تروريزم

د داعش له خوا د موصل د النوري جومات ویجاړول د 'خپلې ماتې اعلان' دی

د خالد الطائي راپور

د ۲۰۱۷ د جون په ۲۵ مه اخیستل شوی یو عکس د موصل ویجاړ شوی لرغونی کوږ څلی ښیي، دا د حدبا په نامه یادېږي او په زاړه ښار کې موقعیت لري، او د دې اونۍ په پیل کې د داعش د جنګیالیو له خوا له چاودنې ورکولو څخه وروسته لیدل کیږي. د موصل د پېژندنې سمبول کوږ څلی له پېړیو وروسته ونړول شو. [محمد الشهاده/ای اېف پي]

د ۲۰۱۷ د جون په ۲۵ مه اخیستل شوی یو عکس د موصل ویجاړ شوی لرغونی کوږ څلی ښیي، دا د حدبا په نامه یادېږي او په زاړه ښار کې موقعیت لري، او د دې اونۍ په پیل کې د داعش د جنګیالیو له خوا له چاودنې ورکولو څخه وروسته لیدل کیږي. د موصل د پېژندنې سمبول کوږ څلی له پېړیو وروسته ونړول شو. [محمد الشهاده/ای اېف پي]

داعش د موصل لوی جومات النوري او د هغه د ۱۲مې پېړۍ کوږ څلي ته تېره چارشنبه / د جون ۲۱ مه/ د عراقي ځواکونو په ورنژدې کېدلو سره له یاد ځای څخه له وتلو نه مخکې چاودنه ورکړه.

د هغه جومات چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي په کې په ۲۰۱۴ کال کې د تش په نامه «خلافت» اعلان وکړ، الحدبا (کړوپ) څلی، د عراق په ۱۰ زریز دینار نوټ باندې چاپ شوی او د دغه ښار لویه نښه وه.

ای اېف پي راپور ورکړ، چې د دغه خبر له خپرېدلو څخه وروسته، لومړي وزیر حیدرالعبادي په یوه اعلامیه کې د یادې ډلې له خوا د دغه جومات ویجاړول «د هغوی د ماتې د یوه رسمي اعلان» په توګه یاد کړل.

دا تاریخي جومات د موصل په زاړه ښار کې موقعیت لري، او دا د ښار هغه وروستۍ برخه ده چې داعش پرې ولکه لري، او له مارچ راهیسې د عراقي ځواکونو له خوا تر محاصرې لاندې ده.

په دې پخواني عکس کې، د موصل د النوري جومات کوږ څلی د جومات له داخل څخه لیدل کیږي. دغه دواړه د جون په ۲۱مه د داعش له خوا ویجاړ کړای شول. [عکس د عراق له پوځي دایره المعارف نه اخیستل شوی دی]

په دې پخواني عکس کې، د موصل د النوري جومات کوږ څلی د جومات له داخل څخه لیدل کیږي. دغه دواړه د جون په ۲۱مه د داعش له خوا ویجاړ کړای شول. [عکس د عراق له پوځي دایره المعارف نه اخیستل شوی دی]

د ۲۰۱۴ د جون له یوې ویډیو څخه په پرې شوي دغه عکس کې د داعش مشر ابوبکرالبغدادي د خلافت له اعلانولو څخه وروسته د موصل د النوري جومات له ممبر څخه راښکته کیږي.

د ۲۰۱۴ د جون له یوې ویډیو څخه په پرې شوي دغه عکس کې د داعش مشر ابوبکرالبغدادي د خلافت له اعلانولو څخه وروسته د موصل د النوري جومات له ممبر څخه راښکته کیږي.

د چارشنبې په شپه، عراقي ځواکونو په داسې حال کې چې خواوشا لارې او کوڅې یې تر کنټرول لاندې نیولې وې، په زاړه ښار کې پرمختګ وکړ او دې ته یې چمتووالی نیوه چې په دغه جومات حمله وکړي او داعش ترې وباسي.

د پوځي معلوماتو د یونټ د یوې اعلامیې په اساس، د نیناوا د عملیاتو قوماندان ډګرجنرال عبدالامیر یارالله وویل، چاودنه په داسې حال کې رامنځته شوه چې د ترهګرۍ ضد خدمتونو عسکر د جومات ۵۰ مترۍ ته ور ورسېدل.

یارالله د جومات او څلي ویجاړول د داعش له خوا د ترسره شویو جنایتونو په لړ کې «یو بل تاریخي جرم» یاد کړ.

یوه سمبولیکه ماتې

د عراق د پارلمان غړي ماجد الغراوي چې د پارلمان په امنیتي او دفاعي کمېټه کې کار کوي وویل، داعش مخکې تر مخکې په جومات کې چاودېدونکي مواد ځای پرځا کړي ول.

هغه دیارونا ته وویل، دغه ډله دې ته چمتو وه چې جومات ته د ازادۍ د ځواکونو په ورنژدې کېدلو سره سمدلاسه چاودنه ورکړي «او دا یقیني شوه چې د هغوی پای ته رسېدا پېښېدله او دا حتمي وه چې زمونږ ځواکونه به د جومات کنټرول په لاس کې اخلي،»

هغه وویل، داعش نه غوښتل چې له جومات څخه په داسې حال کې وځي چې هغه په ولاړ حالت کې پاتې شي «او د ازادۍ ځواکونه وکولی شي چې هغه د دې لپاره وکاروي چې د موصل د جګړې پای په کې اعلان کړي، ځکه چې دغه جومات د داعش د عناصرو تر منځ یو سمبولیک اهمیت درلود.»

