کابل -- د خامه پرېس د راپور له مخې، د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د دوشنبې په ورځ / د جون ۱۹مه/ وویل، افغان امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت د تورې بوړې د غرنۍ سیمې ډېره برخه د داعش له اورپکو څخه پاکه کړې ده.
د امریکاغږ د دري څانګې د راپور په اساس، د افغان ملي اردو ویاند شیرین اغا فقیري وویل، چې افغان ځواکونو په پچیر او اګام ولسوالۍ کې د الف خېلو سیمه ازاده کړې او د ټولې سیمې د تصفیې لپاره پرمخ روان دي.
د محلي پولیسو یوه قوماندان نواز امریکاغږ دري ته وویل، افغان ځواکونه لا تر اوسه پورې د تورې بوړې د سوریو سلسلې ته نه دي رسېدلي، او زیاته یې کړه چې، «د عسکرو او تورې بوړې تر منځ ډېر کلي د حکومت تر کنټرول لاندې دی.»
د پچیر او اګام ولسوالۍ سرپرست هجرت الله له امریکاغږ دري سره په خبرو کې تایید کړه، چې، «یوازې لږه سیمه پاتې ده چې افغان ځواکونه د تورې بوړې کنټرول په لاس کې واخلي،»
د داعش پر ضد عملیاتو ته د څلورم سېلاب ۷ نمبر نوم ورکړل شوی دی.
د خامه پرېس د راپور په اساس، وزیري وویل، چې افغان سرتېرو په سیمه کې اورپکو ته درانه تاوانونه وراړولي دي.
د ننګرهار د والي د دفتر په وینا، افغان امنیتي ځواکونو چې دغه عملیات ترسره کوي د تلفاتو په هکله راپور نه دی ورکړی.
مقامات په دې فکر کوي چې د عملیاتو له پای ته رسېدلو څخه وروسته توره بوړه څنګه خوندي وساتي.
د راپورونو له مخې، هغوی پلان لري چې محلي ملېشې جوړې کړي او سیمې ته پولیس او نظامي پوستې ور پراخې کړي.
سخته جګړه
په ورپسې ورځ، سمدلاسه افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په سیمه کې د داعش پر ضد عملیات پیل کړل.
طالبان او د داعش اورپکي د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په جګړه کې ښکېل دياو د ملکي خلکو ژوند او ژواک یې له خطرونو سره مخامخ کړي دي.
دغه دواړه ډلې له ملکي خلکو څخه د نغدو پیسو او نورو ملکیتونو په غصبولو سره د خپلو ترهګریزو فعالیتونو لپاره ملاتړ ترلاسه کوي.