ساينس ـ ټکنالوژي

د افغان نجونو روبوټ جوړونکي ټیم ملت ته ویاړ ور په برخه کړ

د زیار راپور

د افغانستان د روبوټ جوړونې ټیم چې ټولې غړې یې نجونې دي د ۲۰۱۷ د جولای په ۱۷ - ۱۹ د روبوټ جوړونې په نړیواله سیالۍ کې چې په واشنګټن ډي سي کې ترسره شوه، سره ګوري.‌ هېواد ته په راستنېدا سره، افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه ټیم «د ټکنالوجۍ په برخه کې نوښتګرو» په توګه وستایه. [ ای اېف پي تلوېزیون]‌

کابل -- د افغان نجونو د روبوټ جوړونې ټیم ته له ښو اجرآتو او لومړنۍ نړیوالې سیالۍ کې «د زړورتیا ښودنې» له امله د یوه مډال ترلاسه کولو څخه وروسته په روانه اونۍ کې په افغانستان کې ښه راغلاست وویل شو او وستایل شو.‌

دغه شپږ کسیز ټیم چې غړي یې د هرات ولایت اوسېدونکي دي له هغو ۱۶۳ ټیمونو سره سیالي وکړه چې د جولای په ۱۷ - ۱۹ مه د ۱۵۷ هېوادونو په استازیتوب په واشنګټن ډي سي کې سره راغونډ شوي ول.

د روبوټ جوړونې په دې نړیواله سیالۍ کې برخه وال ټیمونه، چې د ښوونځیو له ۱۵ - ۱۸ کلنو زده کوونکیو څخه جوړ شوي ول، وننګول شول چې داسې یو روبوټ جوړ کړي چې اوبرنګ او نارنجي پلاستیکي بالونه چې د پاکو او ککړو اوبو استازیتوب کوي، سره بېلوي.‌

په خنډونو باندې بری

د افغان ټیم روزونکي علي رضا مهربان وویل، د هغه ټیم په ښوونځي کې د یوې سختې سیالۍ په نتیجه کې چې ۱۵۰ زده کوونکيو په کې برخه لرله، انتخاب شوی وو.‌ له هغه ګروپ څخه بیا ۲۰ کسان او په شلو کې بیا ۶ کسان انتخاب کړای شول.‌

د افغان روبوټ جوړونکو ټیم چې ټولې غړې یې نجونې دي، د جولای په ۱۷مه په واشنګټن ډي سي کې د تمرین په ساحه کې د ټیم روبوټ چمتو کوي.‌ دغو شپږو نجونو چې د هرات ولایت اوسېدونکې دي، د روبوټونو په یوه نړیواله سیالۍ کې په خپل لومړني رقابت کې بریالیتوب ترلاسه کړ، چې د هغوی دغه کار د جنسیت د برابرۍ لپاره یوه لاسته راوړنه او د ملي افتخار سرچینه ده. [‌پاول ج.‌ ریچرډز/ ای اېف پي]‌

د افغان روبوټ جوړونکو ټیم چې ټولې غړې یې نجونې دي، د جولای په ۱۷مه په واشنګټن ډي سي کې د تمرین په ساحه کې د ټیم روبوټ چمتو کوي.‌ دغو شپږو نجونو چې د هرات ولایت اوسېدونکې دي، د روبوټونو په یوه نړیواله سیالۍ کې په خپل لومړني رقابت کې بریالیتوب ترلاسه کړ، چې د هغوی دغه کار د جنسیت د برابرۍ لپاره یوه لاسته راوړنه او د ملي افتخار سرچینه ده. [‌پاول ج.‌ ریچرډز/ ای اېف پي]‌

افغان ولسمشر اشرف غني او لومړۍ مېرمن رولا غني د جولای په ۲۲مه د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د افغان نجونو روبوټ جوړونکي ټیم ته هرکلی وايي.‌ غني او مېرمنې یې دغه ټیم ته چې په خپله لومړنۍ نړیواله سیالۍ کې یې،‌ چې د جولای په ۱۷ - ۱۹مه په واشنګټن ډي سي کې ترسره شوه، بری ترلاسه کړ، مبارکي وویله. [د افغان ولسمشر له دفتر نه په مننه]

افغان ولسمشر اشرف غني او لومړۍ مېرمن رولا غني د جولای په ۲۲مه د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د افغان نجونو روبوټ جوړونکي ټیم ته هرکلی وايي.‌ غني او مېرمنې یې دغه ټیم ته چې په خپله لومړنۍ نړیواله سیالۍ کې یې،‌ چې د جولای په ۱۷ - ۱۹مه په واشنګټن ډي سي کې ترسره شوه، بری ترلاسه کړ، مبارکي وویله. [د افغان ولسمشر له دفتر نه په مننه]

افغانانو، له شتمنو هېوادونو څخه د هغوی د سیالانو پرعکس، د اساسي وسایلو د نشتوالي په څېر، ځانګړې ستونزې لرلې.‌

مهربان ای اېف پي ته وویل،‌ «مونږ له کارېدلو او غورځول شویو شیانو څخه استفاده وکړه،» او په دې هکله یې معلومات ورکړل چې دغه ټیم څنګه د کوکاکولا له بوتل څخه یوه ساده رودونکې وسیله جوړه کړه.‌

د افغان ټېک یوې پانګونکې، رویا محبوب، چې د دغه سفر د تنظیمولو په برخه کې یې مرسته کړې وه وویل، نجونو سیالۍ ته چمتووالی هم نه درلود.‌

