امنیت

پاکستان د افغانستان سره پولې ته شپول تړل شروع کړل

د عديل سعيد لخوا

په دې وروستیو کې د پاکستان - افغانستان پولې په اوږدو کې جوړ شوی شپول په يو تصوير کې ښودل شوی دی چې د جون په ۲۰ خپور شوی وو. پاکستان د پولې دواړو غاړو ته د وسله والو د تګ راتګ او سیمه اییز امنیت ښه کولو لپاره د 'داخليدو په کمزوري سیمو' کې شپول لګوي. [آی ايس پي آر]

په دې وروستیو کې د پاکستان - افغانستان پولې په اوږدو کې جوړ شوی شپول په يو تصوير کې ښودل شوی دی چې د جون په ۲۰ خپور شوی وو. پاکستان د پولې دواړو غاړو ته د وسله والو د تګ راتګ او سیمه اییز امنیت ښه کولو لپاره د 'داخليدو په کمزوري سیمو' کې شپول لګوي. [آی ايس پي آر]

پيښور -- پاکستان د افغانستان سره د پولې په اوږدو کې شپول لګول شروع کړي دي چې امنيت ښه کړي او دواړو غاړو ته په پوله باندې د ترهګرو د تګ راتګ مخه ونيسي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو دفتر د مطبوعاتي څانګې له مخې، دا فيصله د سرحدي امنیت ښه کولو لپاره د پوځ د ستر مشر قمر جاوید باجوه د هداياتو په رڼا کې وشوله.

د آی ايس پي آر د جون د ۲۰ مې نیټې په راپور کې ویل شوي: "د پاکستان - افغانستان خوندي پوله د دواړو هېوادونو په ګډه ګټه ده او د پولې ښه همغږيز امنيتي ميکانيزم د تل پاتې سولې او ثبات لپاره ضروري دی."

دا پروجيکټ به په دوو مرحلو کې ترسره شي: لومړی به هغه کمزوري پولو ته شپول ولګول شي کوم چې په باجوړ، مهمند او خيبر ايجنسۍ کې د تګ راتګ لپاره استعماليږي، او بیا به د بلوچستان په ګډون په پاتې نورو سرحدي سيموکې ولګول شي.

په دغه بيان کې ويلی شوي چې پولې ته د شپول لګولو نه علاوه، د پاکستان پوځ او د خیبر پښتونخواه فرنټير کور په ګډه نوي قلعه ګانې او په پوله باندې پوسټونه جوړوي چې څارنې او دفاع ښه کړي.

امنيت ښه کول

په اسلام آباد کې د پاکستان د ملي دفاع يونيورسټۍ ډين پرويز اقبال چیما وویل، "په سیمه کې د ښه امنیت لپاره د پاکستان لخوا پولې ته شپول لګول د سرحدونو د مدیریت د پالیسۍ یوه برخه ده."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "د پاکستان لخوا نیول شوي اقدامات د دواړو هېوادونو په ګټه دي، ځکه چې د پولې دواړ غاړو ته د ترهګرو د تګ راتګ په باره کې شکایاتونه د دواړه خواوو نه شوي دي."

که څه هم پولې ته شپول لګول به د پښتنو په هغه آبادۍ باندې اثر وکړي چې په سرحدي سیمو کې ژوند کوي، خو دا به په امنیتي نقطه نظر سره په پاکستان او افغانستان کې مثبت اثرات رامنځته کړي.

هغه وويل: "پاکستان په دې مجبوره دی چې دا کار وکړي ځکه چې دا د افغانستان سره په اوږد، کمزوري سرحد کې د ترهګرو د تګ راتګ د مخنيوي لپاره بله لاره نه لري."

هغه وويل، امنيت يوه جدي ستونزه ده، او دواړه هېوادونه بايد د خلکو د خونديتوب يقيني کولو لپاره ټول ممکنه تدابير ونيسي. هغه زياته کړه، "چې د سولې نه بغير موږ پرمختګ او ترقي نه شو کولی."

