ديپلوماسي

د فشار په زیاتېدلو سره، د افغانستان د سولې عالي شورا هڅه کوي چې نوې مشتمله ستراتیژي وکاروي

سلام ټایمز

د افغانستان د سولې عالي شورا چې له زیاتېدونکي سیاسي فشار سره مخامخ ده،‌ د جولای په ۱۰ مه داسې یوه نوې ستراتیژي اعلان کړه چې طالبان د سولې د خبرو اترو مېز ته راولي. دا عکس د اپریل په میاشت کې د سولې د عالي شورا عمومي غونډه ښیي.‌ [د سولې عالي شورا څخه په مننه]

د افغانستان د سولې عالي شورا چې له زیاتېدونکي سیاسي فشار سره مخامخ ده،‌ د جولای په ۱۰ مه داسې یوه نوې ستراتیژي اعلان کړه چې طالبان د سولې د خبرو اترو مېز ته راولي. دا عکس د اپریل په میاشت کې د سولې د عالي شورا عمومي غونډه ښیي.‌ [د سولې عالي شورا څخه په مننه]

کابل -- د سولې د رامنځته کولو د هڅو د سره یو کولو په لړ کې، افغان ولسمشر اشرف غني په دې اونۍ کې طالبانو ته داسې یو قوي پیغام ورکړ، چې سولې ته د رسېدلو لپاره د افغانانو هیله او د سولې د راتګ په لاره کې د موجودو خنډونو په هکله د هغه د کابینې زیاتېدونکي بې صبري یې منعکسوله.‌

غني د سې شنبې په ورځ / د جولای ۱۱ مه/ په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «طالبانو به ویل چې هغوی وخت درلود او لوېدیزوالو ساعتونه. نن ورځ ... زه وایم چې له طالبانو سره وخت ختمېږي او دا چې هغوی باید یو ساعت واخلي.»

د طلوع نیوز د راپور په اساس، غني وروسته له هغه دا خبرې وکړې چې د افغانستان د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي داسې یوه نوې ستراتیژي اعلان کړه چې د حکومت - طالبانو تر منځ په ټپه ولاړ حالت مات کړي.‌

هغه وویل، که طالبان د خبرو اترو بهیر سره یوځای کیږي، هغه باید د تسلیمۍ په معنی وانه خیستل شي.‌

خلیلي وویل، «کله چې د سولې د خبرو خبره کیږي، دا په دې معنی نه ده چې یره طالبان تسلیمیږي،»

د سولې د ستراتیژۍ بیا جوړول

د سولې د عالي شورا غړي اسماعیل قاسمیار وویل، د نوې ستراتیژۍ هدف دا دی چې د سولې د راوستلو په برخه کې یو هر اړخیز ملي توافق رامنځته شي.‌

هغه د جولای په ۱۲مه سلام ټایمز ته وویل، «ټولې ستونزې، خامۍ او غلطۍ چې د سولې د عالي شورا په پخوانۍ ستراتیژۍ کې لیدل کېدې، و ارزول شوې، او بیا شورا خپله نوې ستراتیژي جوړه کړه،»

«دا ځل به، د سولې بهیر د ټولو قومي شوراګانو،‌ سیاسي ګوندونو، اپوزیسیون ګروپونو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، د مدني ټولنې د موسسو او رسنیو په شمول د ټولو افغانانو په همکارۍ او ملاتړ پرمخ لاړ شي.»

قاسمیار وویل، تر نوې ستراتیژۍ لاندې به، د سولې عالي شورا د جګړې او تاوتریخوالي ټول فکټورونه وارزوي.‌ نوموړي وویل، «زمونږ ولایتي د سولې کمېټې به د جګړې ټول فکټورونه وارزوي او د هغو د له منځه وړلو لپاره به مؤثر ګامونه واخلي.»‌

هغه وویل، په نوې ستراتیژۍ کې د ښځو لپاره یو فعال رول په پام کې نیول شوی دی،‌ او زیاته یې کړه، چې د سولې عالي شورا به داسې یوه د ښځو کمېټه جوړه کړي چې د سولې د پروسې په هکله به مشوره ورکوي او څارنه به یې کوي.

قانون جوړوونکیو هیلې او شکونه څرګند کړل

په ولسي جرګه کې د کابل یوه استازي فرهاد صدیقي وویل، هغه هیله مند دی چې د سولې د عالي شورا نوې ستراتیژي به طالبان د خبرو اترو مېز ته راولي.‌

صدیقي سلام ټایمز ته وویل، سره له دې چې په وروستیو کلونو کې زرګونه طالبان افغان حکومت ته تسلیم شوي او د سولې بهیر سره یوځای شوي دي، خو لا هم جګړه په افغانستان کې روانه ده.‌

صدیقي وویل، «زه طالبانو ته وایم، تاسو له ۲۰ کالو نه ډېر په افغانستان کې جګړه وکړه، خو تاسو د افغانستان له ورانولو څخه پرته نور هېڅ لاسته راوړنه نه لرله. اوس د دې وخت دی چې ترهګري پای ته ورسوئ او په درنښت سره د سولې بهیر سره د یوځای کېدلو فرصت له لاسه ورنه کړئ.»‌

په ورته وخت کې، د افغانستان مشرانو جرګې د جولای په ۷ مه په طالبانو باندې د فشار زیاتولو په لړ کې،‌ په غني باندې تاکید وکړ چې د سولې عالي شورا دې په بشپړه توګه منحل کړي.‌

د طلوع نیوز د راپور په اساس، د مشرانو جرګې مرستیال محمد آصف صدیقي وویل، دا ډېره منطقي ده چې د سولې د عالي شورا اړوند لګښتونه د امنیتي ځواکونو په پرمختګ ولګول شي.‌

سناتور نثار حارث د بېلابېلو بهرنیو لوبغاړو له خوا د لاسوهنې په څېر ستونزو ته په اشارې سره وویل، «د سولې عالي شورا کولی شي چې د سولې لپاره جدي ګامونه واخلي، خو د پردې تر شا، یو شمېر ستونزې په څرګنده په افغانستان کې د دوامدارې سولې د رامنځته کولو لپاره د سولې د عالي شورا د پرېکړو مخه نیسي،»‌

د طلوع نیوز د راپور له مخې، صدیقي د سولې په عالي شورا د اداري فساد او د پیسو د اختلاس تور ولګاوه.‌

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500