ټولنه

افغانستان د خپلواکۍ ورځ په داسې حال کې ولمانځله چې د یووالي لپاره یې غږ وکړ

د سایرځلاند راپور

افغان مېرمنې د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې خپلواکي لمانځي. [سلام ټایمز]

افغان مېرمنې د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې خپلواکي لمانځي. [سلام ټایمز]

په هرات ولایت کې د خپلواکۍ د ورځې په لمانځنو کې، چې ولسمشر اشرف غني هم په کې برخه اخیستې وه، د پوځي ګاډو یو رسم ګزشت هم شامل وو. [سلام ټایمز]

په هرات ولایت کې د خپلواکۍ د ورځې په لمانځنو کې، چې ولسمشر اشرف غني هم په کې برخه اخیستې وه، د پوځي ګاډو یو رسم ګزشت هم شامل وو. [سلام ټایمز]

هندو افغانان په کابل کې د خپلواکۍ ورځ لمانځي. [سلام ټایمز]

هندو افغانان په کابل کې د خپلواکۍ ورځ لمانځي. [سلام ټایمز]

په ننګرهار ولایت کې، د پاچا امان الله خان، چې په ۱۹۱۹ کال کې یې افغانستان ته خپلواکي واخیسته، مقبره په څراغونو او د ملي بیرغ په رنګونو ښکلې کړای شوې ده.‌ [سلام ټایمز]

په ننګرهار ولایت کې، د پاچا امان الله خان، چې په ۱۹۱۹ کال کې یې افغانستان ته خپلواکي واخیسته، مقبره په څراغونو او د ملي بیرغ په رنګونو ښکلې کړای شوې ده.‌ [سلام ټایمز]

د جلال اباد اوسېدونکیو د خپلواکۍ ورځ درې شپې د اورلوبو په ترسره کولو سره ولمانځله.‌ [سلام ټایمز]

د جلال اباد اوسېدونکیو د خپلواکۍ ورځ درې شپې د اورلوبو په ترسره کولو سره ولمانځله.‌ [سلام ټایمز]

په کندهار ولایت کې افغانان په یوه لوی سړک د افغانستان د بیرغ په رنګونو رنګول شویو موټرو، لاریو او موټرسایکلونو له یوه کاروان سره تېرېږي.‌ [سلام ټایمز]

په کندهار ولایت کې افغانان په یوه لوی سړک د افغانستان د بیرغ په رنګونو رنګول شویو موټرو، لاریو او موټرسایکلونو له یوه کاروان سره تېرېږي.‌ [سلام ټایمز]

د پکتیا ولایت په ګردېز ښار کې، افغان ځوانان د خپلواکۍ د ورځې په لمانځلو سره د افغانستان بیرغ رپوي. [سلام ټایمز]

د پکتیا ولایت په ګردېز ښار کې، افغان ځوانان د خپلواکۍ د ورځې په لمانځلو سره د افغانستان بیرغ رپوي. [سلام ټایمز]

په مزارشریف کې یو افغان هلک، چې پوځي لباس یې پر تن دی، د خپلواکۍ د ورځې د لمانځنو په ترڅ کې سلامي کوي.‌ [فرشاد اوسیان/ای اېف پي]

په مزارشریف کې یو افغان هلک، چې پوځي لباس یې پر تن دی، د خپلواکۍ د ورځې د لمانځنو په ترڅ کې سلامي کوي.‌ [فرشاد اوسیان/ای اېف پي]

کابل -- افغانانو د شنبې په ورځ /د اګست ۱۹مه/ د خپلواکۍ ۹۸مه کلیزه ولمانځله او د یووالي او د امنیت د ښه کېدا غوښتنه یې وکړه.‌

په کابل کې، چې ولسمشرغني په کې د دفاع وزارت کې په خصوصي مراسمو کې د افغان لوړپوړو مقاماتو کوربه وو،‌ د پولیسو شمېر زیات شوی وو.

هغه هرات ولایت ته د خپلواکۍ د ورځې لمانځنو ته له تګ څخه مخکې د خپلواکۍ څلي ته د ګلانو ګېډۍ کېښوده.

غني وویل، «د هرات د اوسېدونکو له خوا په یوه عریضه باندې د یو میلیون لاسلیکونو ټولول د افغانستان دښمنانو ته څرګند پیغام ورکوي چې افغان ملت یو واحد ملت دی او دا چې دوی به هیچاته تسلیم نشي،»

په ننګرهار ولایت کې سړي د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۸مې کلیزې په مناسبت، چې د اګست په ۱۹مه لمانځل کیږي، خپل ملي ویاړ ښیي.‌

په ننګرهار ولایت کې سړي د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۸مې کلیزې په مناسبت، چې د اګست په ۱۹مه لمانځل کیږي، خپل ملي ویاړ ښیي.‌

نوموړي د هغو امنیتي سرتېرو قربانۍ وستایلې چې خپل ژوند یې په افغانستان کې د سولې او امنیت لپاره قرباني کړی دی.‌

غني په یوه ټویټ کې ولیکل، «دا ورځ په ډېرو قربانیو ګټل شوې ده. مونږ باید د دې ورځې احترام وکړو او ویې لمانځو.»

د ۱۹۱۹ کال د اګست ۱۹مه د راولپنډۍ د تړون لاسلیک یادوي چې افغانستان ته یې له برتانیا څخه پوره خپلواکي ورکړه، البته دغه هېواد له درې خونړیو جګړو څخه وروسته هم هېڅکله د برتانوي امپراتورۍ برخه نه وه ګرځېدلې.

