ځوانان

افغانستان هڅه کوي چې د سپورټونو له لارې د نشه ییزو توکو د کارونې پر ضد مبارزه وکړي

د سلیمان راپور

افغان بزګران د اپریل په ۱۱ مه په هلمند ولایت کې اپین ټولوي. د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې وزارت او د هېواد کرکټ بورډ په ګډه په دې نیت سپورټي لوبغالي جوړوي چې په هلمند او زابل ولایتونو کې له نشه ییزو توکو څخه د بدې استفادې مخه ونیسي. [نورمحمد/ ای اېف پي]

افغان بزګران د اپریل په ۱۱ مه په هلمند ولایت کې اپین ټولوي. د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې وزارت او د هېواد کرکټ بورډ په ګډه په دې نیت سپورټي لوبغالي جوړوي چې په هلمند او زابل ولایتونو کې له نشه ییزو توکو څخه د بدې استفادې مخه ونیسي. [نورمحمد/ ای اېف پي]

کابل -- د افغانستان د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې وزارت د سپورټ له مقاماتو سره په ګډه په یوه بېساري اقدام کې د ځوانانو تر منځ له نشه ییزو توکو څخه د استفادې د مخنیوي لپاره کار کوي.

وزارت او د افغانستان کرکټ بورډ د جون په ۱۱مه یو تړون لاسلیک کړ چې په هلمند او زابل ولایتونو کې دوه سپورټي سټیډیمونه جوړ کړي. چارواکي اټکل کوي چې هغه به د یوه کال په موده کې پای ته ورسېږي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو په اساس، پیل به له کوچني اختر څخه وروسته وشي.

هدف دا دی چې ځوانانو ته د ساعت تېرۍ لپاره یو د روغتیا په اساس ځای برابر کړای شي او د نشه ییزو توکو د خطرونو په هکله خبرتیا ډېره کړای شي.

د نشه ییزو توکو پرضد د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي سلام ټایمز ته وویل، «د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې وزارت په شمول، حکومت او نړیواله ټولنه له یوې لسیزې څخه له ډېرې مودې راهیسې هڅه کوي چې د کوکنارو د کرنې، پروسیس او تولید مخه ونیسي، خو له بده مرغه چې تر اوسه پورې دا کار نه دی شوی او لا هم دغه خطرناک او وژونکی شی په بېلابېلو دلایلو مهارولو ته ضرورت لري،»

هغې وویل، «په حقیقت کې، نور ځوانان هم په نشه ییزو توکو اخته کیږي،»

د لوبغالو په جوړولو باندې به اټکل ۷۱ میلیونه افغانۍ لګښت راشي، چې د دې وزارت له بودجې څخه به تخصیص کړای شي،»

هغې وویل، د پلان له مخې دا سټیډیمونه په هلمند او زابل ولایتونو کې جوړول کیږي، «چې هلته د نشه ییزو توکو او په نشه ییزو توکو باندې د روږدي کېدا ستونزې په هېواد کې د نورو سیمو په نسبت ډېرې زیاتې دي»

'سپورټونه د نشه ییزو توکو دښمنان دي'

عظیمي وویل، «په سپورټونو کې د ځوانانو د برخه اخیستنې په سطحه کې ډېرښت به د غیرقانوني نشه ییزو توکو کرنه او استعمال راکم کړي،»

هغې وویل، خو یوازې د هغې د وزارت هڅې د نشه ییزو توکو د له منځه وړلو لپاره کفایت نه کوي، او زیاته یې کړه چې، «ټول افغانان او د افغان حکومت ادارې باید هڅه وکړي چې نشه ییز توکي له منځه وېسي.»

د افغانستان د کرکټ بورډ رییس شکرالله عاطف مشعل وویل، «سپورټونه د نشه ییزو توکو دښمنان دي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د سپورټي لوبغالو جوړول او ځوانان دې ته هڅول چې تمرین وکړي په قاطع ډول کولی شي چې په هېواد کې د نشه ییزو توکو د کرنې او مصرف مخه ونیسي،»

هغه وویل، «د هلمند او زابل ولایتونو په ځوانانو کې له سپورټونو سره غټه علاقه مندي موجوده ده، خو د خلکو لپاره سپورټي اسانتیاوې او وسایل موجود نه دي، او دغه تشه یا خلا ځوانان له نشه ییزو توکو څخه بدې استفادې ته وربرابروي.»

مشعل د کرکټ بورډ په استازیتوب، د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې وزارت څخه په دې برخه کې د هڅو کولو له امله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د نشه ییزو توکو پر ضد کمپاین کې به همکاري وکړي.

هغه وویل، «زه د هغوی کار ته د پرمختګ د یوه ښه ګام په سترګه ګورم. زه په نورو حکومتي ادارو تاکید کوم چې د سپورټ په سکټور کې پانګونه وکړي چې نشه ییز توکي له منځه وېسي او ځوانان وژغوري.»

ځوانان په دې هیله دي چې سپورټونه وکړي

صفی الله چې ۱۹ کاله عمر لري په هلمند ولایت کې د یوه سپورټي لوبغالي د جوړېدا خبر ته خوښي وښوده.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «که څه هم چې زمونږ د ولایت په بېلابېلو سیمو کې جګړه روانه ده، خو د هلمند ځوانان دې ته لېوال دي چې سپورټونه، او په ځانګړې توګه کرکټ وکړي،»

هغه وویل، «که هغوی یو معیاري سپورټي لوبغالی جوړ کړي، یو زیات شمېر ځوانان به سپورټونه کول پیل کړي، ځکه چې سپورټونه ګټور او مثبت دي. زه تاسو ته اطمینان درکوم چې په دې صورت کې به زمونږ ځوانان نه یوازې د نشه ییزو توکو له کارونې څخه راوګرځي، بلکه ښایی چې هغوی له افراطیت څخه هم لیرې پاتې شي.»

د زابل ولایت یوه ۳۱ کلن اوسېدونکي سبحان الله سلام ټایمز ته وویل، «له بده مرغه، مونږ هېڅکله هم په خپل ولایت کې یو معیاري سپورټي لوبغالی نه دی لرلی. د زابل سلګونه ځوان اوسېدونکي په دې هیله دي چې سټیډیم جوړ کړای شي.»

له نشه ییزو توکو څخه د استفادې خطرونه

په کابل پوهنتون کې د ټولنیزو علومو یوه پوه محمد داود راوش سلام ټایمز ته وویل، «له نشه ییزو توکو څخه بده استفاده نه یوازې بده استفاده کوونکی او د هغه کورنۍ زیانمنوي، بلکه هغه د یوه هېواد په ټولنیزو، کلتوري، اقتصادي، روغتیایي، سیاسي او اخلاقي شرایطو باندې هم منفي تاثیر کوي،»

هغه وویل، «نشه ییز توکي د یوې چوپ څونامي په څېر دي چې د ټولنو ویجاړول ګواښوي،»

هغه وویل، «بلې خوا ته، سپورټونه او فزیکي تمرین د یوې ټولنې د روغتیا ضامن دي. سپورټونه کېدای شي چې د نشه ییزو توکو او د نشه ییزو توکو د ناوړه استفادې پر ضد د مبارزې لپاره یو ښه انتخاب وي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500