تروريزم

په توره بوړه کې د داعش او طالبانو تر منځ د قلمرو په سر جګړه روانه ده

ای اېف پي او سټاف

افغان سرتېري د می په ۲۱ مه د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې ګزمه کوي.‌ پوځي چارواکو د جون په ۱۶مه وویل، چې اوس چپرهار له داعش څخه پاک کړای شوی دی.‌ افغان ځواکونه د تورې بوړې خوا ته ورخوځېږي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

افغان سرتېري د می په ۲۱ مه د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې ګزمه کوي.‌ پوځي چارواکو د جون په ۱۶مه وویل، چې اوس چپرهار له داعش څخه پاک کړای شوی دی.‌ افغان ځواکونه د تورې بوړې خوا ته ورخوځېږي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

چارواکو د پنجشنبې په ورځ‌ / د جون ۱۵مه/ وویل، چې د داعش جنګیالیو توره بوړه نیولې ده. دغه سیمه چې د افغانستان په ختیځ کې پرته ده په غرونو کې یې یوه سلسله سوري جوړ کړای شوي دي.‌

خو د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري سلام ټایمز ته وویل، چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د جمعې په ورځ / د جون ۱۶مه/ مخکې تر مخکې په توره بوړه کې د داعش پر ضد یو عملیات پیل کړی دی.‌

هغه وویل، «په توره بوړه کې د داعش پر ضد عملیات پیل شوي، او نن مونږ د داعش ۱۱ تنه جنګیالي ووژل او لسګونه نور مو ټپیان کړل،»‌

وزیري وویل، د عملیاتو په لومړۍ ورځ، افغان کمانډو، جنګي الوتکو او ۲۰۱ سېلاب قول اردو چپرهار ولسوالي له داعش څخه تصفیه کړه.‌

هغه وویل، «مونږ به ډېر ژر د تورې بوړې کنټرول په لاس کې واخلو،»‌ او زیاته یې کړه چې په سیمه کې د داعش د جنګیالیو ډېره برخه بهرنیان دي.‌

هغه وویل، «په چپرهار ولسوالۍ کې د هرو لسو داعشي جنګیالیو له ډلې ۶ یې غیر افغانان دي،»‌

په ننګرهار ولایت کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان جنرال محمد زمان وزیري د افغان پوځ د ترهګرۍ ضد عملیات وستایل.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په تېرو دوه کلونو کې،‌ داعش ته درانه تلفات ور اوښتي دي،‌ او یوازې په تېرو درې میاشتو کې، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د داعش د مشرانو په شمول ۷۰۰ تنه اورپکي وژلي دي،»

د داعش او طالبانو تر منځ جګړه

داعش توره بوړه په دې اونۍ کې له طالبانو څخه ونیوله،‌ او دا پېښه دوه میاشتې وروسته له هغه څخه رامنځته شوه چې د متحده ایالاتو پوځ په ننګرهار ولایت کې د داعش په یوه نژدې قوي سنګر خپل تر ټولو لوی غیر اتومي بم وغورځاوه.‌

توره بوړه له څو ورځو درنو جګړو څخه، چې سلګونه اوسېدونکي یې تېښتې ته اړ کړل، وروسته د داعش لاس ته ولوېده.‌

ځایي قومي مشرانو تایید کړه،‌ چې طالبان د تورې بوړې له ډېرو برخو څخه په شا شوي دي.‌

یوه قومي مشر، جمعه خان، چې له سلګونو نورو اوسېدونکو سره له سیمې څخه تښتېدلی دی ای اېف پي ته وویل، «کله چې د داعش جنګیالیو د داعش د نیولو لپاره خپل عملیات پیل کړل،‌ طالبان وتښتېدل او مونږ یې یوازې پرېښودو چې خپلې ښځې او بچي خوندي کړو»

حکومتي ځواکونو او د ناټو ایتلاف په وروستیو وختونو کې د طالب یاغیانو پر ضد چې په توره بوړه حاکم ول، او له پاکستان سره په غرنۍ پوله د پرتو قومونو ملاتړ ورسره وو، لږ جګړې کولې.‌

په ۲۰۱۵ کې د داعش له رامنځته کېدلو راهیسې، د دغه ګروپ ځایي پلوي ډلو افغانستان ته مخه کړې، د ننګرهار او کونړ ډېرې برخې یې لاندې کړي او په خپل قلمرو کې یې د طالبانو لوی اورپکي حرکت ته ننګونې رامنځته کړي دي.‌

د تورې بوړې سقوط د افغانستان په پارلمان کې ګرم بحثونه رامنځته کړي، او قانون جوړوونکي وکیلان حکومت ته اخطار ورکوي چې د افغانستان په ختیځ کې به د داعش فعالیت زیات شي.‌

[له کابل څخه نجیب الله د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500