه کوي چې په افغانستان کې مذهبي شخړې رامنځته کړي.»

د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ له خوا یوه خپره شوې خبرپاڼه وایي،‌ «ترهګر، د جوماتونو او سیاسي غونډو په نښه کولو سره، هڅه کوي چې د نژادي او سیاسي تاوتریخوالو لمبې بلې کړي،»‌

د خبرپاڼې په بله برخه کې راغلي،‌ «داچلند ښیي چې ترهګري هېڅ پولې، نژاد، مذهب یا ژبه نه لري او دا چې د مقدسو ځایونو او عامو خلکو په نښه کولو سره ترهګر هڅه کوي چې یوه د وېرې فضا رامنځته کړي،»‌

په خبرپاڼه کې همدارنګه د هغو امنیتي ځواکونو زړورتیاوې او قربانۍ ستایل شوي چې د یوې لویې غمیزې د رامنځته کېدلو مخه یې ونیوله.‌

د حملې یوه عیني شاهد محمد رضا وویل، «مونږ په دې افتخار کوو چې داسې اتل پولیس لرو.‌ دوی هغه ترهګر، چې غوښتل یې د جومات دننه سلګونه عبادت کوونکي ووژني، ودرول،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «داعش ادعا کوي چې مسلمانان دي خو د هغوی عملونه له اسلامي قانون سره برابر نه دي،»‌

[له کابل څخه نجیب الله د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500