امنیت

د کابل په دروازو کې د موټرو د سکن ماشینونو د امنیت یو تازه احساس رامنځته کړ

د زیار راپور

افغان کارکوونکي په کابل کې د یوې لارۍ په شاتنۍ برخه کې د استعمال د توکو دپاسه ناست دي.‌ پلازمېنې کابل ته د ننوتلو په درې دروازو کې تازه نصب شویو د موټرو سکنرونو اوسېدونکیو ته د پیاوړي امنیت یو احساس ورکړی دی. [ادک بیري/ای اېف پي]

افغان کارکوونکي په کابل کې د یوې لارۍ په شاتنۍ برخه کې د استعمال د توکو دپاسه ناست دي.‌ پلازمېنې کابل ته د ننوتلو په درې دروازو کې تازه نصب شویو د موټرو سکنرونو اوسېدونکیو ته د پیاوړي امنیت یو احساس ورکړی دی. [ادک بیري/ای اېف پي]

کابل -- چارواکي وایي، کابل ته د ننوتلو په درې لویو دروازو کې تازه لګول شویو د موټرو سکنرونو دغه ښار ته په تېرو څو میاشتو کې له یو لړ ترهګریزو بریدونو څخه وروسته د امنیت یو تازه احساس ورکړی دی.

د روانې میاشتې په سر کې، مقاماتو د پلچرخي، سنګ نوشتې او ارغندي په دروازو کې د لاریو او نورو موټرو لپاره د سکن کولو ماشینونو ولګول.‌

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش سلام ټایمز ته وویل، «د کابل درې دروازې، له شمالي دروازې څخه پرته ټولې دروازې، په دغو سکنرونو باندې سمبال شوې، او د دوشنبې په ورځ /د اګست ۷ مه/ یې فعالیت شروع کړ،»

هغه وویل، «د کابل په شمالي دروازه [د کوتل سر]‌ کې به د سکنر نصبولو کار ډېر ژر شروع شي،»‌

د کابل پولیس پلان لري چې په دشت پیچاري، ګل باغ، بتخاک او د تره خېلو تنګي په دروازو کې نور سکنرونه هم نصب کړي.‌

دانش وویل، اورپکي ګروپونه به نور ونشي کولی چې «چاودېدونکي مواد، سپکې او درنې وسلې، او غیرقانوني نشه ییز توکې کابل ته را انتقال کړي،»

پولیس هره ورځ په ارغندي کې، چې پلازمېنه له څلورو ولایتونو سره نښلوي، نژدې ۱۰۰۰ لارۍ سکن کوي.‌

د نویو سکنرونو او نورو امنیتي ګامونو په هکله د خبرو کولو پر وخت، د ولسمشر غني یوه ویاند، شاه حسین مرتضوي، سلام ټایمز ته وویل، چې افغان حکومت «دې ته ژمن دی چې خلکو ته امنیت راولي».‌

پیاوړی امنیت

د امنیتي چارو تحلیلګران وایي، دغه سکنرونه به د کابل په امنیتي وضعه کې یو مثبت بدلون رامنځته کړي.‌

د افغان اردو یوه متقاعد جنرال او د امنیتي چارو اوسني تحلیلګر عتیق الله امرخېل وویل، «دا یو نوی فصل دی،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ باید مثبت فکر ولرو ځکه چې یاغیان به نور ونشي کولی چې چاودېدونکي توکي، ماینونه، بمونه او نور ویجاړوونکي وسایل ښار ته راوړي،»

خو امرخېل خبرداری ورکړ، چې د موټر په پلټنو کې شفافیت ضروري دی.‌

هغه وویل، «هغه کارمندان چې له دغه ډول وسایلو سره سروکار لري باید په فساد کې ککړ نه وي او باید ... په صداقت او اخلاص سره کار وکړي،»‌

د ولسي جرګې یوې غړې جنرالې نظیفې ذکي سلام ټایمز ته وویل، «دا یو ښه خبر دی،»‌

نظیفې وویل چې مقامات به د کندهار،هرات، مزارشریف او جلال اباد په څېر ټولو لویو ښارونو کې دغه ډول ماشینونه ولګوي.‌

د کابل یوه اوسېدونکي، برهان هاشمي، چې ۲۶ کاله عمر لري، د ښار د امنیت په ښه کولو کې د حکومت پرمختګ وستایه.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د دغو وسیلو په کار لګول به په کابل کې د یوه لا ښه نېکمرغه ژوند لپاره هیلې پراخې کړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500