هغه وویل، «هغوی دې ته تیار نه ول چې دغه مذهبي عمارت، چې له هغه څخه د هغوی خلافت اعلام شوی وو، د هغوی ماتې هم په کې اعلان شي،»

البغدادي په لومړي ځل د ۲۰۱۴ د جولای په ۴ مه د دغه جومات په ممبر راڅرګند شو، د جمعې په خطبه کې یې د «خلافت» تاسیس، او خپل ځان یې «د مسلمانانو خلیفه» اعلام کړ.

الغراوي وویل، د نوري جومات ویجاړول د داعش پر تندي «د شرم یوه بله ټاپه ده».

هغه وویل، «دغه جرم نه یوازې دا چې د ترهګرو نهیلي او نا امېدي ښیي، بلکه همدارنګه هغه سخته ماتې چې هغوی ورسره مخامخ شوي او هغه سربدالي چې هغوی یې احساسوي په ګوته کوي،»

'په موصل کې وروستۍ ځانګړې نښه'

داعش د موصل له نیولو راهیسې په دغه ښار کې د یونس (ع) د زیارت او د نمرود لرغوني ښار په شمول د پام وړ لرغونو ځایونو او تاریخي ودانیو ته چاودنې ورکړې.

د سلطان نورالدین الزنکي په نامه یاد دغه جومات چې په ۱۱۷۲ میلادي کال کې بشپړ شوی دی، کوږ څلی، له ډېر وخت راهیسې د موصل ښار د کلتوري هویت یو سمبول وو.

د نیناوا د ولایتي شورا غړي عبدالرحمان الوکا دیارونا ته وویل، دغه جومات «په موصل کې د نورو ټولو کلتوري او بشري یاد وړ نښو له ویجاړېدا څخه وروسته یوازنۍ تاریخي نښه پاتې وه،»

هغه وویل، «کله چې جګړې زاړه ښار ته را ورسېدې، له مونږ سره سخته اندېښنه راولاړه شوه چې ترهګر به دغه نښه ویجاړه کړي،»

الوکاء وویل، د جومات په ویجاړولو سره، «مونږ داسې یو میراث له لاسه ورکړ چې له پېړیو راهیسې ولاړ وو، ډېر متجاوزین یې ننګولي ول او په تاریخ کې د جګړو او مصیبتونو په وړاندې درېدلی وو»،

هغه وویل، «دا په ریښتیا سره د خفګان خبره ده چې د ازادۍ د جګړو وروستی فصل به د ترهګرۍ په داسې بزدلانه عمل سره پای ته ورسېږي چې هغه وروستۍ نښه یې هدف وګرځوله چې د موصل پخوانیو خلکو را پرېښې وه او د هغو په اساس دغه ښار مشهور دی،»

د نیناوا د ولایتي شورا د امنیتي کمېټې غړي حسن شبیب وویل، داسې وېرې موجودې وې چې داعش به دغه جومات ته چاودنه ورکړي، ځکه چې هغوی «تر دې مخکې جوماتونه، زیارتونه او مقبرې مذهبي مقدسات له هر ډول درناوي څخه پرته ویجاړ کړي ول».

هغه دیارونا ته وویل، «مونږ هره لحظه دا تمه لرله چې ترهګر به دغه جومات ته چاودنه ورکړي،» او یاده یې کړه چې داعش «هر موجود ناوړه عمل» ترسره کړی دی.

په ښار کې یو تورفصل تړل کیږي

د موصل د النوري جومات بې دلیله ویجاړتیا په عراق او د نړۍ په نورو برخو کې غوسې راوپارولې او وغندل شوه.

شبیب وویل، دغه برید، چې «د اورپکو د غچ اخیستنې طریقه او ناوړه فکر څرګندوي» په پراخه کچه «د داعش د ماتې یو رسمي اعتراف دی» ګڼل کیږي.

هغه وویل، «په ښار کې د داعش حضور پای ته رسېدلی دی. د ازادۍ د عملیاتو تمرکز اوس په دې دی چې د زاړه ښار د خواوشا ۱۰۰ زرو اوسېدونکو ژوند څنګه خوندي پاتې شي.»

هغه زیاته کړه، «وروسته له هغه چې د ترهګرۍ واکمني پای ته ورسېږي، هرڅه کېدای شي چې بېرته پرځای او بیا ورغول شي. یوازنی شی چې د عوض کېدلو وړ نه دی هغه د عامو خلکو ژوند دی.»

هغه په داسې حال کې چې د جګړې له پای ته رسېدلو څخه وروسته یې د ډېرو نورو تر څنګ د النوري جومات په «ژر تر ژره» بیا رغونه ټینګار کاوه، وویل، چې «زمونږ د ښار د تاریخ دا تور فصل به ژر تر ژره پای ته ورسېږي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500