تروريزم

له میرزا اولنګ څخه د طالبانو او داعش له اېستلو څخه وروسته ډله ییز قبرونه وموندل شول

سلام ټایمز

افغان شیعه کلیوال وروسته له هغه چې د اګست په ۹مه په سرپل ولایت کې د یاغیانو له خوا خوشې کړای شول، د یوه موټر په سر ناست دي.‌ چارواکو وویل،‌ طالبانو او د داعش جنګیالیو د وژونکو یوه ډله دې ته خوشې کړه چې په لنډ وخت کې په میرزا اولنګ کلي کې ملکي خلک په نښه کړي. افغان ځواکونو دغه کلی د اګست په ۱۵مه ازاد کړ او درې داسې لوی قبرونه یې په کې وموندل چې له ۴۰ تنو څخه د ډېرو کلیوالو جسدونه په کې ښخ کړای شوي ول. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

افغان شیعه کلیوال وروسته له هغه چې د اګست په ۹مه په سرپل ولایت کې د یاغیانو له خوا خوشې کړای شول، د یوه موټر په سر ناست دي.‌ چارواکو وویل،‌ طالبانو او د داعش جنګیالیو د وژونکو یوه ډله دې ته خوشې کړه چې په لنډ وخت کې په میرزا اولنګ کلي کې ملکي خلک په نښه کړي. افغان ځواکونو دغه کلی د اګست په ۱۵مه ازاد کړ او درې داسې لوی قبرونه یې په کې وموندل چې له ۴۰ تنو څخه د ډېرو کلیوالو جسدونه په کې ښخ کړای شوي ول. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

مزارشریف -- چارواکو وویل، چې لوی قبرونه چې له ۴۰ تنو ملکیانو څخه د ډېرو جسدونه په کې موجود دياو باور کیږي چې د طالبانو او داعش یاغیانو له خوا وژل شوي دي،د سې شنبې په ورځ /د اګست ۱۵مه/ وروسته له هغه وموندل شول چې افغان ځواکونو هغه کلی ونیو چې هلته هغوی وژل شوي ول.

د چارواکو او اوسېدونکیو په وینا، د سیالو اورپکو له خوا په یوه نادر عملیات کې، جنګیالیو په میرزا اولنګ کې چې د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې یو اکثریت شیعه مېشتی کلی دی، لسګونه سړي، ښځې او ماشومانوروسته له هغه ووژل چې د اګست په ۵ مه یې د حکومت له خوا ملاتړ کېدونکې یوه ملېشه پسې واخیسته.‌

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني سلام ټایمز ته وویل، «پرون، میرزا اولنګ د طالب اورپکو له حضور څخه پاک کړای شو.‌»

هغه وویل، «تر اوسه پورې،‌ مونږ د ۴۲ داسې محلي اوسېدونکیو جسدونه موندلي چې طالبانو په ډېره بې رحمۍ سره ترې سرونه پرې کړي دي. په لومړي لوی قبر کې ۲۳ کسان ښخ کړای شوي ول، چې د ۸، ۱۲ او ۱۵ کلونو درې تنه ماشومان هم په کې ول. طالبانو لومړی هغوی ویشتلي او بیا یې سرونه ترې پرې کړي ول.»‌

هغه وویل، چې په دویم قبر کې ۱۱ جسدونه او په درېیم کې ۸ جسدونه وموندل شول، او زیاته یې کړه چې «د نورو جسدونو د موندلو لپاره هم لټون روان دی».‌

اماني وویل، «له ۵۵ څخه ډېر ترهګر چې ګڼ شمېر یې د هغوی قوماندانان ول، د میرزا اولنګ د بېرته نیولو په عملیاتو کې ووژل شول. سربېره پر دې، د داعش د یوه قوماندان د ورور قاري شېرمحمد غضنفر په شمول ۲۵ تنه نور یاغیان، ټپیان شول.»‌

وحشتناک کشف

په ولسي جرګه کې د سرپل ولایت یوه استازي سید محمد حسن شریفي بلخابي وویل، «ټول هغه کسان چې جسدونه یې نن په لویو قبرونو کې وموندل شول او ماشومان، ښځې او لویان په کې ول، ملکي خلک ول،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو او د داعش ترهګرو په میرزا اولنګ کې د خپل موجودیت پر وخت د خواوشا ۵۰۰ کورنیو شتمنۍ او ملکیتونه ولوټل او د دغې سیمې د اکثرو اوسېدونکیو کورونو ته یې اور ورته کړ،»

دغه کشف وروسته له هغه رامنځته شو چې د افغان ملي اردو د شمال د قول اردو یوه ویاند نصرت الله جمشېدي وویل، چې عسکرو له څو ورځني سخت جنګ څخه وروسته یاد کلی بېرته ونیو.‌

جمشېدي ای اېف پي ته وویل، «کلی په بشپړ ډول زمونږ د ځواکونو په ولکه کې دی او هغوی د طالبانو د ماینونو او غولوونکیو دامونو لټون کوي،»‌

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وویل، افغان ځواکونو د دوشنبې په ورځ /د اګست ۱۴مه/ ماسپښین «طالبان له یاد کلي څخه واېستل» او دا چې اورپکو ته «درانه تلفات» ورواوښتل.

افغان ځواکونو ته د وراوښتو تلفاتو په هکله څه نه دي ویل شوي.‌

ژوندیو پاتې شویو کسانو چې له تاوتریخوالي څخه راتښتېدلي ول، دغه صحنې وحشتنانکې یادې کړې او ویې ویل چې اورپکي کور په کور ګرځېدل او اوسېدونکي یې په ډزو سره وژل.‌

طالبانو همدارنګه یو شمېر اوسېدونکي بندیان کړي ول خو بیا یې ۲۳۵ تنه یرغمل نیول شوي کسان وروسته له هغه خوشې کړلچې مشرانو او ولایتي چارواکو له یادې ډلې سره یوه هوکړه وکړه.‌

داعش د دوشنبې په ورځ‌ په خپله تبلیغاتي رسنۍ، ایماق، کې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې، په سرپل کې د ۵۴ شیعه ګانو د وژلو مسؤلیت پرغاړه واخیست.‌

په پیل کې طالبانو ویلي وو چې کلی هغوی نیولی دی او ویلي وو چې دا کار هغوی په یوازې ځان کړی دی. هغوی د ملکي خلکو د وژلو تورونه رد کړل.‌

طالبانو او د داعش جنګیاليو په ۲۰۱۵ کال کېوروسته له هغه چې په افغانستان کې یې د پښو اېښودلو ځای پیدا کړ،‌ په منظم ډول نښتې سره کړي دي، خو امنیتي ځواکونه وایي چې هغوی دواړو یو بل ته لاسونه ورکړي ول او په ګډه یې په څو ځایونو کې په افغان ځواکونو باندې بریدونه وکړل.‌

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500