تروريزم

امنیتي عملیاتو په افغانستان کې د داعش وړتیا کمه کړې ده

د سلیمان راپور

افغان سرتېري د جون په ۱ په جلال اباد کې د داعش له یوه تورن اورپکي سره ولاړ دي.‌ چارواکو وویل، چې روانو پوځي عملیاتو په افغانستان کې د داعش له خوا د بریدونو ترسره کولو لپاره د دغې ډلې وړتیا کمه کړې ده. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

افغان سرتېري د جون په ۱ په جلال اباد کې د داعش له یوه تورن اورپکي سره ولاړ دي.‌ چارواکو وویل، چې روانو پوځي عملیاتو په افغانستان کې د داعش له خوا د بریدونو ترسره کولو لپاره د دغې ډلې وړتیا کمه کړې ده. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کابل -- که څه هم چې داعش د افغانانو پر ضد د وحشتونو ترسره کولو ته دوام ورکوي، د افغان ځواکونو له خوا روانو عملیاتو د هغوی وړتیاوې کمې کړي دي.‌

د دفاع وزارت په وینا، په فراه، هلمند، زابل، اروزګان او نورستان ولایتونو کې د داعش د خراسان څانګه ویجاړه کړای شوې ده.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري سلام ټایمز ته وویل، «کله چې په دغو پنځو ولایتونو کې د داعش د خراسان څانګه ویجاړه کړای شوه،‌ خواوشا له ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پورې د داعش جنګیاليو، چې له یو شمېر سره یې کورنۍ هم وې، د ننګرهار ولایت د خپل نوي مرکز او سنګر په توګه غوره کړ،»‌

هغه وویل، «هغوی هیله لرله چې یو ځل بیا په دې ولایت کې خپل فعالیتونه پيل کړي او د افغانستان نورو سیمو ته یې وغزوي،‌ خو افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د هغوی خواوشا ۳۰۰۰ غړي له منځه وېوړل، د هغوی مرکزونه یې ویجاړ کړل، او د داعش د خراسان څانګې خیالونه یې دړې وړې کړل.»‌

وزیري وویل، «په تېرو پنځو میاشتو کې، په ننګرهار،‌ کونړ او جوزجان ولایتونو کې د داعش ۱۱۰۰ تنه اورپکي ووژل شول،» او زیاته یې کړه چې د داعش یو څو ژوندي پاتې شوي اورپکي د ننګرهار ولایت شینوارو ولسوالۍ ته وتښتېدل.‌

د وژل شویو کسانو په منځ‌ کې د یادې ډلې مشر ابوسعید هم وو،‌ او هغه د داعش د خراسان څانګې درېیم مشر وو چې په یوه کال کې دننه ووژل شو.

وزیري وویل، په افغانستان کې اوس یوازې خواوشا له ۴۰۰ تر ۶۰۰ تنو پورې د داعش اورپکي پاتې دي.‌

هغه وویل، «داعش ته د نه جبرانېدونکیو ټکانونو د ور رسېدلو په پام کې نیولو سره، په دې کې شک نشته چې دغه ډله دا وړتیا نه لري چې لوی او تعرضي بریدونه ترسره کړي او نور د افغانستان د خلکو لپاره کوم ګواښ نه جوړوي،»‌

افغانان د داعش وحشتونه غندي

په ننګرهار کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر غفور جاوېد سلام ټایمز ته وویل، «له پخوا راهیسې، داعش ډېر لوی جرمونه او وحشتونه ترسره کړي دي. هغوی د چاودنو په وسیله قومي مشران ووژل؛‌ هغوی قومي مشران او دیني عالمان ووژل؛‌ هغوی کورونه، جوماتونه او زیارتونه ویجاړ کړل؛‌ هغوی په ننګرهار کې یو شپږ میاشتنی ماشوم دوه نیمې کړل؛ هغوی ښځې وتښتولې؛‌ هغوی کونډې په زور بوتللې او لسګونه نور افراطي جنایي فعالیتونه یې ترسره کړل.»‌

هغه وویل،‌ «دغه ټول جرمونه د دې سبب شول چې افغانان نه یوازې په خپلو سیمو کې د داعش مخالفت وکړي بلکه همدارنګه هغوی د امنیتي ځواکونو تر څنګ د داعش پر ضد وجنګېدل،»

د پکتیکا ولایت پخواني والي امین الله شارق سلام ټایمز ته وویل، «دغه فکټورونه د دې سبب شول چې داعش په افغانستان کې ماتې وخوري؛ لومړی، د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې جدي او قاطح دریځ، او دویم، د افغانانو له دود او باور سره د داعش د دود او باور نه برابری،»‌

هغه وویل، «دویم دلیل د دې سبب شو چې داعش هېڅکله هم دا وړتیا ترلاسه نه کړه چې د افغانانو تر منځ ځانونو ته ځای ومومي»‌.‌

شارق وویل، په ننګرهار کې د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکيو ویلي وو چې که هرڅوک هرکله له داعش سره همکاري وکړي، هغوی به د هغه کور ویجاړ کړي او له سیمې څخه به یې وباسي.

هغه وویل، «دا ښیي چې د خلکو په منځ کې د یادې ډلې پر ضد څومره کرکه موجوده ده. په دې توګه، په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې د ژوند دوران لنډ وو.»‌

'داعش جنګي وړتیا له لاسه ورکړه'

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي سلام ټایمز ته وویل، «د داعش ۹۸٪ جنګیالي وژل شوي، او داعش په ننګرهار کې خپلې وروستۍ ساګانې اخلي. د دې ډلې موجودیت نور د ننګرهار د حکومت او خلکو لپاره د اندېښنې خبره نه ده.»‌

هغه وویل، «په ننګرهار کې د داعش د خراسان څانګې خپله جنګي وړتیا له لاسه ورکړې. دغه ډله په توره بوړه کې له سختې ماتې څخه وروسته دا وړتیا نه لري چې ترهګریز بریدونه ترسره کړي

خوګیاڼي وویل، «ځایي خلکو داعش ته په ماتې ورکولو کې یو مهم او ارزښتناک رول ترسره کړ. د ننګرهار اوسېدونکي لومړني خلک ول چې د داعش پر ضد راپورته شول. د امنیتي ځواکونو تر څنګ، ملکي خلکو په دې کې پراخ رول ولوباوه چې کوټ، اچین، پچیراګام او د شینوارو ولسوالۍ د داعش له جنګیاليو څخه پاکې کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

خدای دې، په تاسو ټولو، چې د افغانستان او نړۍ لپاره عدالت او سوله غواړئ، رحم وکړي. تاسو د «ناکاره خلکو» د له منځه وړلو په برخه کې په مرسته کولو سره یو ډېر ښه کار کوئ. تر هغه یې مه پرېږدئ څو چې وروستی یو یې هم مړ شي. که تاسو یې پرېږدئ هغوی به بیا درپسې راشي او وبه مو چیچي.‌ ټول ووژنئ او صرفه مه کوئ. ایلیجه

ځواب ورکړئ