تروريزم

افغان ځواکونو د کندهار په بېس باندې د طالبانو د پراخ برید په مقابل کې 'زړور مقاومت' وکړ

سلام ټایمز

د افغان ملي اردو عسکر د می په ۲۳ مه د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ګزمه کوي. د کندهار ولایت په یوه پوځي مرکز د جولای په ۲۵ مه د طالبانو په یوه برید کې ۲۶ تنه عسکر ووژل شول.‌ [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

د افغان ملي اردو عسکر د می په ۲۳ مه د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ګزمه کوي. د کندهار ولایت په یوه پوځي مرکز د جولای په ۲۵ مه د طالبانو په یوه برید کې ۲۶ تنه عسکر ووژل شول.‌ [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

کندهار -- د دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ / د جولای ۲۶ مه/ وویل، په کندهار ولایت کې په یوه پوځي مرکز د طالبانو د څو ساعته جګړې په ترڅ کې لسګونه طالب اورپکي او افغان عسکر ووژل شول.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري سلام ټایمز ته وویل، چې طالب اورپکو «تېره شپه [سې شنبه، د جولای ۲۵ مه] د کندهار ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې په یوه پوځي کمپ برید وکړ، او د افغان ملي اردو ۲۶ تنه عسکر یې ووژل او ۱۳ تنه نور یې ټپیان کړل،»‌

هغه ای اېف پي ته وویل، افغان عسکرو «په مېړانه مقاومت وکړ»،‌ او له ۸۰ تنو څخه ډېر یاغیان یې ووژل.

د سیمې اوسېدونکیو وویل چې دا یو پراخ برید وو چې د سلګونو طالبانو د یوه کاروان له خوا چې له بېلابېلو خواوو څخه راغلي ول، ترسره شو.‌

په کندهار کې یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، سلام ټایمز ته وویل، «لسګونه طالبان چې په ۲۰ موټرو کې سپاره ول، تیره شپه په ۱۱ بجې د کندهار د نېش او میانشین ولسوالیو له خوا [دغې سیمې ته راورسېدل].»

هغه وویل، دغه جګړه درې ساعته روانه وه.‌

د ای اېف پي د راپور له مخې، د کندهار ولایت دهوایي ځواک قوماندان جنرال رازق شېرزي وویل، «مونږ ګڼ هوایي بریدونه ترسره کړل او لسګونه طالبان مو ووژل. زمونږ الوتکو ټپي شوي عسکر د کندهار روغتونونو ته انتقال کړل،»‌

طالبانو د ټوېټر له لارې د پېښې مسؤلیت پرغاړه واخیست.‌

د سلام ټایمز سرچینې وویل، په بېس کې موجودو عسکرو د طالبانو مکرر ګواښونه وننګول.‌

هغه وویل، «طالبانو څو ځلې دغه بېس ته قومي مشران ور ولېږل چې تاکید پرې وکړي چې هغه ځای ترک کړي‌،‌ خو د افغان ملي اردو سرتېرو د هغوی غوښتنې رد کړې.‌ عسکرو وویل، چې هغوی به دغه بېس او سیمه وساتي،»‌

د مرګونو بریدونو لړۍ

طالب اورپکو د افغان سرتېرو پر ضد خپل کمپاین ته زور ورکاوه، او د اوړي په جریان کې،‌ چې په توده هوا کې د اورپکو په بریدونو کې زیاتوالی راځي، یې د نا امنۍ په زیاتېدلو تاکید کاوه.‌

د متحده ایالاتو د یوې څارونکې موسسې، د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړی سر پلټونکی (سیګار)،‌ په وینا په ۲۰۱۶ کال کې د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو شمېر ۳۵٪ زیات شو، چې ۶۸۰۰ عسکر او پولیس ووژل شول.‌

په ۲۰۱۷ کال کې اورپکو په یو شمېر پوځي او ملکي تاسیساتو بریدونو کې درانه تلفات واړول.

د اونۍ په پای کې،‌طالبانو د غور ولایت په یوه روغتون کې ۳۵ تنه ملکیان ووژل.

په اپریل کېله مزارشریف څخه بهر په یوه بېس باندې شوي برید کې باور کیږي چې لږ تر لږه ۱۳۵ تنه عسکر ووژل شولچې دا په یوه پوځي مرکز باندې د طالبانو له تر ټولو مرګونو بریدونو څخه یو وو. ځینې سرچینې دغه شمېر تر ۲۰۰ پورې یادوي.‌

د مارچ په لومړیو کې وسله والو سړیو چې د ډاکټرانو لباسونه یې اغوستي ول< په کابل کې د هېواد په تر ټولو لوی پوځي روغتون -- سردار داودخان روغتون باندې برید وکړاو لسګونه کسان یې ووژل.‌

طالبان په کندهار ولایت کې چې ډېر کوکنار په کې کرل کیږي، ډېر حضور لري او هلته یې په امنیتي ځواکونو باندې مکرر بریدونه کړي دي چې په دې لړ کې یې د می په میاشت کې په پوځي مرکزونو باندې هم ګڼ بریدونه وکړل او لسګونه عسکر یې ووژل.‌

د ملګرو ملتونو یوه تازه راپور کندهار، چې له پاکستان سره پوله لري، داسې وښود،‌ چې د ملکي خلکو لپاره یو له تر ټولو خطرناکو ځایونو څخه دی.

چارواکو وویل چې طالبانو د اونۍ په پای کې په کندهار ولایت کې له ۷۰ څخه ډېر کلیوال وتښتول.‌ د ۷ کسانو مړي پیدا شول او خواوشا ۳۰ کسان بېرته راستانه شول، په داسې حال کې چې افغان پولیسو د یرغمل نیول شویو کسانو د خلاصون لپاره د لټون او نجات عملیات پیل کړي دي.‌

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دخاکريز والسولى په بيس بريد تقريبن (70)کسانو نه زيات داورده منسبين شيهدان شوى دى دافغانستان خکومت دورغ وايى صرف دشرقى زونه تقريبن د(30)يا35کسان وو

ځواب ورکړئ