ديپلوماسي

تحلیلګران: افغان طالبان به هېڅکله د جګړې له لارې بریالي نشي

د نجیب الله راپور

افغان جنګسالار او پخوانی لومړی وزیر ګلبدین حکمتیار د می په ۴ مه په کابل کې ځانګړو مراسمو ته وینا کوي. حکمتیار تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېښود او له طالبانو څخه غواړي چې د هغه لاره ونیسي او د افغان حکومت د سولې بهیر سره یوځای شي. [شاه مری/ ای اېف پي]

افغان جنګسالار او پخوانی لومړی وزیر ګلبدین حکمتیار د می په ۴ مه په کابل کې ځانګړو مراسمو ته وینا کوي. حکمتیار تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېښود او له طالبانو څخه غواړي چې د هغه لاره ونیسي او د افغان حکومت د سولې بهیر سره یوځای شي. [شاه مری/ ای اېف پي]

کابل -- امنیتي تحلیلګران او د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي وایي، طالبان یو فرصت لري چې د افغان حکومت او عوامو پر ضد خپل تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د سولې پروسې سره یوځای شي.

د سولې عالي شورا، چې یوه حکومتي موسسه ده، له اوږدې مودې راهیسې له طالبانو سره د هېواد د شخړې د پای ته رسولو لپاره د مذاکراتو غوښتنه کوي.

کتونکي عام ژوند ته د افغان جنګسالار او پخواني لومړي وزیر ګلبدین حکمتیار د راستنېدا په استناد، وایي، نن د شخړې د هغه پای په لوري پرمختګ کېږي.

د اپریل په ۲۹مه په یوه عمومي غونډه کې، حکمتیار له طالبانو څخه وغوښتل چې خپلې وسلې کېږدي او د سولې بهیر سره یوځای شي.

هغه وویل، «د خدای لپاره راشئ. راشئ او د قرباني شویو افغانانو پر ضد جګړه بس کړئ. راشئ او د سولې له دغه کاروان سره یوځای شئ... خپل هدفونه وټاکئ، او زه به له تاسو سره ستاسو د ښو هدفونو ترلاسه کولو په برخه کې ملګری یم.»

د سولې لپاره یوه بلنه

ولسمشرغني د جون په ۶ مه د کابل بهیر کانفرانس کې په طالب یاغیانو باندې د حکومت غږونه تکرار کړل چې له فرصت نه ګټه واخلي.

هغه وویل، «مونږ د سولې یو فرصت وړاندې کوو، خو دا فرصت به د تل لپاره نه وي. وخت په تېرېدلو دی... دا وروستی چانس دی: یا له دې چانس نه ګټه واخلئ یا به له عواقبو سره مخامخ شئ.»

د سولې عالي شورا او افغان امنیتي تحلیلګران هیله لري چې طالبان او نورې حکومت ضد ډلې د سولې لپاره د کابل غږونه اوري.

په کابل کې د امنیتي چارو تحلیلګر احمد بهروز سلام ټایمز ته وویل، «افغان حکومت له مخالفانو سره د خبرو اترو او ډیالوګ چینلونه پرانستي پریښي دي... او دا د مخالفانو لپاره یو فرصت دی چې ګټه ترې واخلي،»

هغه په تېر سپتمبر کې د حکومت دې تصمیم ته په اشارې چې د حزب اسلامي په مشر یې لګېدلي بندیزونه لیرې کړل، وویل، «ګلبدین حکمتیار له هغه فرصت نه چې حکومت ورته وړاندې کړ ښه ګټه واخیستله، که نه هغه به نه وای توانېدلی چې داسې د عامو خلکو په وړاندې راڅرګند شي او په ازاد ډول خپل نظر څرګند کړي،»

جګړه د حل لاره نه ده

بهروز وویل، یاغیان به د تاوتریخوالي له لارې هېڅ هم ترلاسه نه کړي، او زیاته یې کړه چې دا د ټولو په ګټه ده چې هغوی جګړه ودروي.

د سولې د عالي شورا یوه سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار وویل، طالبان په دې پوه شوي دي چې جګړه به هېڅکله د هغوی لپاره کار ونه کړي.

د تېرکال په بهیر کې، ګڼ شمېر طالب اورپکو -- چې له خپلو قوماندانانو څخه خوابدي شوي ول -- تاوتریخوالی پای ته ورساوه، تسلیم او د سولې بهیر سره یوځای شول.

