د ښځو حقوق

د افغانستان زن تلوېزیون د ښځو لپاره پلاټفورم جوړوي

د نجیب الله راپور

سم چې کتونکي د ژورنالستانو پر ضد د تاوتریخوالي د ۳۵٪ زیاتوالي خبره کوي، په ورته وخت کې بیا د افغان رسنیو اواز یو نوی زور ترلاسه کوي. [ای اېف پي تلوېزیون]‌

کابل -- یوه نوې رسنۍ چې یوازې د ښځو مسایلو ته ځانګړې شوې ده د ژورنالستانو پر ضد د طالبانو د کلونو اوږدې زورونې او تاوتریخوالي پر ضد مقابله کوي.‌

زن تلوېزیون د می په ۲۱مه خپرونې پیل کړې. هغه بېلابېلې کلتوري، هنري، تفریحي، سیاسي او ټولنیزې خپرونې کوي چې ټولې یې پر ښځو متمرکزې وي.

دغه چینل -- چې یو له هغو سلګونو اخبارونو، تلوېزیون او راډېو سټېشنونو،‌ او وېب سایټونو څخه دی چې له ۲۰۰۱ کال څخه وروسته پيل شول -- په افغاني ټولنه کې یو بې ساري رول لوبوي.‌

د زن تلوېزیون رییس غلام جان میرګان سلام ټایمز ته وویل، «د دې تلوېزیون سټېشن د جوړولو هدف دا وو چې هڅه وشي چې د ښځو حقونه خوندي کړای شي او د دغسې حقونو په هکله خبرتیا زیاته کړای شي،»

د زن تلوېزیون د سهارنۍ نندارې (بامشاد) کوربنه د می په ۲۸ مه د خپل پروګرام له پیلولو څخه مخکې مشق کوي. [نجیب الله]‌

د زن تلوېزیون د سهارنۍ نندارې (بامشاد) کوربنه د می په ۲۸ مه د خپل پروګرام له پیلولو څخه مخکې مشق کوي. [نجیب الله]‌

د میرګان په وینا، زن تلوېزیون ۷۰ کارمندان لري، چې ۴۸ تنه یې ښځې دي. ټول هغه کارمندان چې په تلوېزیون راښکاره کیږي ښځې دي،‌ او نارینه همکاران یې ورته مواد برابروي او د عکاسانو په توګه کار کوي.‌

هغه وویل، «په داسې حال کې چې په افغانستان کې ژورنالیزم د سړیو لپاره یوه ننګونه ده، هغه د ښځو لپاره یوه لا غټه ننګونه ده،»‌ او زیاته یې کړه چې له دغو ننګونو سره سره هم باید د ولسواکۍ او د ښځو د حقونو لپاره هڅې دوام وکړي.

د ژورنالستانو پر ضد تاوتریخوالی

د افغان ژورنالستانو د خوندیتوب کمېټې (AJSC) په یوه راپور کې چې د سې شنبې په ورځ / د جولای ۲۵مه/ خپور شو،‌ وویل، چې د ۲۰۱۷ په لومړۍ نیمایي کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۰ تنه ژورنالستان وژل شوي دي،چې د تېر کال د عین مودې په پرتله په ژورنالستانو باندې په ترسره شویو بریدونو کې ۳۵٪ زیاتوالی ښیي.‌

په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د رسنیو په کارکوونکیو باندې په ترسره شویو اکثرو بریدونو کې طالب او د داعش اورپکو لاس درلود.‌

د افغان ژورنالستانو د خوندیتوب کمېټې (AJSC) رییس نجیب شریفي خبریالانو ته وویل، «په ولایتونو کې د یاغیانو ګروپونه په ژورنالستانو باندې زور راوړي چې خپل مواد پخپله سانسور کړي او ورته وایي چې یا دې هغه څه خپروي چې هغوی یې غواړي یا دې خپل سټېشنونه بند کړي،»‌

د افغان ژورنالستانو د خوندیتوب کمېټې (AJSC) په وینا، ۲۰۱۶ کال په افغانستان کې د ژورنالستانو لپاره تر ټولو خونړی کال وو، چې لږ تر لږه ۱۳ تنه د رسنیو کارکوونکي په کې ووژل شول.

