کډوالان

په پاکستان کې د اوسېدونکیو افغانانو نوم لیکنه چټکه شوه

د جاوېدخان راپور

یوه افغانه کورنۍ د اګست په ۲۲مه په پېښور کې د نوم لیکنې یوه مرکز ته رارسېږي. پاکستان د اګست په ۱۶مه داسې یو شپږ میاشتنی پروګرام پیل کړ چې په اساس به یې په ټول هېواد کې له ۶ سوه زرو څخه تر ۱ میلیون پورې د بې اسنادو افغانانو نوم لیکنه وشي.‌

یوه افغانه کورنۍ د اګست په ۲۲مه په پېښور کې د نوم لیکنې یوه مرکز ته رارسېږي. پاکستان د اګست په ۱۶مه داسې یو شپږ میاشتنی پروګرام پیل کړ چې په اساس به یې په ټول هېواد کې له ۶ سوه زرو څخه تر ۱ میلیون پورې د بې اسنادو افغانانو نوم لیکنه وشي.‌

پېښور -- پاکستاني چارواکي په ټول هېواد کې په دې کار کوي چې دغلته د موجودو افغان کډوالو نوم لیکنه وکړي.

په پاکستان کې د اوسېدونکیو بې اسنادو افغان اتباعو د نوم لیکنې دغه شپږ میاشتنی پروګرام په خیبرپښتونخوا او د هېواد په نورو برخو کې د نوم لیکنې مرکزونو ته د لا نورو کورنیو په ورتګ سره زور اخلي.

په هېواد کې د موجودو ۲۰ مرکزونو له جملې څخه نیمایي په خیبرپښتونخوا کې پرانستل شوي ځکه چې د ثبت شویو او له ثبت نه پاتې افغانانو ډېر شمېر له خواوشا ۴۰ کالو راهیسې په دغه ایالت کې اوسېږي.‌

د خیبرپښتونخوا د کډوالو د چارو لوی رییس وقار معروف پاکستان فارورډ ته وویل، «دغه پروګرام په ټول ایالت [او هېواد] کې د اګست په ۱۶مه په رسمي توګه شروع شو، چې د هغه په اساس به د هغو افغانانو چې اسناد نه لري، نومونه ولیکل شي او د افغان اتباعو کارډونه به ورکول شي،»

هغه وویل، دوه مرکزونه په پېښور او دوه په نوښار کې پرانستل شوي، او زیاته یې کړه، چې نور مرکزونه په مردان، مانسهره، دیر، هنګو، کوهاټ او هریپور کې پرانستل شوي دي.‌

معروف وویل، «تر دې دمه غبرګون ښه دی،‌ ځکه چې د ایالت په بېلابېلو برخو کې په ۱۰ مرکزونو کې هره ورځ د خواوشا ۲۲۰۰ کسانو نوم لیکنه کیږي،»‌

معروف زیاته کړه، «د اګست تر ۲۶ مې، په خیبر پښتونخوا کې د ۱۴۰۰۰ کسانو نوم لیکنه شوې، په داسې حال کې چې ۱۱۰۰۰ نور افغانان تر اوسه پورې د هېواد په نورو ایالتونو کې ثبت شوي دي،»

هغه وویل، د اګست په ۲۶ مه، یوازې د خیبرپښتونخوا کارمندانو د ۲۲۱۳ بې اسنادو افغانانو نومونه ولیکل.

د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وزارت (سفران)،‌ د نفوسو د احوال ثبتولو اداره (نادرا) او د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو وزارت د دغې پروژې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) او د کډوالۍ د نړیوال سازمان (آی او اېم) په ملاتړ تطبیقیږي، څارنه کوي.‌

د نوم لیکنې د دغه شپږ میاشتني پروګرام ازمېښتي دوره د جولای په ۲۰مه یوازې په پېښور او اسلام اباد کې شروع شوه، په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې بیا په رسمي توګه د اګست په ۱۶مه پیل شوه.

نوي کارډونه، امنیتي اندېښنې

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) دغه پروژه چې د هغو افغانانو نوم لیکنه کوي چې په پاکستان کې اوسېږي او شمېر یې اټکل ۶ سوه زره تر ۱ میلیون پورې کسانو ته رسېږي، ستایلې ده.

