زده کړه

د افغانستان د سکولونو ماشومان په آسانۍ سره د تورخم د پولې نه تيريږي

د محمد شکيل لخوا

د افغانستان د سکولونو ماشومان د جولای په ۱۹ مه د تورخم په پوله باندې د پیژندنې د تصدیق لپاره انتظار کوي. [محمد شکیل]

د افغانستان د سکولونو ماشومان د جولای په ۱۹ مه د تورخم په پوله باندې د پیژندنې د تصدیق لپاره انتظار کوي. [محمد شکیل]

پیښور -- پاکستان د افغانستان د سکولونو هغه ماشومانو ته د داخليدو ځانګړي پاسونه جاري کړي دي کوم چې د افغانستان په سرحدي سیمو کې اوسیږي او دا د خير ښيګړي يوه نښه ده چې د هغوی سره په نژدې پاکستاني سکولونو کې خپلو زده کړو ته په دوام ورکولو کې مرسته وکړل شي.

د راډیو فریکونسۍ شناخت کارتونه به د سکول هغه ماشومانو ته ورکړل شي کوم چې د افغانستان - پاکستان پولې ته نږدې وسيږي او هره ورځ د کلاسونو لپاره پاکستان ته د تورخم د پولې له لارې داخليږي.

د سکولونو ماشومان دوه سکولونو ته ځي: د خيبر ايجنسۍ په لنډي کوتل کې اکسفورډ پبلک سکول او پاک انټرنيشنل پبلک سکول.

په زرګونو افغانان هره ورځ پاکستان ته د تورخم له لارې د روغتیا، تعلیم یا ورځنۍ سوداګرۍ لپاره راځي. دوی په دوه اړخیزه اړیکو کې د خرابوالي له کبله د سرحدونو تړلو سره مخامخ شوي دي او په ډیر ښه وختونو کې يې اوږد مهاله قطارونه برداشت کړي دي.

د سیمه ییزو رسنیو په وینا، د پاکستان د پوځ کمانډنټ عمر فاروق د جولای په ۲۰ مه وويل، "دا نوښت زموږ لپاره د خير ښګړې یوه ښه اشاره ده ... چې موخه يې د ګاونډي هېوادونو ترمنځ اړیکي ښه کول او پیاوړي کول وو."

آر ایف آی ډي کارډونه د هر کارډ لرونکي په اړه پټ معلومات لري چې دا په پوله باندې یوازې په ځانګړي کیوسک باندې لوستل کیدی شي. دا دهوکه ورکونکو لخوا د ناوړه استعمال امکان ختموي.

په تعليم کې مرسته کول، تاوتریخوالی کمول

شمس الاسلام، چې د تورخم نايب تحصيلدار دی، پاکستان فارورډ ته وویل، د سکولونو ماشومان د پولې نه په ۲۰ کلوميټره فاصله کې اوسيږي، خو دوی په اصل کې د لري ځای لکه د ننګرهار، لغمان او کابل نه راځي.

هغه وويل: دا کارډونو د دې لپاره ورکړل شوي چې د سکولونو د دغه ماشومانو سره په تعليم ترلاسه کولو کې مرسته وکړل شي.

هغه ماشومان چې د آر ایف آی ډي کارډونه لري، کولای شي چې د يوې ځانګړي کړکۍ استعمالولو له لارې د پولې نه په چټکۍ سره تير شي.

هغه وويل: "دا پرېکړه، د افغانستان د سکولونو ماشومانو ته د تعليم د سهولتونو ورکولو نه علاوه، به د دواړو هېوادونو ترمنځ باور رامنځته کړي او اړیکې به ښه شي."

خاکسار، چې د څلورم کلاس طالب علم دی او په ننګرهار صوبه کې د مومند درې ډسټرکټ څخه دی، وویل چې هغه سږکال د دوو هیوادونو ترمنځ د سرحدي تاو تریخوالي له امله شپږ میاشتې تعليم نه دی ترلاسه کړی.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "زه به په پاکستان کې يوازې په ۳۰ منټونو کې سکول ته تلم، خو زما په سيمه کې نژدې سکول ته سفر يوه ګهنټه اخلي."

زار خان، چې په شپږم کلاس کې دی او د مومند درې اوسيدونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل: " که چيرې موږ په ټولنه کې د درناوې وړ مقام ترلاسه کول غواړو نو موږ له پکار ده چې د زده کړې د اهمیت نه ځان خبر کړو."

هغه وويل: "د ګردي، مارکو او داکا په ګډون د سرحدي سيمو د سکول ماشومان په [پاکستاني] سکولونو کې تعليم ترلاسه کوي، او که حالات هر څنګه وي خو ټول غواړي چې خپل تعلیم جاري وساتي."

د پاکستان - افغانستان ترمنځ همکاري پراخول

د اکسفورډ پبلک سکول پرنسپل، شهاب الدین، وویل: د پاکستان دا کوششونه چې د افغان ماشومانو په تعليم کې مرسته وکړي، د ستاینې وړ دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "دا ګام به نه یواځې د دوو هیوادونو ترمنځ اړیکي پیاوړي کړي بلکې په راتلونکی کې به زموږ د خلکو تر منځ مینه هم رامنځته کړي."

هغه وويل: "ماشومان د ټولنې مشترکه سرمايه ده، او د هغوى تعليم ... به ډېرې ښه نتيجې رامنځته کړي."

هغه وويل، "د افغانستان د سکولونو ماشومانو زده کړې ته اسانه او د څه خنډ نه بغير لاسرسي به د هغوی ذهنیت بدل کړي ... چې په راتلونکې کې به د [پاکستانيانو سره] دوه اړخیزو همکارۍ لپاره لاره هواره کړي."

رستم شاه مهمند، چې په پیښور کې د امنیت شنونکی او په افغانستان کې د پاکستان له خوا پخوا سفارتکار وو، وویل: "ماشومان قيمتي انساني سرمايه ده، او په [دوی] کې سرمايه کاري کول به تلپاتې اثرات رامنځته کړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د افغان ماشومانو سره د مينې چلند کول به د ګاونډی هېوادونو ترمنځ د همکارۍ امکانات روښانه کړي او دا به په پاکستان کې هغوی ته د تعليم ترلاسه کولو ضروري مرسته يقيني کړي."

هغه وويل، د يوبل احترام کولو او منلو موخه ترلاسه کيدی شي که چیرې د پاکستان چارواکي د افغانستان د سکولونو د هغه ماشومانو سره نوره مرسته هم وکړي کوم چې په پاکستان کې اعلی تعليم ترلاسه کول غواړي.

هغه وړانديز وکړ چې "پکار ده د پاکستان د تخنيکي او مسلکي زده کړو په ادارو کې د اضافي سيټونو تخصيص کولو سره د افغانستان د سکولونو ماشومانو ته د سکالرشپونو شمير زيات کړی شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500