تروريزم

د ایران له خوا د ملاتړ کېدونکې افغان ملېشې قوماندان په ایران کې ووژل شو

د ولید ابوالخیر راپور

علي جعفري، چې د ایران له خوا د ملاتړ کېدونکو افغان شیعه ملېشو د فاطمیون غونډ له مؤسسینو او جیګپوړو قوماندانانو څخه وو، روانه اونۍ په سوریه کې ووژل شو.‌ [عکس،‌ چې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی دی]

علي جعفري، چې د ایران له خوا د ملاتړ کېدونکو افغان شیعه ملېشو د فاطمیون غونډ له مؤسسینو او جیګپوړو قوماندانانو څخه وو، روانه اونۍ په سوریه کې ووژل شو.‌ [عکس،‌ چې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی دی]

قاهره -- یوې افغان ملېشې، چې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ سره تړاو لري،‌ په سوریه کې د خپلو جیګپوړو قوماندانانو او مؤسسینو له ډلې څخه یو له لاسه ورکړ، چې د تحلیلګرانو په وینا دا به د یادې ملېشې په جوړښت او د هغې د جنګیالیو په مورال بد تاثیر وکړي.‌

د فاطمیون غونډ،‌ چې له افغان شیعه اجیرانو څخه تشکیل شوی دی،په سوریه کې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ، حزب الله او د ایران له خوا ملاتړ کېدونکیو نورو ملېشو تر څنګ جګړه کوي.‌

د قاهرې پوهنتون د دوکتورا محصل شهیار تورکو چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د تمویلاتو په هکله څېړنه کوي وویل، «د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ او فاطمیون غونډ عناصرو پورې د اړوندو ټولنیزو رسنیو پاڼو تایید کړې چې د فاطمیون غونډ مرستیال قوماندان علي جعفري په سوریه کې په روانو جګړو کې ووژل شو،»

هغه دیارونا ته وویل، جعفري هغه وخت ووژل شو چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ اړوندو نورو ګروپونو تر څنګ یې جګړه کوله.‌

د افغان شیعه ملېشې فاطمیون غونډ چې د ایراني افسرانو تر قوماندې لاندې جګړه کوي، په بادیه سیمه کې د سوریې د حکومت پلوو سرتېرو تر څنګ فعالیت کوي. [عکس، چې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی دی]‌

د افغان شیعه ملېشې فاطمیون غونډ چې د ایراني افسرانو تر قوماندې لاندې جګړه کوي، په بادیه سیمه کې د سوریې د حکومت پلوو سرتېرو تر څنګ فعالیت کوي. [عکس، چې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی دی]‌

هغه وویل، د ایران فارس خبري اژانس هم د جولای په ۱۲مه د هغه مړینه تایید کړه او هغه یې د فاطمیون غونډ د یوه قوماندان په توګه او مؤسسینو څخه یاد کړ.‌

تورکو وویل، «جعفري وروسته له هغه د غونډ تر ټولو غښتلې څېره او جیګپوړی قوماندان وګرځېد چې د یاد غونډ قوماندان علي توسلي په ۲۰۱۵ کال کې د درا په جګړو کې ووژل شو،»

د ایران جام نیوز خبري اژانس د جولای په ۹ مه راپور ورکړ، چې د قوماندان محمد ابراهیمي په شمول چې د ایران له قم ښار څخه راغوښتل شوی وو، په فاطمیون غونډ کې نور مهم کسان هم په وروستیو کې په سوریه کې وژل شوي دي.‌

د ملېشې مورال ته سخت ګوزار

تورکو وویل،‌ «د رژیم ځواکونو دغه ملېشه په ښکاره یوې داسې جګړې ته ورټېل وهله چې نتیجه یې د هغوی لپاره ناورین زېږوونکې وه،»

هغه وویل، «دغه ډول ګوزارونه بې له شکه د دغو فرقه یي ملېشو، چې غړي یې د اجیرانو په توګه جګړه کوي، په مورال باندې بد تاثیر کوي،»‌

هغه وویل، سربېره پر دې، هغه د جګړې په ډګر کې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د افسرانو په بڼه یا له فرقه یي ملېشو څخه د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د ملاتړ له لارې په سوریه کې په روانه جګړه کې د ایران د ښکېلتیا لا نور شواهد په ګوته کوي.

