تروريزم

په لښکرګاه کې د طالبانو بم له اختر نه مخکې پیسې ترلاسه کوونکي ملکي کسان ووژل

سلام ټایمز

افغان سړي د جون په ۲۲مه په لښکرګاه کې د یوې زورورې موټربمي چاودنې یو قرباني لېږدوي. دغې چاودنې ۳۴ کسان هغه وخت ووژل چې هغې یو بانک، چې هلته حکومتي کارمندان د دې لپاره په لیکه کې ولاړ ول چې خپلې تنخاګانې ترلاسه کړي، وواهه. [نورمحمد/ ای اېف پي]

افغان سړي د جون په ۲۲مه په لښکرګاه کې د یوې زورورې موټربمي چاودنې یو قرباني لېږدوي. دغې چاودنې ۳۴ کسان هغه وخت ووژل چې هغې یو بانک، چې هلته حکومتي کارمندان د دې لپاره په لیکه کې ولاړ ول چې خپلې تنخاګانې ترلاسه کړي، وواهه. [نورمحمد/ ای اېف پي]

لښکرګاه، افغانستان -- لږ تر لږه ۳۴ کسان د پنجشنبې په ورځ / د جون ۲۲ مه/ هغه وخت ووژل شول چې یوې زورورې بمي چاودنې په لښکرګاه کې یو بانک، چې حکومتي کارمندان او نورمشتریان ورته په لیکه کې ولاړ ول چې له کوچني اختر نه مخکې تنخاګانې واخلي، وواهه.

ای اېف پي راپور ورکړ، چې په نوي کابل بانک باندې له بمي برید څخه وروسته چې موټرې یې په بله واړولې، سیمه یې د ویجاړتیا په پاتې شونو ولړله او یوه غوړسکه دود یې اسمان ته پورته کړ، لسګونه ژوندي پاتې شوي کسان په لاس جوړو ځولیو کې روغتون ته ولېږدول شول.

دا له ۲۰۱۴ کال راهیسې په دغه بانک باندې درېیمه حمله وه. دغه حمله په داسې حال کې پېښېږي چې طالبان د روژې په جریان کې د حکومت له خوا د اوربند له غوښتنو سره سره په هېواد کې خپلو «پسرلنیو عملیاتو» ته زور ورکوي.

طالبانو د چاودنې مسؤلیت منلی، او وایي چې د هغوی هدف هغه افغان عسکر او پولیس ول چې د خپلو تنخاګانو د ترلاسه کولو لپاره هلته ور روان ول. حکومت وایي چې اکثر قربانیان د ښځو او ماشومان په ګډون ملکي خلک ول.

د هلمند ولایتي ادارې په یوه خبرپاڼه کې وویل، «د نن په بمي برید کې لږ تر لږه ۳۴ کسان ووژل شول او ۵۸ تنه نور ټپیان شول،»

په ولسي جرګه کې د غور د خلکو یوه استازي نادرشاه بحر سلام ټایمز ته وویل، «په هلمند کې د نوي کابل بانک مخې ته ځانمرګی برید لومړنی برید نه دی چې ملکي خلک په نښه کوي او وژني، او نه به وروستی وي. دا پخوا پېښ شوی او په راتلونکي کې به هم دوام ومومي.»

هغه زیاته کړه، د بې ګناه خلکو په وژلو، طالبان غواړي چې وېره رامنځته کړي او وښیي چې حکومت کمزوری دی. هغوی غواړي چې د ټولنې او حکومت تر منځ فاصله جوړه کړي، خو هغوی له ناکامۍ سره مخامخ کیږي.

د اپین له عوایدو څخه ګټه اخیستل

طالبان په هلمند کې د ۱۴ ولسوالیو له ډلې څخه په ۱۰ ولسوالیو کنټرول لري یا جګړه په کې کوي. دغه سیمې د اپین د حاصلاتو داسې ناورین ځپلي چې د یاغیتوب په برخه کې مرسته کوي، او په مکرر ډول یې د لښګرګاه د نیولو ګواښونه رامنځته کړي دي.

په کابل کې یوه دیني عالم سالم حسني وویل، د اسلام په اساس د اورپکو فعالیتونه ټول د نه منلو دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د بې ګناه خلکو وژل، له مذهبي ملامتیاوو څخه پرته د یوه مؤمن وژل... د عامه تاسیساتو ویجاړول، په ټولنه کې د وېرې او ترهې رامنځته کول، او په سپیڅلیوعبادت ځایونو باندې حملې کول د اسلام له نظره منع کړای شوي دي،»

UNTRANSLATED

هغه وویل، ځینې وختونه اورپکي ادعا کوي چې هغوی «جهاد» کوي، خو هغوی باید پوه شي چې هغه څه چې هغوی یې کوي په حقیقت کې جهاد نه دی.

د هلمند یوه ۳۷ کلن اوسېدونکي صفت الله وویل، «کله چې په یوه جنګي ماموریت کې اورپکي مات کړای شي، هغوی بیا بې ګناه ملکي خلک وژني،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ دغه ډول برید په کلکه غندو او د داسې وحشیانه برید پر ضد به ودرېږو،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500