امنیت

افغانستان د روسانو له خوا د طالبانو د پلوي لاسوهنې له امله اندېښنه لري

د سلیمان راپور

.افغان پلټونکي د مارچ په ۲مه په کابل کې د پولیسو په حوزه له یوه ځانمرګي بمي برید څخه یوه ورځ وروسته رامنځته شوې ویجاړتیاوې ګوري. د مارچ په ۱ په کابل کې په دوو امنیتي ادارو د طالبانو په هم مهالو ځانمرګو بریدونو کې ۱۶ کسان ووژل شول. افغان مقامات په روسیې تور لګوي چې طالبانو ته وسلې او پیسې ورکوي. [شاه مراعي/ ای اېف پي]

.افغان پلټونکي د مارچ په ۲مه په کابل کې د پولیسو په حوزه له یوه ځانمرګي بمي برید څخه یوه ورځ وروسته رامنځته شوې ویجاړتیاوې ګوري. د مارچ په ۱ په کابل کې په دوو امنیتي ادارو د طالبانو په هم مهالو ځانمرګو بریدونو کې ۱۶ کسان ووژل شول. افغان مقامات په روسیې تور لګوي چې طالبانو ته وسلې او پیسې ورکوي. [شاه مراعي/ ای اېف پي]

کابل -- که څه هم چې روسیه ادعا کوي چې په افغانستان کې د دې لپاره د طالب یاغیانو ملاتړ کوي چې د داعش پر ضد جګړه وکړي، خو افغان چارواکي وایي چې کریملېن په دې توګه د افغانستان امنیتي او ترهګرۍ ضد هڅې کمزورې کوي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري سلام ټایمز ته وویل، «روسي چارواکو په مکرر ډول ویلي چې هغوی له طالبانو سره اړیکې لري، او دا بېخي څرګنده ده،»

هغه وویل، «له طالبانو سره مرسته کول له ترهګرۍ او افراطیت سره د مرستې کولو معنی لري. یوازنۍ لاره چې د ترهګرۍ پرضد مؤثره مبارزه پرې کېدای شي هغه له افغان حکومت سره د مرستې کولو لاره ده.»

وزیري وویل، «که یو هېواد غواړي چې له افغانستان سره د سولې په پروسه کې مرسته وکړي، په کار ده چې یوازې د افغانستان له مشروع حکومت سره اړیکې جوړې کړي او نه له ترهګرو ډلو سره،»

هغه وویل، «هره مرسته چې هر هېواد له طالبانو یا کوم بل ترهګر ګروپ سره کوي، هغه به د عوامو او همدارنګه د حکومت پر ضد د بشپړې دښمنۍ عمل وګڼل شي،» او زیاته یې کړه چې له طالبانو سره د روسیې د ښکېلتیا دقیق ماهیت څرګند نه دی.

هغه وویل، «مونږ داسې هېڅ شواهد نه لرو چې وښیي چې روسیه طالبانو ته مالي او وسله وال ملاتړ برابروي،»

د وسله وال ملاتړ شواهد

د کندوز یوه پخواني والي محمدعمر ساپي وویل، له طالبانو سره د روسیې اړیکې په ۲۰۱۴ کال کې هغه وخت پیل شوې چې د کندوز ولایت لپاره د طالبانو تش په نامه والي ملا عبدالسلام اخوند د تاجکستان په کولاب کې له روسي چارواکو سره ولیدل.

ساپي سلام ټایمز ته وویل، «د روسانو له خوا طالبانو ته برابرې شوې مرستې د دې سبب شوې چې کندوز ښار دوه ځلې د طالبانو لاسونو ته ولوېږي. په حقیقت کې، روسیې له تېرو دوه کالو راهیسې د طالبانو ملاتړ کاوه او وسلې یې ورته برابرولې، او دا کار اوس هم کوي.»

هغه د وزیري د وینا پر خلاف وویل، کابل له طالبانو سره د روسانو د مالي او وسله وال ملاتړ په هکله مفصل شواهد لري، او زیاته یې کړه، «افغان حکومت دغه اسناد نه څرګندوي ځکه چې هغه نه غواړي چې له روسانو سره د افغانستان روابط خراب شي.»

ساپي وویل، «روسیې طالبانو ته نښه ویښتونکي یا سنېپر توپکونه او راکټ لانچرونه ورکړي دي،» او زیاته یې کړه چې، «د طالبانو نښه ویشتونکو په کندوز ولایت کې ګڼ شمېرعسکر وژلي دي.»

هغه وویل، سربېره پر دې، روسیه کولی شي چې له تاجکستان څخه د افغانستان په قلمرو کې جاسوسي فعالیتونه ترسره کړي.

