تروريزم

د داعش له خوا د تاوتریخوالي او د جوماتونو او سپېڅلیو ځایونو د ویجاړولو یادګارونه

د خالد الطایي راپور

[آرشيف]

دې ډلې په عراق کې د پرمختګ پر وخت ډېر زیات جوماتونه او عبادت ځایونه سخت ویجاړ کړل او هغه چې روغ پاتې ول هغه یې د خپلې منحرفې عقیدې د پروپاګند لپاره کارول.‌

په یوه وروستۍ د نه توجیه وړ ویجاړتیا کې، د داعش ډلې د جون په ۲۱مه د موصل لوی جومات النوري او د هغه تاریخي حدبا (کړوپ) څلی چې له پېړیو راهیسې ولاړ ول، ونړول.‌

داعش په عراق کې د خپل درې کلن اشغال پر وخت یوازې په موصل کې سلګونه نور جوماتونه، زیارتونه، کلیساګانې او معبدونه چې هغوی د خپلې افراطي ايډیالوژۍ په اساس «غیرشرعي» ګڼل، ویجاړ کړل.‌

پاتې جوماتونه په نظامي بارکونو، سلاکوټونو، د مهماتو ورکشاپونو او د افراطي ايډیالوژۍ په مرکزونو بدل کړای شول، د عبادت ځایونو په توګه د هغوی اعتبار ویجاړ کړای شو او له تقدس څخه یې سرغړونه وکړای شوه.‌

د یونس (ع) زیارت هغه وخت د داعش له خوا سخت ویجاړ کړای شو چې یادې ډلې د ۲۰۱۴ په جون کې موصل ښار ونیو. [عکس د سني خیریه ټولنې له خوا اخیستل شوی دی]‌

د یونس (ع) زیارت هغه وخت د داعش له خوا سخت ویجاړ کړای شو چې یادې ډلې د ۲۰۱۴ په جون کې موصل ښار ونیو. [عکس د سني خیریه ټولنې له خوا اخیستل شوی دی]‌

له منبر څخه د مغزونو زهري کول

د یونس (ع) د زیارت د جومات امام او خطیب شیخ محمد ال شما وویل، داعش «په لویه کچه د جوماتونو نجیب مذهبي او اخلاقي رول ویجاړ کړ»

هغه دیارونا ته وویل، «ترهګرو دغه عبادت ځایونه په رسنیزو پلېټ فارمونو باندې بدل کړي ول او د هغو له لارې یې خپلو داسې مزخرفاتو او عقایدو ته وده ورکوله چې هغه د اسلام له جوهر او لارښوونو څخه ډېر لیرې دي،»

ال شما زیاته کړه، چې هغوی د خپلو خطیبانو له لارې هڅه کوله چې د خلکو مغزونه زهري او افراطیت خپور کړي، په داسې حال کې چې معتدل خطیبان تبعید ته مجبور کړای شوي ول.

هغه وویل، «عبادت کوونکیو جوماتونو ته د تګ او داسې خطبو د اورېدلو پر ځای چې د هر څه په وړاندې له کرکې او تاوتریخوالي څخه ډکې وې، دا غوره ګڼله چې خپل پنځه وخته لمونځونه او د جمعې لمونځ په خپلو کورونو کې وکړي،»‌

نوموړي وویل، د موصل ښار د ازادولو د جګړې په ترڅ کې، د داعش جنګیاليو په محلي جوماتونو کې سوري واېستل او هغه یې د نظامي بارکونو په توګه استعمالول.‌

هغه وویل، «کله چې د خدای کورونه په بارکونو، سلاکوټونو او د چاودونکو وسیلو په ورکشاپونو باندې واوښتل او د داسې بېسونو په توګه استعمالیږي چې له هغو نه د امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو پر ضد ځانمرګي بریدونه او نښه ویشتونکي یا سنېپر بریدونه ترسره کیږي، دا نو د وحشت انتها ده،»‌

ال شما وویل، «د یونس (ع) د زیارت په شمول، لسګونو لرغونو عبادت ځایونو ته د هغوی لرغونتیا ته له درناوي څخه پرته چې د موصل کلتوري هویت ګڼل کېده،‌ د ترهګرو له خوا چاودنې ورکړل شوې،»

د دین او بشریت دښمن

د عراق د علماوو د اتحادیې رییس شیخ خالد ال ملا دیارونا ته وویل، «داعش هېڅ اخلاقي یا مذهبي پولې نه لري. هغوی له بشریت او نورو ارزښتونو څخه بې باک دي،»‌

هغه وویل، داعش ډلې د ټولو دینونو اړوند عبادت ځایونه ویجاړ کړي دي.‌

هغه وویل، ان په روژه کې، د عبادت ځایونو په توګه د جوماتونو تقدس ته د ښکاره سپکاوي په ترڅ کې هغوی په موصل کې پاتې جوماتونه په نظامي مرکزونو باندې واړول.

په بغداد کې د شیخ محمد الکلیني د زیارت سکرټر شیخ شهاب ال شویلي دیارونا ته وویل، «داعش د داسې یوې ډلې په توګه چې دین نه لري او نه د بشر پر ضد ترسره کېدونکو جرمونو ته کومه اعتنا لري او د ډبرو په څېر دي خپل اصلي ماهیت وښود،»‌

هغه وویل، «ان تر دې چې د خدای کورونه او مذهبي زیارتونه د هغوی له جرمونو څخه په امن نه دي. هغوی هغه د دې لپاره ویجاړ کړي چې د اسلام انځور ویجاړ،‌ د تحمل اساسات، د مذهبونو تر منځ یو له بل سره ګوزاره او د دین له خوا د تضمین کړای شوي انصاف رنګ تت کړي.»‌

ال شویلي وویل، «ترهګرو د ټولو دینونو او فرقو پر ضد جګړه وکړه او د داسې یوه ګمراه کوونکي مذهبي تفسیر په اساس یې چې هغه خلک چې د هغوی په نظریاتو عقیده نه لري مشرکین ګڼي، خلک د هغوی د مذهبي مراسمو له ترسره کولو څخه منع کړل،»‌

هغه وویل، «دا یوازې د یوه یا بل ځانګړي فرقې، مذهب یا نژادي ګروپ دښمنان نه بلکه د ټولو عراقیانو او ټول بشریت دښمنان دي، او اوس هغه وخت را رسېدلی دی چې هغوی وپېژندل شي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500