که تاوتریخوالي په همدې بڼه روان وي، کېدای شي چې سږکال بیا هم په افغانستان کې د ژورنالستانو لپاره یو مرګونی کال وګرځي.

د ښځو لپاره یو غږ

په داسې حال کې چې په افغانستان کې ټول ژورنالستان له نا امنۍ سره مخامخ دي، ښځینه ژورنالستانې په ښځو باندې د تحمیل شویو ټولنیزو او کلتوري محدودیتونو په وړاندې مبارزه کوي.‌

د زن تلوېزیون د سیاسي څانګې رییسې مهریې افضلي سلام ټایمز ته وویل، «په امنیتي اندېښنو سربېره، په ټولنه کې د یوې کارکوونکې ښځې لپاره لومړنۍ ننګونه دا ده چې څنګه له خپلې کورنۍ او خپلوانو او بیا په ټولنه کې له نورو سره جوړجاړی وکړي. خو مونږ په کلک هوډ سره کار ته دوام ورکوو او مونږ باید استقامت ولرو.»‌

مهریې له زن تلوېزیون سره له کار پیلولو څخه مخکې له بېلابېلو رسنیو سره دوه کاله کار کړی دی.

هغې وویل، «سم چې ما واورېدل چې د ښځو لپاره په ځانګړې توګه یو چینل جوړ شوی دی، ما ورسره کار پیل کړ. ما تل غوښتل چې د افغانو ښځو خدمت وکړم... او ما غوښتل چې د ښځو غږ واوسم.»

مهریې افضلي وویل، په زن تلوېزیون کې د هغې د پروګرامونو هدف دا دی چې ښځې د هغوی د حقونو په هکله وپوهوي او په کورنیو کې له ښځو سره د سړیو ملاتړ ترلاسه کړي.‌

فریال احمدي چې ۲۶ کاله عمر لري او په کابل کې په یوه خصوصي پوهنتون کې زده کړه کوي، وویل، «افغانې ښځې لا نورو معلوماتو ته ضرورت لري چې خپل حقونه او مسؤلیتونه په صحیح توګه وپېژني،»‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «رسنۍ، او په ځانګړې توګه راډېو او تلوېزیون، کولی شي چې د ښځو د معلوماتو او خبرتیا د زیاتولو په برخه کې یو مؤثر رول ولوبوي.‌

هغې وویل، «مونږ د ښځو لپاره د یوې ځانګړې رسنۍ جوړېدا ستایو، ځکه چې ښځینه خبریالانې د ښځو مسایل په لا ډېر دقت سره غبرګوي او د هغوی اړتیاوو ته دقیقه پاملرنه کوي،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

جالبه ده.‌ خو په لاندی پاراګراف کی په ورکول شوي لینک، (د افغان ژورنالستانو د خوندیتوب کمېټې (AJSC) په یوه راپور کې چې د سې شنبې په ورځ / د جولای ۲۵مه/ خپور شو،‌ وویل، چې د ۲۰۱۷ په لومړۍ نیمایي کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۰ تنه ژورنالستان وژل شوي دي،چې د تېر کال د عین مودې په پرتله په ژورنالستانو باندې په ترسره شویو بریدونو کې ۳۵٪ زیاتوالی ښیي.‌) می کلیک وکړ لاکن د راپور په ځای یی داسی پیغام راکړ (۴۰۴ تېروتنه: پاڼه ونه موندل شوه. مونږ بخښنه غواړو، هغه پاڼه چې تاسو لټوله نشته. ښایي چې تاسو ادرس سم نه وي ټایپ کړی یا ښایي هغه پاڼه لیرې کړای شوې وي.)

ځواب ورکړئ