امنیت

هیله منو افغانانو په افغانستان کې د امریکا د عسکرو د پاتې کېدا د ژمنې هرکلی وکړ

سلام ټایمز

د افغان ملي اردو یو عسکر له کندهار ښار سره نژدې د احمدخان کمپ خواوشا ګزمه کوي. [مارتین بیورو/ای اېف پي]

د افغان ملي اردو یو عسکر له کندهار ښار سره نژدې د احمدخان کمپ خواوشا ګزمه کوي. [مارتین بیورو/ای اېف پي]

کابل -- افغانانو د سې شنبې په ورځ /د اګست ۲۲ مه/ د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې وینا هرکلی وکړ چې په افغانستان کې یې د جګړه مارو، چې له کلونو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ورانی کوي، تر ماتولو پورې د امریکایي عسکرو د پاتې کېدا ژمنه وکړه.‌

افغان ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ په یوه وینا کې وویل، «زه له ولسمشر ټرمپ او امریکایي ولس څخه زمونږ د پر ځان بسیاینې او له سیمې څخه د ترهګرۍ د ګواښ د له منځه وړلو په برخه کې د ګډو هڅو ترسره کولو په برخه کې د ملاتړ د تایید له امله مننه کوم،»

غني په کندهار کې عسکرو ته په وینا کې وویل، د اعلی سرقوماندان په توګه د ټرمپ لومړۍ وینا چې د دوشنبې په ورځ /د اګست ۲۱مه/ ناوخته یې وکړه، وښودله چې امریکا «له مونږ سره وه او دا چې دغه همکاري یې د وخت محدودیت نه لري».‌

غني له طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې خبرې دې پیل کړي او ویې ویل چې افغانستان له ګاونډي هېواد پاکستان سره سوله غواړي. نوموړي طالبانو ته وویل، «تاسو نشئ کولی چې دا جګړه وګټئ،»‌

د افغان ملي اردو عسکر د ۲۰۱۶ د اپریل په ۲۶ مه په مزارشریف کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو له روزنیز مرکز څخه بهر د ناټو د ویاند او د متحده ایالاتو د برید جنرال چارلس اېچ کلیولنډ (نه ښکاري) د کتنې پر وخت په کتار ولاړ دي.‌

د افغان ملي اردو عسکر د ۲۰۱۶ د اپریل په ۲۶ مه په مزارشریف کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو له روزنیز مرکز څخه بهر د ناټو د ویاند او د متحده ایالاتو د برید جنرال چارلس اېچ کلیولنډ (نه ښکاري) د کتنې پر وخت په کتار ولاړ دي.‌

افغان پولیس د ۲۰۱۶ د جولای په ۱۴مه د هرات ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې د یوه فراغت د مراسمو په ترڅ کې ارام سئ ولاړ دي.‌ [عارف کریمي/ای اېف پي]

افغان پولیس د ۲۰۱۶ د جولای په ۱۴مه د هرات ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې د یوه فراغت د مراسمو په ترڅ کې ارام سئ ولاړ دي.‌ [عارف کریمي/ای اېف پي]

د افغان حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ په یوه خبري کانفرانس کې وویل، چې د متحده ایالاتو نوې پالیسي به یو مهم مثبت تاثیر ولري.‌

د طلوع نیوز د راپور په اساس،‌ هغه وویل، «د نوې ستراتیژۍ په اساس پرانستل شوی دغه نوی فصل د ترهګرو د ځپلو او د سولې لپاره زمونږ د هدفونو د ترلاسه کولو په لاره کې یو بې ساري فرصت دی.‌ د داعش پر ضد نوی او قوي موقف د دغې ترهګرې ډلې د ویجاړولو او له منځه وړلو لپاره یو بې ساري فرصت برابروي.»‌

مهالوېشونه نشته

ټرمپ د دوشنبې په ورځ په متحده ایالاتو کې په یوه وینا کې وویل، «د چټکې وتنې پایلې هم پېښېدای شي او هم د نه منلو وړ دي،»

هغه وویل،‌ دغه ډول وتنه به داسې یوه تشه رامنځته کړي چې ترهګر «به یې په چټک ډول ډکه کړي،»

که څه هم چې د ټرمپ په وینا کې د عسکرو د مفصل شمېر په هکله معلومات نه وو، خو د سپینې ماڼۍ جیګپوړو چارواکو وویل چې هغه مخکې تر مخکې افغانستان ته د ۳۹۰۰ نورو عسکرو د لېږلو منظوري ورکړې ده.‌

د متحده ایالاتو ولسمشر په نهایت کې له طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي دروازه پرانستې پرېښوده.‌

هغه وویل، «یوه ورځ، له مؤثرو پوځي هڅو څخه وروسته،‌ ښایي دا ممکنه شي چې داسې یو سیاسي حل رامنځته شي چې په افغانستان کې د طالبانو عناصر ځای ومومي،»‌

هغه له دې شرط «چې امریکا به له افغان حکومت او اردو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي چې په میدان کې د طالبانو پر ضد جګړه وکړي» څخه مخکې زیاته کړه، «خو هیڅوک هم نه پوهېږي چې آیا یا کله به دغه جوړجاړی وشي،»‌

نوې هیله

په مزارشریف کې عبدالحمید صفوت ای اېف پي ته وویل، «زه ډېر هیله من یم چې دا ستراتیژي به په افغانستان کې په وضعه کې بدلون راولي،»‌

هغه وویل، «لږ تر لږه په افغانستان کې د پاتې کېدا ژمنه به افغانانو ته دا اطمینان ورکړي چې هغوی به بیا د ترهګرو لاسونو ته ونه لوېږي،»

په غزني کې د پوهنتون یوه محصل محمد حسین رحیمي وویل، «زه ډېر هیله من یم.‌ د ټرمپ وینا ډېره قوي وه،»

د ناټو مشر جینز ستولتینبرګ د سې شنبې په ورځ افغانستان ته د اضافي ځواکونو د لېږلو په برخه کې د ټرمپ د پلان هرکلی وکړ،‌ او ویې ویل چې ناټو به پرې نه ږدي چې دا هېواد بیا د ترهګرو لپاره په خوندي ځای بدل شي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500