تروريزم

د تورې بوړې په نیولو په ننګرهار کې د داعش پلانونه شنډ شول

د سلیمان راپور

افغان سرتېري د جون په ۱۹مه په توره بوړه کې داعش ته له ماتې ورکولو څخه وروسته په دغه ستراتیژیک موقعیت کې په خپل پرمختګ بیاکتنه کوي.‌ [د ننګرهار د ولایتي ادارې د رسنیو دفتر څخه په مننه]‌

افغان سرتېري د جون په ۱۹مه په توره بوړه کې داعش ته له ماتې ورکولو څخه وروسته په دغه ستراتیژیک موقعیت کې په خپل پرمختګ بیاکتنه کوي.‌ [د ننګرهار د ولایتي ادارې د رسنیو دفتر څخه په مننه]‌

کابل -- د افغان ځواکونو له خوا په وروستیو وختونو کې له تورې بوړې او د ننګرهار ولایت له نورو سیمو څخه د داعش د اورپکو په اېستلو سره د دغې ترهګرې ډلې پلانونه شنډ شول.‌

داعش پلان درلود چې خپل د خراسان (افغانستان او پاکستان) څانګې مرکزي اداره په ننګرهار کې جوړه کړي، خو د تېرې میاشتې عملیاتو د هغوی دغه هیلې په اوبو لاهو کړې.‌

د دفاع وزارت وایي،‌ د راپورونو له مخې، له تورې بوړې څخه د داعش اېستل د جون په ۱۷مه او ۱۸مه ترسره شول،‌ او دا کار څو ورځې وروسته له هغه وشو چې د داعش اورپکو په توره بوړه کې د ستراتیژیکو سوریو د ترلاسه کولو لپاره له طالبانو سره جګړه وکړه او هغوی ته یې ماتې ورکړه.‌

بیا افغان ځواکونو د داعش پر ضد جګړه وکړه او هغوی یې له تورې بوړې او دوه نورو ولسوالیو څخه واېستل.‌ تر دې مخکې عسکرو داعش له کوټ او اچین ولسوالیو څخه اېستلی وو.‌

افغان سرتېري له تورې بوړې څخه د داعش د اورپکو له اېستلو څخه وروسته د جون په ۱۹مه په دغه سیمه کې مارش کوي. [د ننګرهار د ولایتي ادارې د رسنیو دفتر څخه په مننه]‌

افغان سرتېري له تورې بوړې څخه د داعش د اورپکو له اېستلو څخه وروسته د جون په ۱۹مه په دغه سیمه کې مارش کوي. [د ننګرهار د ولایتي ادارې د رسنیو دفتر څخه په مننه]‌

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش سلام ټایمز ته وویل، «د تورې بوړې، پچیر اګام او چپرهار ټولې سیمې له داعش څخه پاکې کړای شوې. عسکر لګیا دي چې هغه ځمکني ماینونه چې طالبانو او داعش کرلي دي پاک کړي.»

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د ازاد افغانستان راډېو ته وویل، چې مقامات له ځایي ولسونو سره کار کوي چې تورې بوړې ته د داعش د بیا راتګ مخه ونیسي.

هغه وویل، «ځایي رضاکاران او ځایي ځواکونه دې ته تیار دي چې خپلې سیمې د داعش د بریدونو پر وړاندې خوندي کړي. د دفاع وزارت دې ته تیار دی چې هغوی په هره ممکنه طریقه حمایه کړي.»

د داعش پر ضد عملیات له پاکستاني سرحد سره نژدې روان دي.‌

د داعش 'مورال له منځه وړل شوی' دی

د دفاع وزارت چارواکي وایي، په ننګرهار کې له سختو ماتو او په اپریل کې په ننګرهار کې د اورپکو په شبکو باندې د متحده ایالاتو د پوځ له خوا د ترټولو لوی غیر اتومي بم له غورځولو څخه وروسته،‌ داعش په دغه ولایت کې په تیت او پراک شویو او مورال بایللو ډلو باندې وېشل شوی دی.

رادمنش وویل، «مونږ له ۲۰۱۵ کال راهیسې، د داعش د له منځه وړلو لپاره ۱۲ لوی او ګڼ شمېر کوچني عملیاتونه ترسره کړي دي. په نتیجه کې، د داعش د ځایي مشر حافظ سعیدخان [چې په تېر جولای کې په ننګرهار کې] او د هغه د ځایناستي عبدالحسیب [په اپریل کې په ننګرهار کې]،‌ په شمول له ۲۵۰۰ تنو څخه ډېر د داعش اورپکي وژل شوي دي.‌

د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، په وژل شویو اورپکو کې د بېلابېلو هېوادونو اتباع شامل ول.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د داعش د هغو غړو، چې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا په توره بوړه کې ووژل شول،‌ اکثریت د ازبکستان، چیچنیا او پاکستان خارجي جنګیالي ول،»

د افغان ملي اردو په ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې یوه ټولی مشر جنرال محمد نسیم سنګین سلام ټایمز ته وویل، «د داعش ۶۶ غړي د تورې بوړې په درې ورځنۍ جګړه کې ووژل شول. مونږ به خپلو عملیاتو ته د ننګرهار په ټولو برخو کې تر هغه وخته پورې دوام ورکړو چې مونږ داعش له منځه وېسو.»

هغه وویل، په توره بوړه، پچیر اګام او چپرهار کې د داعش د ویجاړولو لپاره دا ټول عملیات د افغان ملي اردو کمانډویانو، افغان ملي پولیسو او ۲۰۱ سېلاب قول اردو ترسره کړل.‌

خوګیاڼي وویل، «د تورې بوړې، پچیر اګام او چپرهار د بېرته نیولو د عملیاتو په ترڅ کې هېڅ ملکي تلفات نه دي پېښ شوي.‌ یو ځل چې مونږ د ځمکنیو ماینونو پاکول پای ته ورسوو، بیا ځایي اوسېدونکي کولی شي چې خپلو سیمو ته بېرته ورستانه شي.»‌

هغه وویل، «حکومت به له هغو بې ځایه شویو اوسېدونکو سره هر راز د اړتیاوړ مرستې وکړي. سربېره پر دې، له داعش څخه په ټولو پاکو شویو سیمو کې به ښوونځي، روغتیایي مرکزونه او نورې اسانتیاوې برابر کړای شي.»‌

خوښ اوسېدونکي

چارواکي او د ننګرهار ولایت نور اوسېدونکي وایي، هغوی په دې خوښ دي چې ګوري چې د داعش یاغیتوب ماتې خوري.‌

د ننګرهار د حج او اوقافو رییس ملا عبدالظاهر حقاني سلام ټایمز ته وویل، د داعش پر ضد عملیات «حقیقي جهاد» وو.‌

هغه وویل، «زه له خلکو څخه غواړم چې په دغه جهاد کې برخه واخلي...‌او د داعش پر ضد زمونږ د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي،»

د ولایتي شورا غړي ذبیح الله زمري سلام ټایمز ته وویل، دا عملیات «ښه او د ستاینې وړ» وو.‌

د پچیراګام ولسوالۍ اوسېدونکي جمشېد رازقیار سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ په سیمه کې په لسګونو خلکو له عسکرو سره د داعش په ماتولو کې مرسته وکړه،»‌

هغه وویل، «مونږ ژمنه کوو چې مونږ د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ درېږو. که حکومت د اړتیاوړ تجهیزات برابر کړي، د سیمې اوسېدونکي کولی شي چې خپلې سیمې خوندي کړي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500