امنیت

د داعش خراسان څانګې په یوه کال کې درېیم مشر هم له لاسه ورکړ

سلام ټایمز

افغان امنیتي ځواکونه د جون په ۱۶ مه د ننګرهار ولایت په توره بوړه کلي کې د داعشي اورپکو د لټون لپاره ګزمه کوي. امریکايي عسکرو د داعش د خراسان څانګې مشر د جولای په ۱۱ مه په کونړ ولایت کې وواژه. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

افغان امنیتي ځواکونه د جون په ۱۶ مه د ننګرهار ولایت په توره بوړه کلي کې د داعشي اورپکو د لټون لپاره ګزمه کوي. امریکايي عسکرو د داعش د خراسان څانګې مشر د جولای په ۱۱ مه په کونړ ولایت کې وواژه. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کونړ -- ایتلافي ځواکونو د داعش د افغانستان د څانګې مشر تېره اونۍ وواژه،‌ او په دې توګه یادې ډلې په یوه کال کې دننه په درېیم ځل خپل مشر له لاسه ورکړ.‌

د متحده ایالاتو پوځ د جولای د ۱۴مې په یوه خبرپاڼه کې وویل،‌ ابوسعید له یو شمېر نورو اورپکو سره یوځای د جولای په ۱۱ مه په کونړ ولایت کې ووژل شو.‌

د افغان ولسمشر اشرف غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وویل، «د ایتلاف دا هوایي برید، چې په افغانستان کې د داعش درېیم مشر یې وواژه، په افغانستان کې د داعش د له منځه وړلو لپاره د حکومت او د هغه د نړیوالو ستراتیژیکو متحدانو قاطعیت ښیي،»‌

مینه پال سلام ټایمز ته وویل، «د افغان ځواکونو او د هغوی د متحدانو له خوا د داعش د مشرانو؛‌ حافظ سعید، عبدالحسیب،‌ او ابوسعید وژلو داعش لا نور کمزوری کړی دی،‌ او مونږ هوډ لرو چې داعش په ټول افغانستان کې وځپو،»‌

د دفاع وزارت یوه ویاند جنرال محمد رادمنش وویل، «افغان امنیتي ځواکونو د قاطع ملاتړ عملیاتو د ځواکونو په همکارۍ په ننګرهار ولایت کې مېشت د داعش فعالان په نښه کړل،‌ او یوه سخته ماتې یې ورکړه،»‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ابو سعید او د هغه یو شمېر جنګیالي چې له ننګرهار څخه کونړ ولایت ته تښتېدلي ول، د افغان ځواکونو په همکارۍ د قاطع ملاتړ عملیاتو د هوایي بمبار په نتیجه کې ووژل شول،»‌

رادمنش وویل، دغه عملیات ثابتوي چې داعش په افغانستان کې هېڅ خوندي پټنځای نه لري.

د ای اېف پي د راپور له مخې، جنرال جان نکلسن چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو لارښوونه کوي، وویل،‌ «مونږ به تر هغه وخته خپلو عملیاتو ته دوام ورکړو چې هغوی له منځه لاړ شي.‌ په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې لپاره هېڅ خوندي ځای نشته،»‌

ډېرېدونکي زیانونه

د ۲۰۱۵ له جنورۍ راهیسې چې داعش د خپلې خراسان څانګې د جوړښت اعلان کړی دی، دغه ګروپ ته د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او ایتلافي ځواکونو له خوا سخت تلفات وراوښتي دي.‌

د ای اېف پي د راپور له مخې، د پنتاګون چارواکي وایي چې اوس په افغانستان کې د دغې ډلې شمیر له ۱۰۰۰ تنو څخه راکم شوی دی.‌

د اپریل په میاشت کېد متحده ایالاتو پوځ د ننګرهار ولایت په یوه لیرې پرته سیمه کې د داعش په تونلونو باندې خپل تر ټولو غټ غیر اتومي بم ور وغورځاوهچې د افغان حکومت په وینا لږ تر لږه ۹۰ غړي یې ور ووژل.‌

څو ورځې وروسته، د داعش د خراسان څانګې پخوانی مشر عبدالحسیب همپه ننګرهار ولایت کې د ځانګړیو ځواکونو په یوه هدفي برید کې ووژل شو.‌

حافظ سعید چې له حسیب نه مخکې د داعش د خراسان څانګې مشر وو د ۲۰۱۶ په جولای کې په ننګرهار ولایت کې وژل شوی وو.‌

په وروستیو میاشتو کې د داعش د تلفاتو ډېرېدا جاري وه، او په وروستیو کې په توره بوړه کې لا ډېره شوه.‌

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، افغان ځواکونو داعش د ننګرهار ولایت له تورې بوړې څخه د جون د ۱۷ - ۱۸ د عملیاتو په ترڅ کې واېست. دغې ماتې د داعش دا پلانونه شنډ کړل چې خپل د خراسان څانګې مرکز هلته جوړ کړي.‌

په ولسي جرګه کې د کابل یوه استازي فرهاد صدیقي سلام ټایمز ته وویل، «سږکال، داعش په افغانستان کې په څو دلیلونو سخت وځپل شو،‌ چې تر ټولو لوی دلیل یې دا وو چې داعش او د هغه ایډیالوژي د افغانستان له کلتور سره سمون نه لري،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هیله ده چې زمونږ امنیتي ځواکونه به هره ورځ د پام وړ پرمختګونه وکړي.‌

ځواب ورکړئ