سور، تور او زرغون

په داسې حال کې چې د کابل ډېرې کوڅې د افغانستان په سور، تور او زرغون درې رنګه بیرغ ښکلې کړای شوې وې، په پلازمېنه کې د لمانځنې شور زوږ نه وو.

په کابل کې له هغه وخت نه خفګان سیوری غوړولی ووچې د می په ۳۱ مه د دغه ښار په دپلوماتیکه ساحه کې یوه لویه لارۍ بمي چاودنه وشوه، خواوشا ۱۵۰ کسان یې ووژل او نژدې ۴۰۰ نور کسان یې ټپیان کړل چې اکثر یې ملکي خلک ول. د دغه برید مسؤلیت چا پرغاړه وانه خیست.‌

د خپلواکۍ ورځ په سوله ییز ډول تېره شوه،‌ او سلګونو ځوانو سړیو او ښځو د یکشنبې په شپه د افغان پاپ ستورې اریانا سعید په کانسرت کې، چې په کابل کې ترسره شو، برخه واخیسته. اریانا د محافظه کارانو له مخالفت او ترهګریزو ګواښونو سره سره خپل کانسرت ترسره کړ.‌

اریانا سعید بي بي سي ته وویل،‌ «په افغانستان کې یو شمېر خلک داسې دي چې د موزیک، لمانځنې، او حتی د نوي کال، اختر او هر څه پر ضد دي.‌ نن باید مونږ سره یو شو او د دې پر ضد مبارزه وکړو.»‌

هغې وویل، «زه دا یو ډېر ښه چانس ګڼم چې ومې کولای شوای چې افغان دوستانو ته یو څه خوښي ورکړم، هغوی دا وخت خوشحالۍ ته ضرورت لري،»

اریانا سعید وویل،‌ چې هغه به له کانسرت څخه ترلاسه شوې پیسېد سرپل ولایت په میرزا اولنګ کېد طالبانو او داعش اورپکو له خوا د وژل شویو کسانو کورنیو ته د مرستې په توګه ورکړي.‌

په ننګرهار او بلخ کې لمانځنې

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، چې په دغه ولایت کې ترسره شوې لمانځنې ډېرې له خوښۍ ډکې وې.‌

چارواکو او یو شمېر اوسېدونکیو په جلال اباد کې د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکي پاچا امان الله خان په قبر د ګلونو ګېډۍ کېښوده.‌

خوګیاڼي سلام ټایمز ته وویل، زرګونه خلک سړکونو ته راوتلي وو چې دغه ورځ ولمانځي، لمانځونکو اتڼونه وکړل او درې شپې سر په سر یې په هوا کې اورلوبې وکړې.‌

هغه وویل، د تېرې اونۍ په بهیر کې د ننګرهار ځوانان په سړکونو ګرځېدل او ملي بیرغونه یې ښورول.

په بلخ ولایت کې د خپلواکۍ د ورځې په مراسمو کې د ترهګرۍ ضد او امنیتي بریالیتوبونه وستایل شول.‌

د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان جنرال امان الله مبین امنیتي ځواکونو ته وویل، چې طالبان او داعش هڅه کوي، چې د افغانستان په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه شمال کې ناامني خپره کړي.‌

مبین په افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو باندې تاکید وکړ چې د افغانستان او د افغانانو د امنیت د خوندي کولو په لار کې په هېڅ راز هڅو سرپه ونه کړي.‌

افغانانو د یووالي او وطندوستۍ غږونه وکړل

په کابل کې ځوانانو موټرونه ښکلي کړي او د افغانستان بیرغونه یې پرې لګولي وو چې خپل ملي غرور وښیي.‌

د کابل اوسېدونکي رفعت الله عادل سلام ټایمز ته وویل، «هر افغان باید د وطندوستۍ، زغم او یو بل منلو احساس ولري. مونږ باید سره متحد واوسو او مونږ باید په توپیري چلند ولاړ نظرونه تعقیب نه کړو.»

د کابل یوه بل اوسېدونکي سیاوش ضمني د امنیت په هکله اندېښنې څرګندې کړې.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هر څوک دا هیله لري چې د افغانستان خلک نور له ستونزو سره مخامخ نشي. مونږ باید د افغانستان لپاره د یوه لا ښه راتلونکي په هیله سره متحد پاتې شو.»

شېرالله چې ۲۶ کاله عمر لري او د ټکسي ډرایور دی، له خپل موټر څخه بیرغونه او نور د وطندوستۍ شیان خرڅ کړل.‌

هغه وویل هغه «ښې پیسې په کې وګټلې»، خو پیسې د هغه اصلي هدف نه وو.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه بیرغونه یوازې د ګټې په نیت نه خرڅوم،‌ بلکه زه د یوه افغان په توګه غواړم چې د خپلواکۍ د ورځې په لمانځنه کې خپله برخه کار ترسره کړم.‌ هر څوک باید په لمانځنو کې خپله برخه کار وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

یاره ستاسو خبرونه د قدر وړ دي.‌ خصوصا د ازادۍ د ورځې د لمانځلو په هکله ستاسو د خبریال راپور خوندور او ښه تفصیل لري. ډېره مننه مو کوو.‌ یوه خبره دا چې تاسو په مزارشریف کې د جنګسالار او د بشري حقونو د ناقض عطامحمد نور له خوا د هغه ولایت د ولایتي شورا د وکیل آصف مومند د وهلو او د هغه د غوږ پرې کولو په هکله هیڅ ونه لیکل. تاسو همیشه د هزاره ګانو د ملاتړ په هکله لیکل کوئ خو د پښتنو سره تبعیض غوندې کوئ.‌ په احترام

ځواب ورکړئ