تروريزم

د افغان ځواکونو له خوا د طالب مشرانو په له منځه وړلو سره یې کشران په ډلو وېشل کیږي

د اعزازالله راپور

افغان امنیتي پرسونل د جولای په ۱۷مه د هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې په یوه هاموی کې ګرځي، په داسې حال کې چې یو سړی د یوه طالب اورپکي، چې په امنیتي عملیاتو کې وژل شوی دی، جسد ګوري. [نورمحمد/ ای اېف پي]

افغان امنیتي پرسونل د جولای په ۱۷مه د هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې په یوه هاموی کې ګرځي، په داسې حال کې چې یو سړی د یوه طالب اورپکي، چې په امنیتي عملیاتو کې وژل شوی دی، جسد ګوري. [نورمحمد/ ای اېف پي]

کابل -- امنیتي چارواکي او تحلیلګران وایي، چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په وروستیو اونیو کې د طالبانو پر ضد یوه سلسله بریاوې ترلاسه کړي دي، او ډېرېدونکيو تلفاتو د طالبانو په منځ کې داخلي جنګونو او د رهبرۍ په برخه کې د ستونزو راټوکېدلو ته لاره هواره کړې او د طالبانو دا وړتیا یې متاثره کړې چې مؤثره جګړه وکړي.‌

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وویل، «که څه هم چې افغان امنیتي ځواکونه له تخنیکي ستونزو سره مخامخ دي او لا هم تجهیزاتو ته اړتیا لري، خو هغوی کولی شی چې د ترهګرو فعالیتونه کشف او شنډ کړي او له خپلو خلکو څخه دفاع وکړي،»‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «اوس افغان امنیتي ځواکونه کولی شي چې په ډېرو لږو تلفاتو وسله وال اپوزیسیون ته ماتې ورکړي،»‌

د طالبانو ډېرېدونکي تلفات

د ملي امنیت د ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي سلام ټایمز ته وویل، وروستي عملیات ښیي چې افغان امنیتي او استخباراتي ځواکونه څنګه دا وړتیا لري چې له هېواد څخه دفاع وکړي او د ترهګریزو بریدونو مخه ونیسي.‌

د افغان ملي اردو عسکر د ۲۰۱۷ د می په ۲۳مه د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې ګزمه کوي. [جاوېد تنویر/ ای اېف پي]

د افغان ملي اردو عسکر د ۲۰۱۷ د می په ۲۳مه د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې ګزمه کوي. [جاوېد تنویر/ ای اېف پي]

ځایي رسنیو راپور ورکړ، چې د می د وروستۍ اونۍ په ترڅ کې، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په لوګر او کندوز ولایتونو کې یوه سلسله ځمکني او هوایي عملیات ترسره کړل، او د قوماندانانو په شمول یې لږ تر لږه ۲۰ تنه طالب اورپکي ووژل.‌

تلفات او زیانونه په ډېرېدلو دي

د دفاع وزارت وویل، د جون په لومړیو کې یو ځل د ۲۴ ساعتونو په دوران کېطالب یاغیانو ته د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي او ځمکنیو عملیاتو په وسیله درانه تلفات ور واوښتل.‌

د دفاع وزارت په وینا،‌ د میدان وردک ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې په یوه ترسره شوي هوایي برید کې لږ تر لږه ۲۳ تنه اورپکي ووژل شول. د طالبانو وسلې، مهمات او نور نظامي تجهیزات ویجاړ کړای شول.

په یوه جلا عملیات کې چې په غزني ولایت کې ترسره شو، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ۷ تنه طالبان ووژل، په داسې حال کې چې په کندوز ولایت کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیاتو ۱۳ تنه یاغیان ووژل.‌

په هلمند ولایت کې، ۸ تنه نور اورپکي ووژل شول او ګڼ شمېر عرادې ویجاړې کړای شوې، او دوه تنه نور اورپکي په کاپیسا ولایت کې ووژل شول.

د ځایي چارواکو په وینا، په یوه ډېر تازه برید کې چې د دوشنبې په ورځ / د جولای ۱۷ مه/ ترسره شو، افغان هوایي ځواک د کندوز ولایت لپاره د طالبانو تش په نامه مرستیال والي او درې نور یاغیان وژل.‌ د چاردرې ولسوالۍ یو پخوانی تش په نامه ولسوال هم ووژل شو.‌

په همدې ورځ،‌ افغان سرتېرو او ځایي خلکو د غور ولایت په تیوره ولسوالۍ کې د اورپکو یوه حمله په شا وتمبوله او لږ تر لږه ۱۳ تنه طالبان یې ووژل.‌

افغان ملي اردو وویل، تېره اونۍ، افغان ځواکونو په اروزګان ولایت کې هغه ۷۰ تنه سرتېري وژغورل چې طالبانو له ۱۰ میاشتو راهیسې محاصره کړي ول،او په دغو عملیاتو کې له ۶۰ څخه طالب اورپکي ووژل شول.‌

په ورته وخت کې، ځایي رسنیو راپور ورکړ، چې سرتېرو د خالد عملیاتو په لړ کې د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې ۲۲ تنه اورپکي ووژل او ۱۷ کلي یې د یاغیانو له ولکې څخه پاک کړل.‌

د طالبانو د ډلې غړي مجبور شوي چې پټ شي

د ولسمشر اشرف غني یوه ویاند دواخان مینه پال وویل، غني د امنیتي انتقال په بهیر او د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو تر مشرۍ لاندې عملیاتو په بریاليتوب خوښ دی.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د افغان ځواکونو د بریالیتوب تر شا موجود راز له افغان عوامو او مقاماتو سره د هغوی همغږي دی،»‌

