اقتصاد

په ننګرهار کې د کبانو نوي فارمونه به افغانستان لا نور په ځان بسیا کړي

د سلیمان راپور

نندارچیان هغو کارکوونکیو ته ګوري چې د ننګرهار ولایت په بېسودو ولسوالۍ کې د کبانو په یوه نوي فارم کې د کبانو بچي ورخوشې کوي.‌ [سلیمان]

نندارچیان هغو کارکوونکیو ته ګوري چې د ننګرهار ولایت په بېسودو ولسوالۍ کې د کبانو په یوه نوي فارم کې د کبانو بچي ورخوشې کوي.‌ [سلیمان]

کابل -- په ننګرهار ولایت کې د کبانو شل نوي پرانستل شوي فارمونه به له دې سره مرسته وکړي چې افغانستان د خوړو د تأمین په برخه کې د نورو له احتیاج څخه خلاص شي.‌

دغه فارمونه چې د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ د وزارت د ملي باغدارۍ او مالدارۍ د محصولاتو د پروژې په مالي لګښت په بېسودو ولسوالۍ کې جوړ شوي،‌ په شپږو میاشتو کې له ۳۰ څخه تر ۴۰ ټنو پورې کبان تولیدوي. دغه فارمونه ټول د اګست په ۲۲مه پرانستل شول.‌

د ننګرهار د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ د ریاست رییس رفیع الله رحیمزي وویل، «هر فارم به د شپږو میاشتو په موده کې له یوه ټن څخه نیولې تر یو نیم ټن پورې کبان تولید کړي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، هر فارم ۶ میلیونه افغانۍ ارزښت لري.‌

په عکس کې د ننګرهار ولایت بېسودو ولسوالۍ کې د کبانو یو نوی فارم ښکاري. په دې ولسوالۍ کې د کبانو شل نوي فارمونه به د خوړو د تامین په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.‌ [سلیمان]

په عکس کې د ننګرهار ولایت بېسودو ولسوالۍ کې د کبانو یو نوی فارم ښکاري. په دې ولسوالۍ کې د کبانو شل نوي فارمونه به د خوړو د تامین په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.‌ [سلیمان]

رحیمزي زیاته کړه، تمه ده چې په سره رود ولسوالۍ کې د ۱۰ میلیونو افغانیو په لګښت جوړ شوی یو فارم په شپږو میاشتو کې ۲ میلیونه ټنه کبان وروزي.

رحیمزي وویل، «په دې توګه، د افغانستان ختیځ او لوېدیځ ولایتونه به نور دې ته اړتیا ونه لري چې د کبانو بچي او هګۍ را وارد کړي... او په دې برخه کې به پرځان بسیا وګرځي،»

پرځان بسیاینه

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، د دغه ډول فارمونو د جوړولو او د داسې نورو پروژو د تطبیق هدف دا دی چې په کور دننه د کبانو تولید او پر ځان بسیاینه پیاوړي کړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د کبانو د دغو ډنډونو جوړول به په مستقیم ډول د ننګرهار لسګونه اوسېدونکي استخدام کړي،‌ په داسې حال کې چې په غیرمستقیم ډول به سلګونو نورو کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي،»

هغه زیاته کړه، «ننګرهار پراخې اوبه لري. دا ولایت په پسرلي او اوړي دواړو کې د کبانو د روزلو ظرفیت لري. مونږ خصوصي کمپنۍ دې ته هڅوو چې په دې ولایت کې د کبانو په روزنه کې پانګونه وکړي.»

د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند لطف الله راشد سلام ټایمز ته وویل، افغانستان له ډېر وخت راهیسې له استرالیا، ایران او نورو هېوادونو څخه کبان راواردول.‌

هغه وویل، «خو تېر کال، مونږ د هرات ولایت د سلما بند کې ۵۰ زره د کبانو بچي ور واچول. سربېره پر دې، مونږ د کابل ولایت د قرغې په ډنډ کې ۲۰ زره کبان ورخوشې کړل، چې هغوی هلته هګۍ واچوي... چې د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ وزارت د کارپوهانو په وینا، په راتلونکیو دوه نه تر دوه نیمو کلونو پورې، به یاد بندونه هرکال سلګونه ټنه کبان تولید کړي.»‌

هیله من ځایي اوسېدونکي

د سره رود ولسوالۍ یوه ۴۵ کلن اوسېدونکي او کب پلورونکي خلیل الرحمان وویل، «په تېرو دوه کلونو کې په ننګرهار کې د کبانو روزنه زیاته شوې ده،»‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دوه کاله مخکې، ما یوازې د جمعې په ورځو چې خلک دلته ساعت تېرۍ ته راتلل کبان خرڅول،‌ او په ورځ کې به خواوشا ۲۰ نه تر ۲۵ کیلو ګرامو پورې کبان خرڅېدل، خو اوس زه هره ورځ ۲۰ کیلوګرامه کبان خرڅوم. زه د کبانو له پلورلو څخه ښه عاید ترلاسه کوم.»‌

د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو محصل احمد شبیر سلام ټایمز ته وویل، «ننګرهار د همېشه بهار ولایت په نامه مشهور دی. د دغه ولایت کبان، زیتون غوړي او شات مشهور دي.»‌

هغه وویل، «دوه کاله، به زه له یو شمېر ټولګیوالو سره یوځای، په میاشت کې یو ځل ننګرهار ته -- په ځانګړې توګه په ژمي کې -- تللم چې کبان وخورم او ساعت تېري وکړم.‌ مونږ د ننګرهار له خوندورو کبانو څخه خوند اخلو، او کله چې بېرته کابل ته کورونو ته راځو مونږ د خپلو کورنیو لپاره کبان او شات اخلو.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500