تروريزم

طالبانو او داعش په ګډه په سرپل کې ملکي خلک په ډله ییز ډول ووژل

سلام ټایمز

طالب جنګیالي د جولای په ۱۸ مه د پکتیا ولایت په احمد ابا ولسوالۍ کې له خپلو وسلو سره ولاړ دي. [فریدالله احمدزی/ ای اېف پي]‌

طالب جنګیالي د جولای په ۱۸ مه د پکتیا ولایت په احمد ابا ولسوالۍ کې له خپلو وسلو سره ولاړ دي. [فریدالله احمدزی/ ای اېف پي]‌

کابل -- چارواکو د دوشنبې په ورځ / د اګست ۷ مه/ وویل، چې طالبانو او داعش په ګډه د افغانستان په یوه کلي کې لسګونه ملکي خلک په ډله ییز ډول ووژل. چارواکو دغه وژنه د یاغیانو تر منځ یوه بې ساري همکاري وبلله.‌

د ځایي چارواکو په وینا، جنګیالیو تر۶۰ پورې سړي، ښځې او ماشومان د شنبې په ورځ / د اګست ۵ مه/ د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې له هغه وروسته ووژل چې یوه محلي، د حکومت له خوا ملاتړ کېدونکی پولیس ځواک ته یې په یوه ۴۸ ساعته جګړه کې ماتې ورکړه.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني ای اېف پي ته وویل، «دا د داعش او طالب جنګیالیو یو ګډ عملیات وو. هغوی د هېواد له نورو ولایتونو څخه ځواکونه راوستي ول او په میرزا لونګ ولسوالۍ یې برید وکړ،»‌

ویاند تور ولګاوه چې په لسګونو طالبانو او د داعش اورپکو د شېرمحمد غضنفر تر قوماندې لاندې چې د طالبانو قوماندان دی او اماني ادعا کوي چې له داعش سره یې بیعت کړی دی، د سې شنبې په ورځ / د اګست ۳ مه/ په سیمه باندې یو همغږی برید وکړ.‌

افغان لاریونوال په هرات کې د اګست په ۲ مه په جومات باندې د ۳۳ کسانو له وژل کېدلو څخه وروسته د داعش پر ضد چیغې وهي. [هوشنګ هاشمي/ ای اېف پي]‌

افغان لاریونوال په هرات کې د اګست په ۲ مه په جومات باندې د ۳۳ کسانو له وژل کېدلو څخه وروسته د داعش پر ضد چیغې وهي. [هوشنګ هاشمي/ ای اېف پي]‌

هغه وویل، «جنګیالیو سیمه ونیوله، او دا د دې سبب شوه چې هغوی بې ګناه او بې دفاع ملکي خلک ووژني،»

اماني سلام ټایمز ته وویل، «هغوی د میرزا لونګ سیمې د اوسېدونکیو، چې اکثر یې هزاره ګان ول، په ډېر وحشیانه ډول یې سرونه ور پرې کړل، ویې ویشتل، او تر دې چې د هغوی جسدونه یې مثله کړل.‌» اماني زیاته کړه، چې اوس اورپکو په لسګونو کورنۍ یرغمل نیولي دي او «یو په بل پسې هغوی وژني.»

د سرپل د ولایتي شورا رییس محمد نور رحماني وویل، داسې باور کیږي چې د ۵۰ تنو قربانیانو له جملې څخه ۴۴ تنه ملکي خلک دي،‌ او زیاته یې کړه چې ښایي د مړو شمېر زیات شي.‌

'نسل وژنه' او ډله ییزه تښتونه

افغان ولسمشر اشرف غني د یکشنبې په ورځ / د اګست ۶ مه/ دغه ډله ییزه وژنه وغندله، او په یوه خبرپاڼه کې یې وویل چې «دغه وحشیانه عمل له بشري حقونو څخه یوه مستقیمه سرغړونه او یو جنګي جرم دی.»‌

په ولسي جرګه کې د سرپل ولایت یوه استازي محمد حسن شریفي بلخابي وویل، اورپکو «د یوه قوم د خلکو په ډله ییزې وژنې سره یوه نسل وژنه یا جینوسایډ ترسره کړی دی. هغوی په ښځو او ماشومانو هم هېڅ رحم نه دی کړی.‌ کله چې نور خلک سیمې ته ورستانه شول چې د خپلو شهیدانو جسدونه راپورته کړي، ترهګرو هغوی هم وویشتل.»‌

بلخابي سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو او داعش د سیمې له ۵۰ تنو څخه ډېر اوسېدونکي نامعلوم ځای ته بوولي دي. هغوی د قربانیانو جسدونه نه ورکوي... او غواړي چې په دې توګه خپل جرمونه پټ‌ کړي. تر دې چې هغوی یو شمېر جسدونه د غرونو له څوکو څخه درو ته غورځولي دي.»‌

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي سلام ټایمز ته وویل، «مونږ په سرپل ولایت کې د طالبانو او داعش له خوا د ملکي خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو وحشیانه وژنه په کلکو ټکو غندو،»‌

هغه زیاته کړه، «د ملکي خلکو وژل یو ډېر فجیع او غیر انساني جرم دی. هغه د اسلامي شریعت، او همدارنګه د نړیوالو بشري قوانینو خلاف عمل دی، او یو جنګي جرم ګڼل کیږي،»‌

د وژلو لپاره سره یو لاس کېدل

طالبان او داعش په ټول افغانستان کې په جګړه کې را ایسار شوي دياو د دې وړتیا د ترلاسه کولو لپاره سره سیالي کوي چې له ملکي خلکو نه په زور پیسې او شتمني واخلي، خو د اورپکو دغه دوه ډلې دا غوره ګڼي چې په خپلو کې سره همکاري وکړي.‌

یوې افغان امنیتي سرچینې ای اېف پي ته وویل، چې په تېر وخت کې په خواوشا درې پېښو کې، د دواړو ډلو جنګیالي سره یوځای شوي او په ځانګړیو سیمو کې یې په افغان ځواکونو باندې بریدونه کړي دي.‌

دغې سرچینې وویل، «دا لومړی ځل نه دی چې هغوی سره همکاري کوي. د هغوی تر منځ سخت ایډیالوژیک توپیرونه نشته، له دې امله کله چې یو څه د دواړو په ګټه وي هغوی سره یو لاس کیږي. هغوی له فرصت نه ډېره ګټه اخلي،»

داعش په تېر کال کې په شیعه ګانو باندې د یو شمېر مرګونو بریدونو په ترسره کولو سره د افغانستان شخړې ته فرقه یي پېچ او تاو ورکوي.‌

تېره اونۍ،‌په یوه برید کې چې داعش یې مسؤلیت پرغاړه واخیست، دوه ځانمرګو بمي بریدګرو چې لاسي بمونه یې وارول په هرات کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې له ۳۳ تنو څخه ډېر لمونځ کوونکي ووژل.‌

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد له ای اېف پي سره په اړیکه کې تایید کړه چې هغوی میرزا لونګ کلی نیولی دی خو ویې ویل چې هغوی دا کار له داعش څخه پرته کړی دی.‌

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500