د ښځو حقوق

د فاریاب د ښځو لپاره د فېټنېس ځانګړی مرکز جوړ شو

د زیار راپور

ښځې د جولای په ۳ مه د فاریاب د ښځو د ځانګړي فېټنېس مرکز د پرانستلو د ورځې د مراسمو په ترڅ کې د مرکز د مالک خبرو ته غوږ دي.‌ [زیار]‌

ښځې د جولای په ۳ مه د فاریاب د ښځو د ځانګړي فېټنېس مرکز د پرانستلو د ورځې د مراسمو په ترڅ کې د مرکز د مالک خبرو ته غوږ دي.‌ [زیار]‌

کابل -- د فاریاب ولایت ښځې اوس داسې یو جېم لري چې هلته هغوی کولی شي چې د ښځینه روزونکیو تر لارښوونې لاندې د خپل بدن فېټنېس او روغتیا ته وده ورکړي.‌

د فېټنېس دغه خصوصي مرکزچې د ولایتي پلازمېنې میمنې په ګذر افغان کوټ ناحیه کې واقع دی، په دې ولایت کې داسې لومړنی مرکز دی چې یوازې د ښځو لپاره ځانګړی شوی دی.‌ په دغه مرکز کې کېدای شي چې په یو وخت تر ۳۰ پورې ښځې تمرین وکړي، او ۲۴ ساعته پرانستی وي.‌

محلي چارواکو او ټولنیزو فعالانو د جولای په ۳ مه د دغه مرکز په پرانستلو خوښي څرګنده کړه.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، د فاریاب ولایت د سپورټ آمریت آمر شاه ولي پارسا وویل، «مونږ خوښ یو او افتخار کوو چې زمونږ ښځې کولی شي چې په داسې یوه فېټنېس مرکز کې تمرین وکړي،»‌

محمد زمان فیضي چې د کراټې استاد دی، دغه جېم په خپلو پیسو جوړ کړی، په داسې حال کې چې د هغه مېرمن، سویتا،‌ د دغه فېټنېس مرکز رییسه ده.

سویتا فیضي سلام ټایمز ته وویل، «دا کلب د ښځو لپاره جوړ کړای شوی دی چې روزنه واخلي او خپله روغتیا او هوساینه پیاوړې کړي،»‌

هغې وویل، «دا مرکز ډېر پرمختللي او عصري وسایل لري... چې په کابل کې اخیستل شوي دي،» او زیاته یې کړه، چې ټول وسایل په مشخصه توګه د ښځو لپاره جوړ کړای شوي دي، «چې له هغوی سره د فېټنېس، وزن کمولو او ډېرو کولېسټرولو کمولو په څېر هدفونو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي».‌

محمد فیضي سلام ټایمز ته وویل، «له ډېرو کلونو راهیسې، زما مېرمنې او ما په دې فکر کاوه چې داسې یوه لاره پیدا کړو چې په فاریاب کې د سپورټ په برخه کې د ښځو لپاره یو څه وکړو. له نېکه مرغه، زمونږ خوب په ریښتیاو بدل شو، او مونږ وکولی شوای چې په میمنه کې د ښځو لپاره لومړنی خصوصي سپورټي کلب جوړ کړو.»‌

هغه وویل، «که داجیمنازیوم له څه ستونزو سره مخامخ نشي یا کورنۍ پرې [منفي] غبرګون ونه ښیي...‌ بیا مونږ داسې هوډ لرو چې د هغه ظرفیت لوړ کړو... چې وکولی شي په یو وخت ۱۰۰ تنه سپورټ کوونکې په کې تمرین وکړای شي،»‌

ښځې لېوالې دي چې ورشي

د ګذر افغان کوټ کلیوالي شورا د رییس شاه محمد نجوه په وینا، د دغه جېم موقعیت او د فعالیت شرایط د ځایي مشرانو په مشوره او نظارت وټاکل شول.‌

نجوه سلام ټایمز ته وویل، «دا جېمنازیوم د میمنې د ښځو تر منځ‌ د دوستۍ غوره شرایط برابروي او کولی شي چې د هغوی او د دې ښار د کورنیو تر منځ ښه ارتباطات جوړ کړي،»‌

مهناز کریمي چې سپورټي لباس یې پر تن او یوه له هغو ښځو څخه ده چې د جولای په ۳ مه یې د دغه جېم د پرانستلو په مراسمو کې برخه اخیستې وه وویل، هغه دې ته لېواله ده چې له دغه نوي مرکز څخه استفاده وکړي.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «د دې جېم په پرانستلو سره، په میمنه کې نجونې کولی شي چې دې کلب ته راشي او په ارام ذهن سره تمرین وکړي،»‌

مهناز کریمي وویل،‌ د هغې وزن زیات شوی وو او تل یې دا هیله کوله چې په دغه ولایت کې د ښځو لپاره یو جېم پرانستل شي.‌

هغې وویل، «اوس دا مرکز زمونږ لپاره جوړ کړای شوی دی. په دې ښار کې نورې ښځې کولی شي... چې راشي، په کلب کې غړیتوب ترلاسه کړي او د خپلې روغتیا او فېټنېس لپاره تمرین وکړي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500