امنیت

د خالد په نوم عملیاتو د طالبانو رسوخ مات کړ

د نجیب الله راپور

افغان سرتېري د داعش له اورپکو څخه د ننګرهار ولایت د تورې بوړې د نیولو د عملیاتو په ترڅ کې د جون په ۲۰ مه ګزمه کوي.‌ [نورالله شیرزاده/ای ایف پي]

افغان سرتېري د داعش له اورپکو څخه د ننګرهار ولایت د تورې بوړې د نیولو د عملیاتو په ترڅ کې د جون په ۲۰ مه ګزمه کوي.‌ [نورالله شیرزاده/ای ایف پي]

کابل -- چارواکي وایي چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو خالد عملیاتو په ۱۷ ولایتونو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري سلام ټایمز ته وویل، «دا عملیات په بري سره پرمخ ځي، او په هلمند، ننګرهار، بدخشان، کندوز او تخار ولایتونو کې یې پایلې مثبتې دي،»‌

هغه وویل، «د خالد عملیاتو په ترڅ کې،‌ د بدخشان ولایت زېباک ولسوالي او د کندوز ولایت قلعه زال ولسوالي د دښمن له ځواکونو څخه تصفیه شوې، او د کندوز - تخار او خان اباد - کندوز لویې لارې بیا پرانستل شوې،»‌

وزیري وویل، خالد عملیات چې د طالبانو «د پسرلي حملو» څخه مخکې پیل شوي ول، همدارنګه په نورستان، میدان وردک، اروزګان او فاریاب ولایتونو کې هم ښه بریالیتوبونه ترلاسه کړل.

د دفاع وزارت په وینا، یوازې د می د ۱۳ - ۱۹ اونۍ کې، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د طالبانو لس قوماندانان او ۷۶۰ تنه جنګیالي ووژل.

وزیري وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو همدارنګه د خالد عملیاتو په ترڅ کې د داعش ۴۲ غړي ووژل.‌

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش سلام ټایمز ته وویل، «د خالد عملیاتو له پیل راهیسې، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د طالبانو او داعش له ۳۰۰۰ څخه ډېرو اورپکو سربېره له ۱۰۰ نه ډېر قوماندانان وژلي دي،»

هغه وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د طالبانو ۱۲ د قوماندې مرکزونه او د نشه ییزو توکو او چاودونکو موادو د تولید ګڼې فابریکې ویجاړې کړې.‌

رادمنش د طالبانو له خوا خپلو عملیاتو ته د پسرلي تعرض نوم ورکولو ته په اشارې سره وویل، «د خالد عملیاتو تر ټولو لویه لاسته راوړنه دا وه چې د طالبانو په منصوري عملیاتو کې یې د هغوی د بریالیتوبونو مخه ونیوله،»‌

د طالبانو مخه نیول

په ولسي جرګه کې د هرات یوې استازې مسعوده کرخي سلام ټایمز ته وویل، «د پسرلي د موسم په پیل کې... طالبانو هڅه کوله چې د کندوز په شمول د یو شمېر ولایتونو کنټرول ترلاسه کړي،»‌

هغې وویل، «له نېکه مرغه، د خالد عملیاتو په پیلېدلو سره... د افغانستان امنیتي ځواکونو د مخالفینو د بریالیتوب مخه ونیوله،»

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون محصل نوید مؤحد وویل، د روژې په ترڅ کې په کابل کې د یو لړ ترهګریزو حملو په څېر امنیتي ستونزو سره سره، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه په دې وتوانېدل چې د طالبانو او داعش له خوا د نورو ځمکو د نیولو مخه ونیسي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په تېر ژمي کې ټول ژمی داسې اندېښنه وه چې طالبان او د داعش اورپکي به د پسرلي په پیل کې پراخ عملیات پیل کړي څو یو شمېر سیمې ونیسي او هېواد به د پخوا په نسبت ډېر نا امنه کړي،‌ خو د افغان امنیتي ځواکونو د بې جوړې اجرأتو په نتیجه کې هغوی ماتې وخوړه.»‌

په کابل کې د امنیتي چارو یوه تحلیلګر متقاعد ډګروال عبدالغفار ګردېزي وویل، که افغان حکومت غواړي چې ټول هېواد امن کړي، هغوی باید تر هغه وخته پورې چې اورپکي حمله کوي او بیا یې دوی ودروي صبر ونه کړي، بلکه حکومت باید د چمتو والي په حالت کې وي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغه عملیات چې امنیتي ځواکونو پیل کړي دي باید تر هغه وخته پورې دوام وکړي چې مخالفین له منځه وېوړل شي،»‌

وزیري تایید کړه، چې عملیات به تر هغه وخته پورې دوام وکړي چې طالبان،‌ داعش او نور دښمن ګروپونه له منځه وېوړل شي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغان ځواکونو ته بریالیتوب غواړو.

ځواب ورکړئ