هغې ای اېف پي ته وویل، «کله چې هغوی خپل روبوټ جوړ کړ، هغوی مجبورې وې چې نېغ په نېغه یې متحده ایالاتو ته ولېږدوي، چې په دې توګه هغوی دا فرصت نه درلود چې اصلا لوبه او مشق پرې وکړي،»‌

خو دغه ټیم د رویا محبوب تر سرپرستۍ لاندې وو.‌ رویا یوه افغانه وه چې ایران ته کډه شوې وه او هېواد ته په راستنېدا یې یوه په ګټه نه ولاړه اداره، ډیجیټل سیټیزن فنډ، چې په پرمختیایي نړۍ کې د نجونو لپاره ټکنالوجۍ ته لاسرسی برابروي، جوړه کړه‌.‌

خو دغه ټیم په سیالۍ کې ښه وځلېد، او د کاناډا، برتانیا او متحده ایالاتو په څېر پرمختللیو هېوادونو له سیالي کوونکو څخه یې ډېر مخکې ځای ونیو.‌

یو مثبت پیغام

رویا وویل، «۱۵ کاله مخکې، افغانو ښځو نشوای کولی چې لیک او لوست وکړي او هغوی هېڅ حقونه نه لرل.‌ نن ورځ، د نړیوالې ټولنې په مرسته، مونږ ډېرې داسې ښځې لرو چې هغوی ښوونځیو او پوهنتونونو ته ځي -- او هغوی وزیرانې کېږي.»

هغې وویل، په سیالۍ کې د نجونو برخه اخیستنې «افغاني ټولنې ته یو غټ پیغام» درلود»

هغې وویل، «مونږ له هلکانو سره برابرې یو، او هغوی باید مونږ ته برابر فرصت راکړي. که تاسو ښوونې او روزنې او ټکنالوجۍ ته د لاسرسي لپاره فرصت برابر کړئ، دا فرق نه کوي چې ستاسو جنسیت څه دی،»‌

افغان ولسمشر اشرف غني دغه ټیم «د ټکنالوجۍ په برخه کې نوښتګرو» په توګه وستایه.

هغه د جولای په ۲۲ مه د ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ښه راغلاست په مراسمو کې د ټیم غړو ته وویل،‌ «افغانې نجونې نوښتګرې او الهام ورکوونکې دي او د خپل هېواد په راتلونکي باندې باور لري.‌ تاسو د نورو افغان نجونو او زده کوونکیو لپاره د غټ قوت یو ښه مثال یاست.»‌

هغه وویل، «تاسو نورو ته یوه لاره پرانسته چې تاسو تعقیب کړي،»‌

لومړۍ مېرمنې رولا غني وویل، «افغانې نجونې ستاسو په قوت پوه شوې دي،‌ او ستاسو لاسته راوړنو هغوی دې ته هڅولي چې ښوونه او روزنه ترلاسه کړي،»‌

د افغان حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په دغو مراسمو کې وویل، «دا لاسته راوړنه ښیي چې افغانې نجونې کولی شي چې په نړیواله سطحه وځلېږي او ویاړ ترلاسه کړي،»‌

د افغانستان ویاړ

د ټیم ۱۵ کلنې غړې لیدا عزیزي له سیالۍ څخه مخکې ای اېف پي ته وویل، «روبوټ جوړونه زما د ژوند برخه ده.»‌

د ټیم له بریالیتوب څخه وروسته، لیدا وویل دغې پېښې د هغې د هېواد په هکله د هغې لید بدل کړ.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زه اوس افغانستان ته په هغې سترګې نه ګورم چې د مډال له ګټلو څخه مخکې مې ورته کتل، ځکه چې زه فکر کوم چې ما د خپل پلرني هېواد لپاره یو څه ویاړ ګټلی دی،»

د ټیم یوې بلې غړې فاطمې وویل، «زه تاسو ته د خپلې خوشحالۍ د اندازې په هکله نشم ویلی،»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زه غواړم چې افغان حکومت افغان نجونو ته د پرمختګ فرصتونه برابر کړي. مونږ لیدلي چې افغان ماشومانو ته اصلا دا فرصت نه ورکول کیږي چې ښوونځیو ته لاړ شي.‌ د هغوی لپاره باید ښوونځي جوړ کړای شي... او داسې فرصتونه لکه امریکا ته د روبوټونو د سیالۍ لپاره تګ باید ورته برابر کړای شي.»‌

د کورنیو چارو د وزارت یوه چارواکي او د لیدا پلار قاسم خان وویل، د ټیم سخت کار ګټه وکړه.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه له دې امله خوښ یم چې لیدا د افغانستان لپاره یوه د ویاړ منبع وګرځېدله،»‌ او زیاته یې کړه چې دغه ویاړ د هر افغان دی.

هغه وویل، ټول افغان زده کوونکي، که وسایل او فرصتونه ولري، کولی شي چې لویې لاسته راوړنې ولري.

یوه افغان لیکوال او د مدني ټولنې فعال محمد امین کمالپوري سلام ټایمز ته وویل، «د روبوټ جوړونې افغان ټیم نړیوالو لوبغاړو ته وښودله چې افغانې نجونې له نورو نه کمې نه دي او کولی شي چې ویاړ رامنځته کړي،»

په کابل کې د مدني ټولنې یوه فعال نعیم روحاني سلام ټایمز ته وویل، «دغه لاسته راوړنه نړۍ ته ښیي چې سره له دې چې افغانان له جګړې او ترهګرۍ سره مخامخ دي، خو بیا هم هغوی کولی شي چې ان په نړیواله سطحه سیالیو کې مډالونه وګټي،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډېر ښه

ځواب ورکړئ