قاسمیار سلام ټایمز ته وویل، «د مخالفانو لپاره تر ټولو ښه انتخاب دا دی چې جګړه بس کړي...څو وکولی شي چې په عامه توګه منل شویو حقوقي، سیاسي او اجتماعي چوکاټونو کې دننه خپلې غوښتنې وړاندې کړي،»

د سولې بهیر سره په یوځای کېدلو کې، حکمتیار د افغان حکومت پر ضد د طالبانو جګړه وغندله او غیرمشروع یې وګڼله ځکه چې په دغه ډول شخړو کې اکثر بې ګناه افغانان متاثر کیږي.

قاسمیار وویل، حکمتیار د خپلې پرېکړې له امله هم یو څه پاملرنه ترلاسه کړه. هغه وویل، «هغه به هېڅکله نه وای توانېدلی چې د جګړې له لارې هغه موقف ترلاسه کړي چې اوس یې په ټولنه کې لري.»

یوه اوږده او سخته پروسه

د افغانستان په ولسي جرګه کې د اروزګان د خلکو استازي عبیدالله بارکزي د سولې په بهیر اعتماد څرګند کړ.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د حکمتیار حضور، او د سولې پروسې سره د یوځای کېدلو لپاره د هغه تصمیم، به ګڼ شمېر طالب اورپکي دې ته تشویق کړي چې جګړه بس کړي او د سولې پروسې سره یوځای شي، خو دا به یوه ډېره اوږده او وخت نیوونکې پروسه وي،»

سره له دې چې د سولې عالي شورا او افغان چارواکي هیله لري چې طالبان او د حکومت مخالفې نورې ډلې به خپلې وسلې کېږدي، یو شمېر افغان تحلیلګران په دې برخه کې مطمئن نه دي.

د افغان ملي اردو متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل وویل، «دا لا تر اوسه د نورو اورپکو لپاره ډېره لیرې ده چې د جګړې په ودرولو او د سولې پروسې سره یوځای کېدلو کې د حکمتیار لاره تعقیب کړي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «لومړی باید مونږ صبر وکړو او وګورو چې حکمتیار او د هغه پخواني سیالان څنګه د سولې پروسې سره مخکې ځي او هغه زغم وارزوو چې هغوی یې یو د بل په وړاندې لري. یوازې هغه وخت به بیا ښایي طالبان د هغه مثال تعقیب کړي.»

امرخېل وویل، د افغانستان په ګاونډیانو داسې نړیوال فشار چې د ترهګرو د روزنې کمپونه وتړي او له اورپکو ګروپونو سره د هغوی مالي او لوجیستيکي ملاتړ پای ته ورسوي به د سولې د پروسې لپاره د پام وړ پایلې ولري.

'ټول د جګړې په اور سوزي'

افغانان چې له ناپایه جګړې څخه ستړي شوي دي په طالبانو باندې فشار اچوي چې خپلې ډله ییزې وژنې بندې کړي.

په کابل کې د مخابراتو د څانګې یوه ۳۴ کلن کارمند محمد صبور وویل، «طالبان به ونشي کولی چې د جګړې له لارې د خپلو ځانونو یا کورنیو لپاره کومې مثبتې پایلې ترلاسه کړي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هر څوک د جګړې په اور سوزي: طالبان او د هغوی کورنۍ، او همدارنګه د هېواد نور اتباع. جګړې په تېرو ۱۵ کالو کې هېڅ نتیجه رامنځته نه کړه او نه به یې بیا هم رامنځته کړي.»

په کابل کې د ښوونځي یوې ۴۳ کلنې ښوونکې ګلالۍ وویل، «طالبان او د هغوی مشران باید له خپلو ځانونو نه دا وپوښتي چې هغوی په تېرو ۱۵ کالو کې په افغانستان کې د بې ګناه خلکو له وژلو، د ماشومانو له یتیمولو، د ښځو له کونډولو او بهرنیو هېوادونو ته د زرګونو هېوادوالو له بې برخلیکه کوچولو څخه پرته څه لاسته راوړنې درلودلې دي،»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «که طالبان ځانونه د ریښتیاوو افغانان او مسلمانان ګڼي، بیا باید هغوی د جګړې او وژنو پر ځای د افغان حکومت د سولې وړاندیز حمایه کړي او په سیاسي کمپاینونو کې برخه واخلي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500