امنیت

د پولیسو په ۱۱۹ نومره باندې د افغانانو باور پیاوړی کیږي

د نجیب الله راپور

افغان پولیس افسران،‌ د جون په ۳ مه په کابل کې د چاودنو سیمې ته چې د جنازې مراسم یې په نښه کړل، رسېږي.‌ چارواکي وایي، چې د امنیتي پېښو، جرمونو او مشکوکو فعالیتونو په هکله د راپور ورکولو په برخه کې د ملکي خلکو تکیه ورځ تر بلې په ۱۱۹ نومره باندې زیاتېږي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان پولیس افسران،‌ د جون په ۳ مه په کابل کې د چاودنو سیمې ته چې د جنازې مراسم یې په نښه کړل، رسېږي.‌ چارواکي وایي، چې د امنیتي پېښو، جرمونو او مشکوکو فعالیتونو په هکله د راپور ورکولو په برخه کې د ملکي خلکو تکیه ورځ تر بلې په ۱۱۹ نومره باندې زیاتېږي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- چارواکي وایي، افغانان ورځ تر بلې د پولیسو ۱۱۹ ټیلیفوني مرکز د نومرې کارول زیاتوي او د جرمونو او مشکوکو ترهګریزو فعالیتونو،‌ او همدارنګه د پولیسو د ناوړه چلند، اداري فساد او له بشري حقونو څخه د سرغړونې په هکله راپورونه ورکوي.‌

د کورنیو چارو د وزارت په وینا، په کابل کې د ۱۱۹ عاجله ټیلیفون نومره چې لګښت پرې نه راځي، او ۲۴ ساعته ورته ۳۶ کسان ناست وي، هره ورځ په لسګونو زره ټیلیفونونه ترلاسه کوي.‌

وزارت دغه ټیلیفوني مرکز په ۲۰۰۹ کال کې په نړیواله مالي مرسته جوړ کړ. مرکز په درې شفتونو کې چلېږي چې د ۷ ښځو په شمول په ټولنیز ډول ۱۰۸ چلوونکي په کې کار کوي.‌

نور ټیلیفون مرکزونه په بلخ، کندوز او هرات کې فعالیت کوي.‌

وزارت وایي، د ښاریانو د ټیلیفونونو په مرسته ګڼ شمېر ترهګر، د نشه ییزو توکو قاچاقچیان او وسله وال غله نیول شوي دي.‌

د کورنیو چارو د وزارت د عامه نظم د پولیسو ریاست (چې د ۱۱۹ عاجله نومره چلوي)‌ رییس جنرال همایون عیني سلام ټایمز ته وویل، «کله چې ټیلیفون کوونکي دې مرکز ته د یوې پېښې په هکله معلومات ورکړي، په ۱۱۹ مرکز کې پولیس د قضیې یوه چټکه ارزونه وکړي او سمدلاسه یې د پولیسو تر ټولو نژدې ماموریت ته د لا نورو اقداماتو لپاره ولېږي،»‌

د ټیلیفوني مرکز د شمېرنو له مخې، د کابل ۱۱۹ شمېرې مرکز ته د ټیلیفون کوونکیو د ټیلیفونونو له برکته، په تېر کال کې افغان پولیسو ۲۰۰۰ ماینونه او چاودېدونکې وسیلې شنډ کړي دي.‌

عیني وویل، «ماینونه د دښمن له خوا په عامه سړکونو کې، چې ملکي خلک او امنیتي ځواکونه ترې استفاده کوي، ښخ کړای شوي ول.‌ وروسته له هغه چې خلکو ۱۱۹ شمېرې ته زنګ وواهه او پولیس یې خبر کړل، زمونږ ځواکونو له اړتیا سره سم ګامونه واخیستل، ماینونه یې شنډ کړل او په دې توګه یې د دې مخه ونیوله چې سلګونه ملکي خلک له منځه لاړ شي.»‌

هغه زیاته کړه، ګڼ شمېر داسې کسان چې د ځانمرګو بریدونو،‌ قتلونو او وسله والو غلاوو اراده یې لرله، ونیول شول په داسې حال کې چې ګڼ شمېر ترهګریز بریدونه شنډ کړای شول، او دا ټول د هغو معلوماتو په اساس وشول چې عامو خلکو پولیسو ته ورکړي ول.‌

ښاریان د امنیت په خوندي کولو کې په مرسته ویاړي

افغانان د پولیسو په اجرأتو ورځ تر بلې ډېر قناعت څرګندوي او باور لري چې ۱۱۹ عاجلې نومرې ته د هغوی راپورونه به یو مسلکي غبرګون رامنځته کړي.‌

د کابل په لمنو کې یوه ۴۰ کلن بزګر نورالله وویل، دا د ښاریانو مسؤلیت دی چې له پولیسو سره د امنیت په خوندي کولو کې مرسته وکړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «یو وخت ما یو کس ولید او فکر مې وکړ چې ښایي ځانمرګی بمي بریدګر وي.‌ ما ۱۱۹ عاجلې نومرې ته چې په یوه تلوېزیوني اعلان کې مې لیدلې وه، زنګ ور وواهه،‌ او پولیس مې خبر کړل.»

نورالله په دې ویاړي چې دغه ګام یې واخیست او احتمالا د خلکو ژوند یې وژغوره او وایي چې که اړتیا پېښه شي هغه به بیا عاجلې نومرې ته زنګ ور ووهي.‌

په کابل کې د مدني ټولنې یوه ۳۲ کلن فعال عبیدالله وویل، ملکي خلک نشي کولی چې د ترهګرۍ په وړاندې بې تفاوته پاتې شي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «که د عامو خلکو او امنیتي ځواکونو تر منځ همکاري زیاته شي، دا به په هېواد کې په ترهګریز فعالیت لوی تاثیر وکړي او مخه به یې ونیسي،»‌

په کابل کې یوه ۲۵ کلن زده کوونکي شعیب وویل، تر اوسه پورې هغه داسې دلیل نه دی لیدلی چې هغه دغې عاجلې نومرې ته زنګ ور ووهي، خو که هر کله هغه له کوم مشکوک فعالیت یا فرد سره مخامخ شي، سمدلاسه به ۱۱۹ نومرې ته زنګ ور ووهي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «خلک له جنګ، چاودنو او وژنو څخه په بشپړ ډول ستړي شوي دي. له دې امله، مونږ دې ته تیار او خوښ یو چې له پولیسو سره همکاري وکړو چې دا جګړه او د بې ګناه خلکو وژنه ودرېږي.»‌

عیني وویل،‌ ۱۱۹ ته زنګ وهل یوازې څو لحظې وخت نیسي، خو کولی شي چې د ډېرو خلکو ژوند وژغوري.‌

هغه وویل، «په دغه مرکز کې پولیس له ستړیا پېژندلو څخه پرته ټیلیفونونو ته ځوابونه وایي، او هغوی تمه لري چې عام خلک د هرو مشکوکو پېښو په هکله پولیسو ته راپور ورکړي،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډېر ښه. خدای پاک دې لا نور بری او نصرت ور په برخه کړي. او ستاسو د خبرونو او راپورونو له امله مننه کوو.‌ تل دې وي افغانستان مرګ د افغانستان په دښمنانو

ځواب ورکړئ