ديپلوماسي

افغانانو او پاکستانیانو د پېښور په غونډه کې په سولې او یووالي تاکید وکړ

د محمد اهل راپور

کډوال افغانان د ۲۰۱۷ د اګست په ۱۷مه په پېښور کې د پاکستان له خوا د نوم لیکنې له یوه مرکز څخه بهر د خپل نوبت لپاره انتظار کوي.‌ د اګست په ۱۹مه، په پېښور کې د افغان کونسلګرۍ له خوا د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۸ مې کلیزې د لمانځنې لپاره دایره شوې غونډه کې د یوې اورېدل شوې اصطلاح په اساس، که یو ملت وینې کېږي، بل ورسره درد احساسوي. [عبدالمجید/ ای اېف پي]‌

کډوال افغانان د ۲۰۱۷ د اګست په ۱۷مه په پېښور کې د پاکستان له خوا د نوم لیکنې له یوه مرکز څخه بهر د خپل نوبت لپاره انتظار کوي.‌ د اګست په ۱۹مه، په پېښور کې د افغان کونسلګرۍ له خوا د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۸ مې کلیزې د لمانځنې لپاره دایره شوې غونډه کې د یوې اورېدل شوې اصطلاح په اساس، که یو ملت وینې کېږي، بل ورسره درد احساسوي. [عبدالمجید/ ای اېف پي]‌

پېښور -- د اګست په ۱۹مه په پېښور کې د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۸ مې کلیزې د لمانځنې په غونډه کې افغان او پاکستاني مقاماتو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د همکارۍ په هکله خبرې اترې وکړې.

دغه پروګرام په پېښور کې د افغانستان د کونسلګرۍ له خوا ترتیب شوی وو، چې سیاستوالو، ملکي خلکو او د ګڼو هغو هېوادونو،‌ چې په پېښور کې سوداګریز یا سیاسي حضور لري،‌ استازو په کې برخه اخیستې وه.‌

په دې غونډه کې، افغان او پاکستاني چارواکو په یوه خوله د ترهګرۍ پر ضد د یوې داسې همغږې شوې مبارزې په اړتیا ټینګار وکړ چې په خپل وار سره په سوله او پرمختګ باندې واوړي.‌

په دې جشن کې یوه اصطلاح یاده شوه چې که یو ملت وینې کیږي، بل به ورسره درد احساسوي.‌

د سولې او پرمختګ لپاره غوښتنې

په شېراز ارینا کې په دغه سخاوتمندانه پروګرام کې، افغان کونسل عبدالله وحید پویان خپل ملت ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه او د هغوی د خپلواکۍ ترلاسه کولو لپاره یې د هغوی د نیکونو هڅې وریادې کړې.

هغه وویل، «سوله هغه څه ده چې افغانستان ورته نن ورځ له هرڅه نه ډېره اړتیا لري.‌ بیا ورپسې اقتصادي او ټولنیزه بېخبنا راځي.»

هغه وویل، «پاکستان او افغانستان باید د یوه سوله ییز حضور لپاره په خپلو کې لاسونه سره ورکړي او هغو دښمنانو ته ماتې ورکړي چې د دغو دواړو هېوادونو بنسټونه ګواښي.‌ دا د دې وخت ضرورت دی چې داسې یوه ګډه مبارزه پیل شي چې ترهګرۍ ته، چې په هره بڼه او شکل وي، ماتې ورکړي.»

پویان وویل، «که افغانستان نا امن وي، پاکستان به هم دغه درد احساس کړي،»‌

د عوامي نېشنل ګوند عمومي منشي میا افتخارحسین په دې غونډه کې پاکستان فارورډ ته وویل، «هغه عناصر چې په دواړو هېوادونو کې د سولې مخالفت کوي، هغه باید له منځه وېوړل شي.‌ دواړه هېوادونه باید په خپلو تګلارو بیافکر وکړي او دا مطمئنه کړي چې افغان او پاکستاني دواړو خاورې د ترهګرو له خوا نه کارول کیږي.»

هغه وویل، «پاکستان او افغانستان باید پوه شي چې ترهګر د دې لپاره راوتلي چې بې ګناه خلک ووژني او پښتانه وترهوي.‌ د ښو او خرابو طالبانو کیسه باید ختمه شي.»‌

هغه وویل،‌ پرمختګ او نېکمرغي به په دواړو هېوادونو کې یوازې هغه وخت رامنځته شي چې که د ترهګرۍ جرړې واېستل شي او سوله پرځای شي.

د سرحد دواړو غاړو ته د اعتماد جوړول

د قومي وطن ګوند د پېښور څانګې مشر هاشم بابر وویل، د سولې او نېکمرغۍ رامنځته کولو لپاره دا ضروري دي چې د ګاونډیانو تر منځ اعتماد جوړ شي.‌

بابر په دې غونډه کې وویل، «تاریخ ښودلې ده چې د دې خاورې زړور خلک هېڅکله هم نه دي مات شوي. که هغوی لاسونه سره ورکړي هغوی کولی شي چې ترهګرۍ ته هم ماتې ورکړي.»

هغه وویل، «د راتلونکیو نسلونو د روښانه راتلونکي لپاره په کار دی چې مونږ وړې شخړې شاته وغورځوو،»

د پاکستان بار کونسل (د وکیلانو د ټولنې) مشر عبداللطیف افریدي پاکستان فارورډ ته وویل، «د پولې د دواړو غاړو پښتانه باید په دې پوه شي چې په راتلونکي وخت کې د هغوی موجودیت سولې پورې تړلی دی، او هغوی کولی شي چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه یوازې هغه وخت وګټي چې هغوی سره متحد وي،»

د پېښور اوسېدونکي رمیزخان پاکستان فارورډ ته وویل، «دا د خوښۍ ځای دی چې د پښتنو اصلي څېرې تر یوه چت لاندې ګورو.‌ مونږ ډېر زیات جنګونه ولیدل. مونږ سولې او پرمختګ ته ضرورت لرو.»

په پېښور کې یوه افغان سوداګر عبدالسلام افغان وویل، «اوس د دې وخت را رسېدلی دی چې مونږ ټول هغه کسان راونیسو چې له لسیزو راهیسې یې مونږ د مذهب په نامه وژلو،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

څومره بې منطقه عکس مو له دې راپور سره خپور کړی دی!! راپور د خپلواکۍ لمانځلو د غونډې په هکله دی او تاسو ورسره د کډوالو د انتظار عکس خپور کړی دی.‌ داسې ښکاري چې دا خبریال کوم ذلیل او بدبخت پاکستانی دی چې له افغانانو سره کینه لري او د پنجابیانو په شان تل کوشش کوي چې د افغانانو منفي اړخونه راوسپړي.

ځواب ورکړئ