تروريزم

خوشې شوي یرغملان په میرزا ولنګ کې د طالبانو - داعش د خونړي وحشت کیسې کوي

ای اېف پي

ټکان خوړلې کورنۍ د یاغیانو له خوا له خلاصېدلو څخه وروسته کیسې کوي او وایي، چې طالبانو او د داعش جنګیالیو د افغانستان په شمال کې د یوه لیرې پراته کلي له نیولو څخه وروسته د وژونکیو یوه ډله وګومارله چې ملکي خلک په نښه کړي. [--/ طلوع نیوز/ای اېف پي]

مزارشریف -- وروسته له هغه چېطالبانو او د داعش جنګیالیو د اونۍ په پای کې د سرپل ولایت په یوه لیرې پراته کلي کې د ملکي خلکو پر ضد یوه وژونکې ډله وګومارله، یاغیانو سلګونه اوسېدونکي یرغمل ونیول.‌

ټکان خوړلو کورنیو د چارشنبې په ورځ /د اګست ۹ مه/ له خلاصېدلو څخه وروسته وویل، چې طالبانو ۲۳۵ یرغمل نیول شوي کسان د سې شنبې په ورځ ناوخته وروسته له هغه خوشې کړل چې مشرانو او ولایتي چارواکو له یادې ډلې سره یوه معامله وکړه، خو وېره شته چې نور کسان لا هم په بند کې وي.

چارواکو وویل، اورپکو د اګست په ۵ مه وروسته له هغه چې د حکومت له خوا یوه حمایه کېدونکې ملېشه یې پسې واخیسته، د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې د اکثریت شیعه اوسېدونکیو په یوه کلي کې د ښځو او ماشومانو په ګډون خواوشا ۵۰ تنه کلیوال ووژل.

هغو خلکو چې له دغه تاوتریخوالي څخه ژوندي وتلي ول، دا صحنې وحشتناکې وښودلې، او په دې هکله یې جزیات ورکړل چې اورپکي څنګه کور په کور ګرځېدل او کلیوال یې وژل.

افغان کلیوال د اګست په ۹ مه په سرپل ولایت کې د یاغیانو له خوا له خوشې کېدلو څخه وروسته د یوه موټر په سر ناست سفر کوي. ټکان خوړلو کورنیو د یاغیانو له خوا له خوشې کېدلو څخه وروسته وویل، طالبانو او داعش اورپکو د اګست په ۵ مه د صیاد ولسوالۍ د میرزا ولنګ کلي له نیولو څخه وروسته د ملکي خلکو پر ضد یوه وژونکې ډله په کار وګومارله [اېس ټي آر/ای اېف پي]

افغان کلیوال د اګست په ۹ مه په سرپل ولایت کې د یاغیانو له خوا له خوشې کېدلو څخه وروسته د یوه موټر په سر ناست سفر کوي. ټکان خوړلو کورنیو د یاغیانو له خوا له خوشې کېدلو څخه وروسته وویل، طالبانو او داعش اورپکو د اګست په ۵ مه د صیاد ولسوالۍ د میرزا ولنګ کلي له نیولو څخه وروسته د ملکي خلکو پر ضد یوه وژونکې ډله په کار وګومارله [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د میرزا ولنګ یوه اوسېدونکي علي داد ظفري ای اېف پي ته وویل، «کله چې جګړه ونښتله، کلیوالو هڅه وکړه چې وتښتي، خو د داعش جنګیالیو هغوی ودرول. هغوی یوه ډله سړي، ښځې او ماشومان له یوې غونډۍ څخه تېر کړل او هلته یې وویشتل.»

هغه وویل، «دا چې زما مور دومره زړه وه چې تللی نشوه، هغه له مونږ نه پاتې شوه؛ تر دې چې زه نه پوهېږم چې هغه به څنګه شوې وي،»

یوه بل کلیوال، یاسین ابوذر، وویل چې داعش او طالبانو د ډله ییزې وژنې له پیلولو څخه مخکې دغې سیمې ته ورغلې لویې لارې بندې کړې.

بې توپیره د ټوپکو ډزې

هغه وویل، «ما وکولی شوای چې یوازې خپل ماشومان وژغورم. کله چې هغوی زمونږ کلي ته راننوتل، هغوی بې له توپیر نه په هر چا باندې ډزې شروع کړې،» او زیاته یې کړه چې سلګونه خلک لا هم ورک دي. نوموړي وویل، «هغوی ان په ښځو او ماشومانو هم سرپه ونه کړه.»‌

هغه وویل، «ما ۱۰ جسدونه په یوه قبر کې ښخ کړل. مونږ نه غواړو چې حکومت دې مونږ ته تابوتونه راکړي؛‌ مونږ غواړو چې هغوی مونږ ته امنیت راکړي،»

ځایي چارواکو د ولایت مرکز ته د سلګونو بې ځایه شویو خلکو په رارسېدا سره د نورو مرستو غوښتنه وکړه.‌

د ولایتي ادارې ویاند ذبیح الله اماني ای اېف پي ته وویل، «هغه کورنۍ چې سرپل ښار ته راغلي دي، هغوی سرپناه او خواړه غواړي. هغوی په جوماتونو او ښوونځیو کې ژوند کوي. ځینې یې له خپلوانو سره اوسېږي. ځینې نور ان په کوڅو کې اوسېږي.»

هغه وویل، «که مرستندویې ادارې مرسته ونه ګړي، مونږ به له یوه بشري ناورین سره مخامخ شو،»

کلیوالو وویل، اکثر وژل شوي کسان شیعه او هزاره ول چې یا ویشتل شوي ول یا یې سرونه پرې شوي ول.

طالبانو د میرزا ولنګ نیول تایید کړل خو ویې ویل چې هغوی دا کار په یوازې وکړ. هغوی د ملکي خلکو د وژلو تورونه رد کړل.‌

حکومت د سزا ورکولو ژمنه وکړه

د اردو ویاند نصرت الله جمشېدي وویل، چې افغان ځواکونو د چارشنبې په ورځ یو عملیات پیل کړ چې دغه ولسوالي بېرته ونیسي.

والي محمد ظاهر وحدت خبریالانو ته وویل، «مونږ به د خپلو بې ګناه خلکو د وینې غچ واخلو،»‌

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د میرزا ولنګ خواوشا سیمې په هکله د خبرو کولو پر وخت وویل، «په دې سیمه کې د کمانډو ځواکونه توظیف شوي، اوس چې مونږ خبرې کوو هلته هوایي بریدونه روان دي، او په سیمه کې قوماندانانو د دې لپاره پلانونه جوړوي چې دغه دره بېرته ونیسي،»

هغه زیاته کړه، «دغه دره به ژر بېرته ونیول شي، او ترهګر به د خپلو جرمونو سزا وویني،»‌

د افغان حکومت ویاند صدیق صدیقي وویل، دا سخته ده چې معلومه شي چې څومره ملکي خلک متاثر شوي دي، او زیاته یې کړه چې، «ولسمشر اشرف غني ټولو ته لارښوونې کړي چې هر ممکن ګام واخلي چې هغه خلک خوندي کړای شي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500