ترانسپورت

د بسونو تر پلان لاندې سیستم د کابل ښار مسافرو ته هیله ورکوي

د نجیب الله راپور

پلي او تېرېدونکي خلک د ۲۰۱۲ د اګست په ۲۹ مه په کابل کې د ازدحام پر وخت ځانونو ته لارې باسي.‌ کابل یو د بس سیستم جوړوي چې ترافیکي ستونزې پرې کمې کړي. [جوز کبېزاس/ای اېف پي]

پلي او تېرېدونکي خلک د ۲۰۱۲ د اګست په ۲۹ مه په کابل کې د ازدحام پر وخت ځانونو ته لارې باسي.‌ کابل یو د بس سیستم جوړوي چې ترافیکي ستونزې پرې کمې کړي. [جوز کبېزاس/ای اېف پي]

کابل -- د کابل د لومړني ښاري بس سیستم روانه رغونه هغو خفه ښاریانو ته چې د ورځې ډېر ساعتونو په ترافیکي ازدحام کې تېروي، هیلې ورکوي.‌

په کابل کې یوې ۱۹ کلنې زده کوونکې لیلا حمیدي شکایت وکړ، چې ځینې وختونه، ښوونځي ته د ۱۵ دقیقو د تګ لاره یو ساعت وخت نیسي.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «ځینې ورځې ترافیک دومره زیات وي چې زه نشم کولی چې خپلو ټولګیو ته په ټاکلي وخت ورسېږم،»

هغې وویل، «زه په دې ډېره خوشحاله یم چې اورم په ښار کې یو مېټرو بس لین رغول کیږي... ځکه چې هغه کولی شي چې د ښار ګڼ ترافیک راکم کړي،»‌

د کابل د ترافیکو حال د فبرورۍ په میاشت کې لیدل کیږي.‌ د افغانستان پلازمېنه پلان لري چې د دغه بیروبار د کمولو لپاره یو د بسونو سیستم پیل کړي.‌

د کابل د ترافیکو حال د فبرورۍ په میاشت کې لیدل کیږي.‌ د افغانستان پلازمېنه پلان لري چې د دغه بیروبار د کمولو لپاره یو د بسونو سیستم پیل کړي.‌

لوړې هیلې او زړور پلانونه

د کابل ښاروالۍ د مېټرو بس پروژه د جون په ۱۶مه پیل کړه.

د ښار چارواکي وایي، د دغې پروژې هدف دا دی چې د ښار ګڼ ترافیک، چې په ښار کې د اوسېدونکیو د تراکم او د موټرو د شمېر د زیاتوالي په نتیجه کې رامنځته شوي دي، راکم کړي.‌

د کابل سرپرست ښاروال عبدالله حبیبزي وویل، د دغه سیستم د رغونې لومړی فېز به یو کال وخت ونیسي.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، هغه وړاندوینه وکړه، چې په درې کالو کې به، کابل ۱۱۱ کیلومتره د بس لینونه ولري. هغه زیاته کړه، لومړني بسونه به د راتلونکي کال په لومړیو کې چلند پیل کړي.

د پژواک خبري اژانس د راپور په اساس، تمه ده چې د بسونو د لینونو د دغې ۱۱۱ کیلومتره اوږدې شبکې په جوړونه باندې تر ۱۵ میلیونه ډالرو (۱ میلیارد افغانیو) پورې لګښت راشي.

د کابل ښاروالۍ د ویاند عبدالجلیل سلطاني په وینا، د مېټرو بس پروژې د رغونې د چمتووالي کار چې د کابل د سرکونو پخول هم په کې شامل دي، شروع شوی دی.‌

هغه د اګست په ۱۸مه سلام ټایمز ته وویل، «دا وخت مونږ د سړکونو د سطحې په برابرولو او قیرکولو باندې کار کوو. وروسته له هغه چې مونږ د قیر اچولو کار بشپړ کړو، بیا به په دې سړک باندې د مېټرو بس لین جلا کړو.»

هغه وویل، سربېره پر دې، د مېټرو بس پروژې د دویمې مرحلې ډیزاین یا طرحه پیل شوې ده او د لومړۍ مرحلې یا فېز د کار تر بشپړېدلو وروسته سمدلاسه به تطبیق شي.‌

د کابل پوهنتون یوه ۲۵ کلن محصل احمد مسعود وویل، د مېټرو بس لینونو جوړول به په کابل کې د ترافیکو په اداره کولو کې مرسته وکړي.

اسانۍ راوستلو ته لېوالتیا

هغه د حمیدي د خبرو په غبرګولو سره سلام ټایمز ته وویل، «په ځینې ورځو کې، ټولګي ته تګ، زما ساعتونه ساعتونه وخت نیسي. هغه د پوهنتون او کور تر منځ زما تګ راتګ ډېر زیات سختوي.»

په کابل کې یوه انجنیر غلام محمد وویل، په کابل کې ازدحام ډېر زیات شوی دی، چې د دغه ښار د اوسېدونکیو ژوند او کار مختلوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د مېټرو بس پروژې د پیلېدا خبر یو له هغه کمو ښو خبرونو څخه دی چې ما په کابل کې د خونړیو ترهګریزو بریدونو په دوران کې واورېد،»‌

په کابل کې د ترافیکو د پولیسو یوه افسر وحیدالله وویل، «په کابل کې د ترافیکو اداره او کنټرول له دې امله سخت شوی چې په دغه ښار کې د موټرو شمېر ډېر زیات شوی دی،»

د ښاروالۍ ویاند سلطاني وویل، «که څه هم چې د ترافیکو د کنټرول کارمندان سخت کار کوي... یوازې د هغوی هڅو کفایت نه کاوه،»‌

هغه وړاندوینه وکړه،‌ چې یو ځل چې بسونه جوړ شي او چلند پیل کړي، هغه به د پلازمېنې ازدحام ډېر راکم کړي.‌

هغه وویل،‌ «مېټرو بسونه به ډېر زیات کارول کیږي ځکه چې هغه به خپل ځانګړی، چټک لین ولري،‌»

سلطاني وویل، ښاروالۍ لا تر اوسه پورې پرېکړه نه ده کړې چې بسونه له چا نه واخلي، او زیاته یې کړه چې هغوی به په دې برخه کې خپلو پلانونو ته ژر وروستۍ بڼه ورکړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500