تروريزم

په عراق کې د داعش د وروستي سنګر په سقوط سره 'تاریخي فتحه'

د خالد الطائي راپور

د عراق د فدرالي پولیس ځواک غړي د ۲۰۱۷ د جولای په ۹ مه د موصل په زاړه ښار کې، وروسته له هغه چې حکومت له داعش څخه په جګړه کې د ښکېل دغه ښار ازادول اعلان کړل، د لمانځنې پر وخت د عراق ملي بیرغ ښوروي. [فاد سنا/ ای اېف پي]‌

د عراق د فدرالي پولیس ځواک غړي د ۲۰۱۷ د جولای په ۹ مه د موصل په زاړه ښار کې، وروسته له هغه چې حکومت له داعش څخه په جګړه کې د ښکېل دغه ښار ازادول اعلان کړل، د لمانځنې پر وخت د عراق ملي بیرغ ښوروي. [فاد سنا/ ای اېف پي]‌

عراق د سې شنبې ورځ / د جولای ۱۱ مه/ د یوې ملي رخصتۍ په توګه اعلان کړه او د یوې اونۍ په مخه لمانځنې او مېلې یې پیل کړې چې له داعش څخحه د موصل ازادول ولمانځي.‌

د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي د دوشنبې په ورځ‌، وروسته له هغه چې د هغه ځواکونو د هېواد په دویم لوی ښار باندې د داعش واکمني پای ته ورسوله، په موصل کې په «وحشت او ترهګرۍ» باندې برلاسي اعلان کړه.‌

العبادي چې دواړو خواوو ته یې عسکر ولاړ ول،‌ د افراطیانو پر وړاندې په جګړه کې د یوې تاریخي شېبې په توګه د موصل د بېرته نیولو هرکلی وکړ. درې کاله وړاندې، داعش په دغه ښار کې عراقي ځواکونو ته سخته ماتې ورکړې وه.‌

العبادي له لوېدیځ موصل څخه په یوه وینا کې چې په تلوېزیون خپرېده وویل، «زمونږ د نن ورځې فتحه په تیارو بری دی، دا په وحشت او ترهګرۍ بری دی، او نن زه ټولې نړۍ ته د خیالي ترهرګر دولت د ناکامېدا او نسکورېدا اعلان کوم.‌

د بري له اعلان سره سم، یو زیات شمېر خلک د بغداد او د عراق د نورو ښارونو کوڅو ته راووتل چې دغه «تاریخي بری» ولمانځي.‌

هغوی تر ناوخته پورې د پلازمېنې بغداد په عامه څلورلارو کې سره ټول ول،‌ د عراق بیرغونه یې ښورول، مشهورې نڅاګانې یې کولې او د موزیک له درزا سره یې هېوادنۍ سندرې ویلې.‌

په سرکونو کې چې له موټرونو نه ډک ول سفر کوونکو د خوښۍ چیغې وهلې، او اورلوبو د ښار اسمان روښانه کړی وو.‌

د المنصور سیمې یوه ۴۴ کلن اوسېدونکي حسین ماذن چې له خپلې کورنۍ سره د لمانځنې لپاره سرک ته راووتلی وو، وویل، «دا په ریښتیا سره یوه د نه هېرېدلو ورځ ده،»‌

هغه دیارونا ته وویل، «زمونږ اتلو ځواکونو د داعش اسطوره یي دولت له منځه وېوړ،»

د حسین ۳۷ کلنې مېرمنې، هدیل فاروق،‌ چې د عراق بیرغ یې ښوراوه وویل، «زمونږ ځواکونو یوه تاریخي بریا ترلاسه کړه او د ټولو هغو بې ګناه خلکو غچ یې واخیست چې ترهګرو وژلي ول.»‌

عراقان سره متحد شول

سلګونه خلک د بغداد په تحریر څلور لارې کې سره راټول شول.‌

مدني فعال محمد الطايی وویل، «د بشریت د دښمنانو پر ضد دغه بری دې ټولو عراقیانو او نړۍ ته مبارک وي،»‌

هغه له تحریر څلورلارې څخه دیارونا ته وویل، «نن،‌ د ظلم او بې عدالتۍ پر وړاندې عدل او ازادي برلاسې شوې ده. موصل بېرته له پلرني هېواد سره یوځای شوی، او مونږ به په خپل یووالي سره، خپل هېواد وساتو.»‌

عراقي الوتکو د دوشنبې په ماښام په موصل باندې د دغه ښار ۳ میلیونه داسې نقشې چې د عراق بیرغ پرې چاپ دی وغورځولې څو وښیي چې موصل په بشپړه توګه له نور هېواد سره یو ځای شوی دی.‌

په ختیځ موصل کې، هم د ښار په بېلابېلو برخو کې په لویه کچه لمانځنې ترسره شوې.‌

د عراق په پارلمان کې د نیناوا ولایت استازي احمد مدلول الجربه دیارونا ته وویل، «د موصل په بیا نیولو سره، د عراقيانو او په ځانګړې توګه د موصل د خلکو خوښي بې ساري ده،»‌

هغه دیارونا ته وویل، «دوه کاله وړاندې، مونږ نشوای کولی چې دا تصور وکړو چې یوه ورځ به راشي چې زمونږ ښار به ازاد شي، خو زمونږ له نظامیانو څخه مننه چې په خپلو قربانیو او زړورتیا سره یې دغه بې ساري بری ترلاسه کړ.»‌

هغه وویل، «دا بری به په هېواد کې د ترهګرو په وروستیو مورچلو کې د هغوی د ځپلو لپاره زمونږ د ځواکونو اراده لا نوره غښتلې کړي،» نوموړي زیاته کړه، «زمونږ خوښي به هغه وخت بشپړه شي چې د داعش وروستی عنصر هم زمونږ له خاورې څخه واېستل شي».‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په دې لیکنه کې راغلی متن جالب او ښکلی دی. خو د نړۍ مسلمانان باید سره یوځای شي او له اسلامي هېوادونو څخه د داعش د اورپکو او د هغوی د ملاتړو پلید او بدشګونه لاسونه پرې کړي.‌ زما په نظر، په بشپړه توګه د داعش د ریښو اېستل یو سخت کار دی ځکه چې داعش د متحده ایالاتو، اسراییلو، او د هغوی د متحدانو له خوا جوړ شوی دی. او هغوی هېڅکله هم نه غواړي چې اسلامي هېوادونه دې په خپلواکۍ او امنیت کې ژوند وکړي.‌

ځواب ورکړئ