امنیت

پاکستان پر افغان پوله 'د ترهګرو د تګ راتګ لاره' سختوي

د محمد آهل راپور

پاکستاني ځواکونه د جولای په وروستیو کې د دې لپاره جګړه کوي چې غرنۍ راجګال دره خوندي کړي. اردو د اګست په ۲۲مه اعلان وکړ چې هغوی دغه دره خوندي کړې ده. [د پوځ د عامه اړیکو د ادارې له خوا اخیستل شوی عکس]

پاکستاني ځواکونه د جولای په وروستیو کې د دې لپاره جګړه کوي چې غرنۍ راجګال دره خوندي کړي. اردو د اګست په ۲۲مه اعلان وکړ چې هغوی دغه دره خوندي کړې ده. [د پوځ د عامه اړیکو د ادارې له خوا اخیستل شوی عکس]

اسلام اباد -- کتونکي وایي، د پاکستان د پوځ له خوا یو وروستی ترسره شوی عملیات د اورپکو له خوا په پوله د اوښتلو را اوښتلو په ودرولو کې د یوې مهمې برخې استازیتوب کوي.

دغه عملیات د پاکستان-افغانستان د پولې په اوږدو کې په راجګال دره کې له ۲۵۰ کیلومترمربع څخه ډېره ساحه پاکه کړه. دغه دره چې په خیبر ایجنسۍ کې پرته ده، د بېلابېلو نظامي ډلو لپاره یې د یوه ترانزیتي مرکز او د پولې دواړو غاړو ته د بریدونو لپاره د یوې مهمې لارې رول لوبولی دی.

د امنیتي چارو تحلیلګران وایي، د داعش او طالبانو په څېر ترهګرو ډلو راجګال دره او ګاونډي ننګرهار ولایت په پاکستان او افغانستان دواړو کې د بریدونو ترسره کولو لپاره د پښې اېښودلو د ځایونو په توګه کارول.

پاکستاني چارواکو وویل، په هغو عملیاتو کې چې له یوې میاشتې څخه ډېر وخت یې ونیو او د اګست په ۲۲مه پای ته ورسېدل، ۵۲ تنه اورپکي ووژل شول او ۳۲ تنه نور ټپیان شول.

د دایمي کنټرول ضرورت

په پېښور کې ژورنالست او د خیبر تلوېزیون د پښتو ژبې ویاند عقیل یوسفزي وویل، د راجګال درې تصفیه کول د داعش د خپرېدا د مخنیوي په کمپاین کې یو لوی بری په ګوته کوي.

په اسلام اباد کې د پاکستان د سولې د څېړنو د انسټیټیوټ رییس محمد امیر رانا ومنله چې، «هغه یو لوی بری دی،» او ویې ویل چې «داعش تر دروازې پورې را رسېدلی وو. هغه یو پر وخت اقدام وو چې دغه ستراتیژیکه دره یې پاکه کړه.»

رانا پاکستان فارورډ ته وویل، «دا مهمه ده چې عسکر هلته وساتل شي او دغه سیمه تر کنټرول لاندې وساتل شي،»

هغه زیاته کړه، د ستراتیژيک سرحد، چې راجګال دره هم په کې شامله ده، کنټرولول په امنیتي چارو کې د اوږدمهالي بري لپاره حیاتي رول لري.

په پېښورپوهنتون کې د سولې او شخړې د څېړنو د انسټیټیوټ یوه څېړونکي اختر امین وویل، دغه دره په افغانستان کې د هغو اورپکو لپاره د تګ راتګ له لویو لارو څخه وه چې خیبر ایجنسۍ او خیبرپښتونخوا ته راتېرېدل.

هغه زیاته کړه، له ترهګرو څخه د راجګال درې او د تګ راتګ د نورو ټولو لارو پاکول او د ترهګرو د حرکتونو محدودول د ترهګرۍ پر ضد د جګړې د ګټلو او د سرحد په اوږدو کې د سولې د بیا رامنځته کولو په برخه کې مهم رول ترسره کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500