امنیت

پاکستان په افغان پوله له ۴۰۰ څخه ډېرې امنیتي پوستې جوړوي

د جاوېد محمود راپور

پاکستاني سرحدي ځواکونه د می په ۵ مه له چمن سره نژدې په یوه کمپ کې د دې لپاره تیاری کوي چې په افغان پوله باندې توظیف شي.‌ پاکستان پلان لري چې تر ۲۰۱۹ کال پورې له ۴۰۰ څخه ډېر د تلاشۍ پوستې او استحکامونه جوړ کړي او په دې توګه خپلې پولې له اورپکۍ څخه خوندي کړي.‌ [بنارس خان/ای اېف پي]

پاکستاني سرحدي ځواکونه د می په ۵ مه له چمن سره نژدې په یوه کمپ کې د دې لپاره تیاری کوي چې په افغان پوله باندې توظیف شي.‌ پاکستان پلان لري چې تر ۲۰۱۹ کال پورې له ۴۰۰ څخه ډېر د تلاشۍ پوستې او استحکامونه جوړ کړي او په دې توګه خپلې پولې له اورپکۍ څخه خوندي کړي.‌ [بنارس خان/ای اېف پي]

اسلام اباد -- پاکستان اراده لري چې تر ۲۰۱۹ کال پورې د پاکستان - افغانستان په پوله په خپله خوا کې له ۴۰۰ څخه ډېر د تلاشۍ پوستې او استحکامات جوړ کړي او په دې توګه په پوله د ناقانونه تګ راتګ او اورپکۍ مخه ونیسي.‌

په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو څېړنو انسټیټیوټ په نامه د امنیتي چارو د موسسې د جولای میاشتې راپور وایي، پاکستان پرېکړه کړې چې ۴۴۳ کوچني او لوی امنیتي استحکامات د مرکز له خوا اداره کېدونکیو قبایلي سیمو (فاټا)،‌ ۳۵ استحکامات د خیبرپښتونخوا ایالت په ملاکنډ ولسوالۍ، ۵۴ په باجوړ ایجنسۍ او ۵۵ په شمالي وزیرستان کې جوړ کړي.‌

په راپور کې راغلي،‌ ۷۷ یې وار دمخه د ۷ ایجنسیو په بېلابېلو برخو کې تر رغونې لاندې دي.‌

خواوشا ۲۰۵ امنیتي پوستې د پولې پاکستاني اړخ ته دي، په داسې حال کې چې ۱۳۳ نورې په افغانستان کې پرتې دي.‌

دا امنیتي پوستې له افغانستان سره د پاکستان په پوله د کټارې لګولو سربېره دي. د ډیورنډ کرښه ۲۴۳۰ کیلومتره اوږده پرته ده.

په راپور کې راغلي، «د هوایي څارنې او رادار سیستمونه هم نصب کړای شوي دي،»

راپور وایي، له کلونو راهیسې، د پاکستان - افغانستان په پوله هره ورځ د ۵۰ زرو او ۶۰ زرو تر منځ خلک تګ راتګ کوي، او له ۹۰٪ ډېر مسافر هغه افغان اتباع دي چې پاکستان ته داخلېږي.

راپور زیاتوي، پاکستان د ۲۰۱۶ په جون کې د پولې د مدیریت نوي نوښتونه اعلان کړل چې په پوله منظم تګ راتګ ته لاره هواره کړي او په پوله غیرمنظم او غیرقانوني خوځښت کنټرول کړي.‌

په دغو ګامونو کې د تورخم په پوله د یوې دروازې جوړول، پاکستان ته له داخلېدونکیو افغان اتباعو څخه د با اعتباره سفري اسنادو، او د ښوونځیو له هغو افغان ماشومانو څخه د هویت د یوه ځانګړي کارډ غوښتلشامل ول چې هره ورځ پاکستان ته د زده کړو لپاره داخلېږي.

د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د پولو خوندي کول

په اسلام اباد کې د تحقیقاتو او امنیتي مطالعاتو د مرکز اجرائیه رییس، امتیازګل، پاکستان فارورډ ته وویل، دغه ګام به هغه ترهګر عناصر چې په افغانستان کې له شتو مرکزونو څخه په استفادې په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي، کمزوري کړي.‌

هغه وویل، «په پوله د کټارې لګول سیاسي حل نه دی؛ پاکستان او افغانستان باید یو بل ته لاسونه سره ورکړي چې اورپکي له منځه وېسي،» او زیاته یې کړه چې دواړه هېوادونه باید د ترهګرو پر ضد داسې یو ګډ مېکانېزم جوړ کړي چې د پولې دواړو غاړو ته اورپکي پای ته ورسوي.‌

په کراچۍ کې د امنیتي چارو تحلیلګر متقاعد ډګروال محمد صباح الدین چودهري پاکستان فارورډ ته وویل، په غرنیو سیمو کې د سړیو توظیف ډېر سخت کار دی او په کار ده چې امنیتي ځواکونه د هغو سیمو د خوندي ساتلو لپاره چې هلته عسکر نه ور رسېږي، بې پیلوټه الوتکې او څرخکې وکاروي.‌

هغه وویل،‌ «له افغانستان سره په پوله ګڼ شمېر نرۍ، ډېرې ژورې او کږې وږې لارې دي چې اورپکي کولی شي کار ترې واخلي،» او زیاته یې کړه چې «سخت دریځي اورپکي اکثر وختونه د ترهګرو او وسلو د انتقال لپاره ځایي خلکو ته پیسې ورکوي او خپل کار پرې کوي.»

هغه وویل، «پاکستاني پوځ باید دا فکټور هم په پام کې ونیسي او خلکو ته مخکې تر مخکې خبرداری ورکړي چې د اورپکو او ځایي خلکو تر منځ دغه ډول همکاري کمزوري کړي،»

سربېره پر دې، چودهري وړاندیز وکړ چې سرحدي ساتونکو ته داسې حکم ورکول شي چې «په لیدلو سره ډز وکړي».‌

هغه وویل، «دا به د اورپکو لپاره یوه لویه مانع وګرځي، او دا کولی شي چې دغه ډول عناصر زمونږ له سرحد څخه لیرې وساتي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500