د جنوبي اسیا لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) ویاندې دنیا اسلم خان پاکستان فارورډ ته وویل، «دغه ګام مهم دی او دا به د هغو زرګونو افغانانو د پاتې کېدا په تنظیمولو کې مرسته وکړي چې نشي کولی خپل هېواد ته ستانه شي،»

هغې وویل، هغه د افغان تابعیت کارډونه چې افغانان به یې ترلاسه کړي هغوی ته به له پاکستان څخه د اېستنې یا ډیپورټ او د نیول کېدلو په وړاندې قانوني مصؤنیت ورکړي، او زیاته یې کړه چې د افغان اتباعو کارډونه به افغانانو ته دا وړتیا هم ورکړي چې تر هغه وخته پورې په پاکستان کې پاتې شي څو افغان پاسپورټونه یا نور سفري اسناد ترلاسه کړي.‌

د جولای د میاشتې د یوې رسمي وینا پاڼې په اساس، هغې وویل، «دغه بهیر د افغان او پاکستاني حکومتونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) تر منځ له درې کاله اوږدو مشورو څخه وروسته پیل شو،»

د کارډونو صدور د هغه امنیتي سردرد په وړاندې چې پاکستان له لسیزو راهیسې ورسره مخامخ وو، یو رسمي غبرګون دی. د قانون حاکمیت، په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا کې، د سلګونو زرو بې اسنادو بهرنیو مېلمنو د موجودیت له امله له ستونزو سره مخامخ وو.‌

په جرمونو یا ترهګرۍ کې د ښکېلتیا په صورت کې، په هغو افغان کډوالو پسې چې له هېڅ حکومتي یا نړیوالې ادارې سره ثبت نه وو، پل اخیستل سخت وو.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو یوه چارواکي وقار احمد پاکستان فارورډ ته وویل، «نوم لیکنه به له حکومتي ادارو سره مرسته وکړي چې د ټولو هغو کسانو په هکله معلومات یا ډېټا ترلاسه کړي چې په پاکستان کې اوسېږي. هغوی ته ورکول کېدونکي کارډونه به مرسته وکړي چې هغوی په پاکستان کې په قانوني توګه پاتې شي.»

احمد زیاته کړه،‌ «دا به د قانون او نظم په پرمختګ کې مرسته وکړي. نور به هیڅوک هم بې اسنادو نه وي.»

د افغانانو لپاره فرصتونه

ډېر هغه افغانان چې د نیول کېدلو او اېستلو وېره ورسره وه، په دې پروسه خوشحال دي.‌

یوه افغان تبعه چې په پېښور کې زېږېدلی خو هېڅکله یې هم داسې د هویت کارډ نه دی ترلاسه کړی چې په پاکستان کې خپل موجودیت قانوني وګرځوي، وویل، «دا پروسه به مونږ ته لږ تر لږه داسې یو سند په لاس راکړي چې په پاکستان کې زمونږ موجودیت قانوني شي او مونږ به له نیول کېدلو او اېستل کېدلو څخه خوندي کړي،»‌

هغه وویل، هغه او د هغه ماشومان غواړي چې دغلته پاتې شي. هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «زما ماشومان غواړي چې تعلیم او یو بهتر ژوند وکړي،» او زیاته یې کړه چې د هغه اکثر اېستل شوي خپلوان د پاسپورټ او وېزې په کارولو سره بېرته پاکستان ته راستانه شوي دي.‌

د پېښور پوهنتون یوه محصل سعد خان وویل، «د نوم لیکنې پروسه باید مخکې ترسره شوې وای. یو څوک نشي کولی چې په هېڅ ځای کې له اسنادو څخه پرته ژوند وکړي.»‌

په یوه کوچني ریفورم کې، پاکستان د ښوونځیو هغو افغان ماشومانو ته له پولې څخه د اوښتلو را اوښتلو ځانګړي کارډونه ورکړي چې د پاکستان په خیبر ایجنسۍ کې په خصوصي ښوونځیو کې درسونه وایي.

دغه کارډونه هغه وخت ضروري وګرځول شول چې سږکال پاکستان په افغان پوله باندې کنټرول سخت کړ، او د هغو ماشومانو لپاره دا ناممکنه وګرځېده چې ښوونځیو ته لاړ شي.‌ د هغوی له ډلې څخه اکثر یې اوس په منظمه توګه ښوونځيو ته ورځي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

څومره چی افغانان په پاکستان کی پاتی کیږي هومره به پاکستان استخباراتي اداری نويو ځوانانو ته د ترهګرۍ تربیت ورکوي او افغانستان ته به یې د افغانانو او د افغانستان د نړیوالو همکارانو د وژلو لپاره رالیږي. د افغانستان حکومت او امریکا او اروپایي اتحادیه باید په هر قیمت چې وي له پاکستان او ایران نه افغانان راستانه کړي، باید له ۶ میاشتو نه تر ۱ کال پورې وخت ورکړي چې بیرته راستانه شي، که ممکنه وي یو څه تشویقي تادیات هم باید ورته په پام کې ونیسي خو باید چې له لعنتي پاکستان نه یې راوباسي ځکه چې له څلویښتو کالونو راهیسې زمونږ وطن د پاکستاني استخباراتي ادارو له خوا د اسلام نه په سوء استفادې سره ورانول کیږي.

ځواب ورکړئ