تروريزم

چارواکي وایي، د ایران اصلي هدف دا دی چې په افغانستان کې نا امني رامنځته کړي

د زیار راپور

افغان طالب جنګیاليو د ۲۰۱۵ د نومبر په ۳ مه په فراه ولایت کې د طالبانو د جلا شوې ډلې مشر ملا محمد رسول اخوند (نه ښکاري) خبرو ته غوږ نیولی دی. د ګاونډي ولایت غور چارواکي وایي، ایران طالبانو ته مالي او لوژیستیکي مرسته ورکوي او هڅه کوي چې د افغانستان په لوېدیځ کې بې ثباتي رامنځته کړي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]‌

افغان طالب جنګیاليو د ۲۰۱۵ د نومبر په ۳ مه په فراه ولایت کې د طالبانو د جلا شوې ډلې مشر ملا محمد رسول اخوند (نه ښکاري) خبرو ته غوږ نیولی دی. د ګاونډي ولایت غور چارواکي وایي، ایران طالبانو ته مالي او لوژیستیکي مرسته ورکوي او هڅه کوي چې د افغانستان په لوېدیځ کې بې ثباتي رامنځته کړي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]‌

کابل -- د جولای په میاشت کې د لنډې مودې لپاره د طالبانو لاسونو ته د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ له لوېدلو څخه وروسته، یو شمېر افغان چارواکو نېغ په نېغه ایران په دې کې ښکېل وګاڼه چې د اورپکو په فعالیتونو کې مرسته کوي.

طالبانو د جولای په ۲۳ مه تیوره ولسوالي ونیوله.‌

خو درې ورځې وروسته، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړل، او د جولای په ۲۷مه دغه ولسوالي بېرته د حکومت تر کنټرول لاندې راغله.

د راپورونو له مخې، طالبانو د تیورې ولسوالۍ د لنډ مهالي کنټرول پر وخت،د ولسوالۍ روغتون ته اور ور واچاوه او لسګونه ډاکټران او ناروغان یې ووژل.

د تیورې ولسوالۍ لنډ مهالې خو له تاوتریخوالي ډکې نیونې د سیمې په هکله جدي اوازې رامنځته کړې، ځکه چې یو شمېر افغان چارواکي ادعا کوي چې د تیورې سقوط تر یوه حده له طالبانو سره د ایران د ملاتړ په نتیجه کې رامنځته شو.‌

ایران امنیت کمزوری کوي

د غور د ولایتي شورا رییس فضل حق احسان وویل، طالبان خپل فعالیتونه د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ په مستقیمه همکارۍ ترسره کوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ایران دې جګړې ته مالي او لوژیستیکي ملاتړ برابروي. که د ایران ملاتړ نه وای، طالبانو نشوای کولای چې تیوره ونیسي.»

هغه وویل، «د ایران اصلي هدف دا دی چې د افغانستان په لوېدیځ کې نا امني رامنځته کړي.‌ د هغوی دویم هدف له غور څخه بهېدونکو اوبو پورې تړاو لري.»‌

احسان وویل، ایران غواړي چې د افغانستان په لوېدیځ کې ناامني رامنځته کړي او په افغانستان کې د بندونو جوړونې مخه ونیسي. ایران ادعا کوي چې د بندونو جوړونه ایران ته بهېدونکې اوبه کموي.

د ازاد افغانستان راډېو په وینا، احسان وویل چې ایران له دې امله د طالبانو ملاتړ کوي چې په هرات ولایت کې د سلما بند او په غور کې د پوزې لیچ د اوبیزې برېښنا تر رغونې لاندې بند ویجاړ کړي.‌

ایرانپه افغانستان کې د بندونو جوړونه «د ایران لپاره ستونزمنه» ګڼلې او خبرداری یې ورکړی چې تهران به د دغه کار په وړاندې لاس په کار شي.

د غور د ولایتي شورا یوې بلې غړې انیسې غیور سلام ټایمز ته وویل، د افغانستان په لوېدیځ کې طالبانو ته «ایران نظامي او مالي مرستې برابروي چې د هغو پروژو امنیت کمزوری کړی چې د ایران ګتې ګواښي،»‌

هغې وویل، «افغان حکومت باید دغو حرکتونو ته جدي غبرګون وښیي،‌ که نه، د افغانستان د لویدېځې برخې امنیت به له جدي ګواښونو سره مخامخ شي.»

ایران د غور د ولایتي چارواکو له خوا د لګول شویو تورونو څخه انکار کوي.‌

طالبان نشي کولی چې له بهرني ملاتړ څخه پرته جګړه وکړي

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي غلام فاروق مجروح وویل، طالبان د بهرنۍ مرستې په اساس پرمخ ځي، او زیاته یې کړه چې طالبان «نشي کولی چې له هغه ملاتړ څخه پرته یوه ورځ هم جګړه پرمخ بوځي».‌

هغه کوم ځانګړي هېواد ته له اشارې کولو څخه پرته، سلام ټایمز ته وویل،‌«د افغانستان په لوېدیځ کې د یاغیانو فعالیتونه د سیمه ییزو حلقاتو له خوا حمایه کیږي،»‌

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش د تیورې په سقوط کې د سیمې د هېوادونو لاس لرل رد نه کړل.‌

هغه پرته له دې چې یاده کړي چې کوم هېوادونه په کې لاس لري، سلام ټایمز ته وویل، «یو شمېر سیمه ییز او ګاونډي هېوادونه هڅه کوي چې د افغانستان او په ځانګړې توګه د لویدیځې برخې امنیت خراب کړي،»‌

هغه وویل، «د دفاع وزارت د تیورې په سقوط کې د ایران د ممکنه لاسوهنې، او همدارنګه په افغانستان کې د امنیت د کمزوري کولو د هڅو په هکله پلټنو ته دوام ورکوي،‌»

رادمنش وویل، «که ثابته شي چې ایران په دغه ډول فعالیتونو کې مستقیما لاس لري، افغان حکومت به بې تفاوته پاتې نشي،»

د هرات د ځوانانو د مدني ټولنې یوه غړي کمال شاه سادات چې ۲۶ کاله عمر لري، وویل، د ایران لاسوهنه د افغانستان امنیت کمزوری کوي.‌

هغه د افغانستان په متحدانو باندې تاکید وکړ چې «د لاسوهونکو او په ځانګړې توګه د ایران او روسیې د لاسونو په لنډولو» باندې تمرکز وکړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500