هغه وویل، «فاطمیون غونډ یوه له هغو فرقه یي ملېشو څخه ده چې په ۲۰۱۴ کال کې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا په دې پلمه جوړه شوه چې د سپیڅليو زیارتونو ساتنه وکړي،»

هغه په ایران کې د اوسېدونکیو نژدې ۳ میلیونو افغانانو له منځه جنګیالي استخداموي.‌

د ایراني رسنیو په وینا، دغه غونډ خواوشا ۲۰ زره جنګیالي لري، او د نورو رسنیزو راپورونو له مخې، هغه په سوریه کې جنګېدونکیو هغو بېلابېلو ملېشه ډلو څخه چې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ یې حمایه کوي، تر ټولو ډېر تلفات لیدلي دي.‌

په سوریه کې سخته جګړه

د سوریې په دښته کې د فعالیت کوونکې ډلې،‌ ازادې سوریې پوځ، د یوه افسر ریاد شهود په وینا، «ډېر احتمال شته چې علي جعفري او له هغه سره د فاطمیون غونډ د ملېشې یو زیات شمېر عناصر په هغو جنګونو کې وژل شوي وي چې د سوریې په بادیه سیمه کې پېښې شوې،»

هغه دیارونا ته وویل، د سوریې د رژیم ځواکونه، چې د وسله والو ملېشو او هوایي او توپچي ملاتړ ورسره دی، د جولای له ۷ مې راهیسې هڅه کوي چې په بادیه سیمه کې پرمختګ وکړي.

هغه وویل، د ازادې سوریې د پوځ ګروپونه د هغوی مخې ته ور ووتل او سخته جګړه ونښتله، او زیاته یې کړه چې د ازادې سوریې پوځ د رژیم ځواکونو او د هغوی متحدینو ته د سر درانه تلفات ور واړول.‌

هغه وویل، «فاطمیون غونډ یو له هغو ملېشو څخه وو چې په هغو جګړو کې یې د رژیم له پوځ سره څنګ په څنګ برخه واخیسته، او دا له هغو جسدونو او شخصي شیانو څخه ښکاره څرګنده شوه چې د جګړې په ډګر کې پاتې شوي ول،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اسلامي امت ته سلامونه! اوس چې آل سعود او له ملعون البغدادي نه رانیولې تر نورو ټولو ترهګرو پورې د آل سعود هراجیر ترهګر دوزخ ته لېږل شوي، اوس تاسو کولی شئ لاړ شئ او ویر پرې وکړئ! درود دې وي د فاطمیون غونډ پر شهیدانو! ستاسو ارواوې دې د کربلا د شهیدانو له ارواوو سره یوځای شي،‌ او ستاسو دښمنان دې وشرمېږي.‌

ځواب ورکړئ

یوه ګولۍ چې د فاطمیون غونډ له یوه ټوپک څخه وارول کیږي هغه له ټولو هغو عبادتونو او دعاګانو څخه غوره ده چې مونږ او تاسو یې په ګډه کوو.‌ په حقیقت کې، هغوی د اسلام ریښتني عسکر دي.‌ مونږ له هغو رسنیو څخه چې د غرب او د سعود کورنۍ له خوا حمایه کیږي، له دې ایسته د څه تمه نشو کولی. تاسو باید په دې پوه شئ چې مونږ به خامخا په تاسو پسې درشو، ان شاءالله!

ځواب ورکړئ

تاسو بد [نه لوستل کېږي]، بې کاره مزدوران یئ! دا [نه لوستل کیږي]‌ تاسو بې عزته [نه لوستل کیږي]‌ په خپلو خپرونو سره.‌..

ځواب ورکړئ

نن چې په افغانستان کې د داعش له خوا هر ظلم او جبر کيږي يو علت يې همدغه هزاره مليشې دي چې به سوريه کې د اسد د جابر رژيم تر څنګ وجنګيدې او د داعش ځناورو ته يې پلمه ورکړه چې افغانان د اسد د رژيم ملاتړ کوي. دا هزاره ګان دومره پست خلک دي چې د ايران د کثيف او افغان دښمنه رژيم د ګټو د سلتنې لپاره د سپو په څېر جګړه کوي.

ځواب ورکړئ

ستاسو خبره صحیح ده. زه شیعه یم او زما له خاین او د خاورې خرڅوونکي څخه کرکه کیږي.‌

ځواب ورکړئ