د دفاع وزارت ویاند جنرل دولت وزیري وویل، «افغان امنیتي ځواکونو په وروستیو وختونو کې بې ساري اجرأت درلودلې او په یو شمېر ولایتونو کې یې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي،»‌

هغه وویل، «افغان امنیتي ځواکونو [په می کې] د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ او یو شمېر نورو ولایتونو کې د مخالفینو د حملو په مقابل کې سخت مقاومت وکړ،‌» او زیاته یې کړه چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په کندهار ولایت کې ۱۷ تنه یاغیان ووژل او د زرګونو یاغیانو په مقابل کې یې د هلمند ولایت دفاع وکړه او هغوی یې پر شا تګ ته مجبور کړل.‌

وزیري وویل، «په ننګرهار، هلمند او کندهار ولایتونو کې د یاغیانو پر ضد جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو بې ساري لاسته راوړنو د هغوی مورال لوړ کړ،‌ او د هغوی د نظامي او معلوماتي وسایلو کیفیت هم انکشاف موندلی دی،»‌

په کابل کې د سیاسي چارو تحلیلګر غفوراحمد جاوېد وویل، طالبان او نور اورپکي چې نشي کولی د جګړې په ډګر کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په وړاندې ودرېږي، پر شا تګ کوي او دفاعي وضعیت نیسي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ وینو چې یاغیان د عامو خلکو په منځ کې پټېږي ځکه چې هغوی دا زړه یا ځواک نه لري چې زمونږ له اردو او امنیتي ځواکونو سره مخامخ شي. له همدې امله ده چې هغوی په جوماتونو او ښوونځیو باندې بریدونه ترسره کوي.»‌

'مونږ په خپلو عسکرو ویاړو'

د ولسي جرګې غړې، متقاعدې جنرالې نظیفې ذکي، وویل،‌ هغه د افغان ځواکونو په دې وړتیا افتخار کوي چې په هېواد کې امنیت برابروي او یاغیانو ته درانه تلفات وراړوي.‌

نظیفې سلام ټایمز ته وویل، «مونږ باید په خپلو عسکرو وویاړو؛ هغوی ریښتني اتلان دي او د افغانانو اعتماد یې ګټلی دی،»‌

هغې زیاته کړه، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د لاسته راوړنو په لیدلو سره، نورو ځوانانو هم له دې سره مینه ښودلې چې د امنیتي ځواکونو له لیکو سره یوځای شي.‌

په کابل کې د پوځي چارو یوه تحلیلګر جاوېد کوهستاني وویل،‌ د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیاتو نه یوازې دا چې د افغانستان په سیمو یې د ترهګرو کنټرول کم کړی دی، بلکه همدارنګه یې حکومت ته دا وړتیا ورکړې چې دښمن په یوه کړۍ کې را ایسار کړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «سره له دې چې امنیتي ځواکونه لا تر اوسه هم بهرنۍ مالي مرستې ته اړتیا لري، خو دا هغوی دا وړتیا چې له خپل هېواد څخه دفاع وکړي، مخ پر ودې روانه ده،»‌

هغه وویل، د دغه بریالیتوب په لیدلو سره، «افغانان د خپلو شخصي راتلونکي وخت په هکله مثبت فکر کوي او د دې وړتیا احساس ورکوي چې خپله خاوره وساتي،»‌

د کابل یوه ۶۰ کلن اوسېدونکي حسین وویل، «ما دا باور نشو کولی چې زمونږ امنیتي ځواکونه دې دومره غښتلي وي...‌ او دا چې هغوی دې له عامو خلکو سره داسې ښه چلند وکړي،»‌

د طالبانو خپلمنځي جګړې

وزیري وویل، «د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د بریالیتوب پرعکس،‌ طالبان په بېلابېلو ډلو وېشل کیږي. دا چې هغوی نشي کولی چې د اردو په وړاندې جګړه وکړي، هغوی په دې برخه کې په خپلو کې سره استدلال کوي چې څنګه راشي او تسلیم شي.»

هغه وویل،‌ «په جون کې،‌ سره له دې چې مونږ هره ورځ داسې خبرونه لرل چې افغان ځواکونه هره ورځ په هلمند او هرات ولایتونو کې لسګونه طالبان وژني، خو یاغیانو په هرات ولایت کې جګړې ته دوام ورکړ،‌»

وزیري وویل،‌ «اوس مشران په دوه ډلو وېشل دي؛‌ هره ډله غواړي چې د یاغیانو رهبري وکړي،‌ او وروسته له هغه چې افغان ځواکونو د هغوی د سر مشران ووژل،‌ هغوی اوس د مشرۍ په سر په خپلو کې سره جګړې کوي،»‌

هغه وویل، «افغان امنیتي ځواکونو وکولی شوای چې د یاغیانو دا هڅې شنډې کړې چې د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې خپلې عملیاتي ساحې پراخې کړي، او ځواکونو هر ځل د هغوی حملې په شا وتمبولې،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ههههه پر دې دولت وزیري شننه

ځواب ورکړئ

په ولایتونو کې د افغانستان استخباراتي څانګې هېڅ کار نه کوي.‌ په کار دی چې د استخباراتو په سکټور کې ډېر کارونه وشي. په دې نړۍ کې به هغه هېواد بریالی وي چې قوي استخبارات ولري.‌

ځواب ورکړئ