هغه وویل، «روسیې په تاجک - افغان پوله داسې یو سیستم فعال کړی چې د کمرو په وسیله نه یوازې دا چې کولی شي د افغانستان په خاوره کې دننه تر ۴۰۰ کیلومترو پورې وړاندې څارنه وکړي بلکه همدارنګه کولی شي چې خبرې هم پرې واوري،»

له حقاني شبکې سره اړیکې

نورو افغان چارواکو د روسیې پرضد د ساپي تورونه تایید کړل.

یوې افغان امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط سلام ټایمز ته وویل، «له طالبانو او حقاني شبکې سره په اړیکو لرلو سربېره، کریملېن دغو ترهګرو ډلو ته وسلې او تجهیزات هم ورکوي،»

هغه وویل، «خواوشا ۶ میاشتې مخکې، یوه روسي هیئت له حقاني شبکې سره ولیدل. د دغه ملاقات په ترڅ کې، روسانو له دې سره موافقه وکړه چې هره میاشت حقاني شبکې ته وسلې او نور جنګي تجهیزات ور ولېږي.»

سرچینې وویل، «په کندوز او بدخشان ولایتونو کې ۱۵ روسي پوځي مشاورین دي چې له طالبانو سره مرسته کوي. تر دې چې روسانو طالبانو ته بېلابېل ډول ټوپکونه ورکړي دي.»

له داعش سره جګړه

په ولسي جرګه کې د کابل یوه استازي ذکریا ذکریا سلام ټایمز ته وویل، «له طالبانو څخه د روسانو ملاتړ د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه ده، چې د پارلمان لپاره د زغم وړ نه ده،»

هغه وویل، «افغان حکومت باید د دپلوماتیکو چینلونو له لارې له روسيې سره په دې موضوع خبرې اترې وکړي او د افغانستان اندېښنې ورته څرګندې کړي،»

«روسان له طالبانو سره د مرستې لپاره د داعش موجودیت بهانه ګرځوي، خو دا له ترهګرۍ سره د جګړې او د سولې راوستلو په برخه کې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د هڅو مخه نیسي.»

د افغانستان لپاره د روسیې سفیر الیګزاندر مانتیسکي وویل، له یاغیانو سره د کریملین اړیکې زیان رسوونکې نه دي.

د ای اېف پي په وینا، هغه په تېر دسمبر کې وویل، «مونږ له طالبانو سره د دې لپاره اړیکې لرو چې د خپلو سیاسي دفترونو، کونسلګریو او د منځنۍ اسیا د امنیت په هکله ډاډ ولرو،»

د طلوع نیوز د راپور له مخې، مانتیسکي همدارنګه په دسمبر کې وویل، «زمونږ اندېښنه دا ده چې داعش نه یوازې دا چې افغانستان ته ګواښ دی، بلکه همدارنګه هغه منځنۍ اسیا، پاکستان... هندوستان او ان روسیې ته ګواښ دی،»

د امریکاغږ په وینا، په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت قوماندان جنرال جان نېکلسن د دسمبر په میاشت کې د بهرنیو قوتونو د «ناوړه نفوذ» د غندلو په ترڅ کې وویل، «دا عام مشروعیت چې روسیه یې طالبانو ته ورکوي د حقیقت په اساس نه دی، بلکه د دې لپاره دی چې اصلا د افغان حکومت او ناټو د هڅو مخه ونیسي او جنګیالي پیاوړي کړي،»

یو د دښمنۍ عمل

افغان پوځي تحلیلګر سید محمد امین سلام ټایمز ته وویل، «د روسیې له خوا له طالبانو سره مرسته کول او د هغوی تجهیزول زمونږ د خلکو او حکومت پر ضد یو د دښمنۍ عمل دی. سربېره پر دې، له طالبانو سره د روسانو اړیکې له ترهګرۍ سره د اړیکو لرلو په معنی دي.»

هغه وویل، «له طالبانو سره د روسیې ارتباط او همکاري به په هېواد کې د ډېرې نا امنۍ سبب وګرځي. هغه د ترهګرۍ پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو جګړه پڅوي.»

دا په داسې حال کې ده چې له طالبانو سره د روسیې مرسته د دې سبب شوې ده چې یو شمېر اورپکي د دې پرځای چې د روسانو ګوډاګیان وګڼل شي د افغانستان د سولې بهیر سره یوځای شي.

د طالبانو دوه مشرانو -- خان محمد چریک او ملا سباوون -- چې د اپریل په میاشت کې په بلخ کې د سولې بهیر سره یوځای شول، وویل، د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله اخونزاده نېغ په نېغه له روسانو څخه مرسته ترلاسه کوي.

هغوی په هغه وخت کې سلام ټایمز ته وویل، د طالبانو - روسانو ارتباط هغه لوی سبب وو چې په نتیجه کې یې هغوی د سولې بهیر سره یوځای شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500