لطف الرحمان، چې د پاکستان د براډ کاسټنګ کارپوريشن پروډيوسر دی او په اين ډي يو کې په ډيورنډ لاين باندې د ډاکټرۍ ډګرۍ لپاره ريسرچ کوي، وویل: پولې ته شپول لګول به د پولې دواړو خواوو ته د تګ راتګ مخه ونيسي او د قانون او نظم په ساتلو کې به ډیره مرسته وکړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "پولې ته شپول لګول به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدونو مدیریت ښه کولو کې مرسته وکړي او د پولو دواړو غاړو ته د تګ راتګ په باره کې به د الزام لګولو لوبه ختمه کړي."

هغه وويل: "افغانستان بايد د دې پرمختګ هرکلى وکړي چې موخه يې د تروریزم سره مبارزه او د سيمې اوسيدونکو ته خونديتوب برابرول دي."

رحمان وويل، حکومت بايد د خيبرپښتونخوا په کوز دير او چترال ډسټرکټونو کې پولو ته شپول ولګوي، دغه علاقې زياتره په غرونو مشتمل دي او داسې اقداماتو ته اړتيا لري چې د وسله والو د تګ راتګ مخنيوی وکړي.

سمګلنګ کمول او د تروریزم سره مبارزه کول

په پیښور کې د فيډرل بورډ آف ريوينيو مشر فاریاب محمد ارشاد پاکستان فارورډ ته د چهارشنبې په ورځ (د جون په ۲۸ مه) په يو پروګرام کې وويل، د پاکستان او افغانستان پولې ته شپول لګول د ستاينې وړ ګام دی. هغه زياته کړه، "د پولې دواړو غاړو ته د ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي سره سره به دا د سمګلنګ مخه هم ونيسي."

هغه وويل، سمګلنګ پاکستان ته د ميلياردو روپو کلنيز زيان رسوي. هغه پيش ګويي وکړه چې سرحد به اقتصاد ته وده ورکړي.

په اسلام آباد کې يو غير سرکاري تينک ټينک، د سولې او سفارتي مطالعاتو انسټیټيوت، شريک باني، محمد آصف نور، وویل: "دا د تروریزم په وړاندې زمونږ د روانو جګړو په اړه ښه پرمختګ دی."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، پوله خوندي کول یو "پیچيده مسله" ده، او "شپول لګول به د دواړو حکومتونو سره مرسته وکړي چې د ترهګرو د تګ راتګ مخه ونيسي."

د پولې په اوږدو کې د اوسيدونکې قبايلو، کوم چې د ډيورنډ لاين له لارې تقسيم شوي دي، سره مرسته کولو لپاره، آصف تجويز وړاندې کړو چې دوی ته دې د پولو دواړو خواوو ته په آزادۍ سره د تګ راتګ لپاره خاص پرمټونه ورکړل شي.

هغه وويل: "په خيبر پښتونخوا کې د کوز دير نه په بلوچستان کې د چمن پورې په سلګونو کورنۍ دي چې هغوی تقسيم شوي دي او هره ورځ د سرحدونو نه تېرېږي." "پکار ده چې داسې خلکو ... ته اجازه ورکړل شي چې دوی د څه روکاوټ نه بغر د خپلو خپلوانو سره ليدنه کوي."

په پېښور يونيورسټۍ کې د سولې او شخړې د مطالعاتو د انسټیټیوت ډايريکټر، جمیل احمد چترالي، وویل، د افغانستان سره د سرحد انتظام "ډير زيات مهم" دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "د ترهګرو له خوا په بې ګناه کسانو باندې د تشدد کولو د توان د مخنیوي لپاره دا یو ډير زيات ضروري ګام وو."

هغه زياته کړه: دا ډيره زياته ضروري ده چې د پاکستان افغانستان په پوله باندې د ناقانونه تګ راتګ مخنيوی وکړل شي او دواړو خواوو ته د تګ راتګ مخه ونيول شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500