امنیت

په کندهار کې زرګونو خلکو په یوه غونډه کې د امریکا د نوې ستراتیژۍ ملاتړ وکړ

د نجیب الله راپور

په زرګونو برخه وال د اګست په ۲۶ مه په کندهار کې سره راټول شوي ول چې په افغانستان کې د امریکا د پاتې کېدا د نوې ژمنې ملاتړ وکړي.‌ [عکس په افغانستان کې امریکایي ځواکونو اخیستی دی]

په زرګونو برخه وال د اګست په ۲۶ مه په کندهار کې سره راټول شوي ول چې په افغانستان کې د امریکا د پاتې کېدا د نوې ژمنې ملاتړ وکړي.‌ [عکس په افغانستان کې امریکایي ځواکونو اخیستی دی]

کابل -- په کندهار کې په یوه وروستۍ غونډه کې چې نژدې ۲۰۰۰ کسانو په کې برخه لرله، ویناوالو په افغانستان کې د متحده ایالاتو له نوې ستراتیژۍ سره د ملاتړ په هکله خبرې وکړې. دغه ستراتیژي په افغانستان کې د متحده ایالاتو د پوځ د دوامدار حضور غوښتنه کوي.‌

قومي سپین ږیري، د کلیو مشران، د ټولنو استازي، د پارلمان غړي، د ولایتي شوراګانو غړي، د افغان ولسمشر اشرف غني او د افغان حکومت د اجرائیه رییس عبدالله عبدالله مشاورین، او د کندهار، هلمند او زابل ولایتونو د بېلابېلو قومونو استازي د اګست په ۲۶مه د افغانستان په دغه جنوبي ښار کې سره راټول شوي ول چې د متحده ایالاتو د نوې ژمنې ملاتړ وکړي.‌

برخه والو په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.‌

په غونډه کې، په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي لالي حمیدزي د متحده ایالاتو د نوې ستراتیژۍ د ملاتړ لپاره غږ پورته کړ، او ویې ویل چې هغه خلک چې د دې ستراتیژۍ مخالفت کوي، هغوی د ترهګرو ملاتړ کوي.‌

په غونډه کې یو شمېر ځایي او ولایتي مشرانو خبرې وکړې. [عکس په افغانستان کې امریکایي ځواکونو اخیستی دی]

په غونډه کې یو شمېر ځایي او ولایتي مشرانو خبرې وکړې. [عکس په افغانستان کې امریکایي ځواکونو اخیستی دی]

د کندهار د ولایتي شورا رییس سید جان خاکرېزوال هم د متحده ایالاتو نوې ستراتیژي وستایله.

خاکرېزوال وویل، «مونږ سره متحد او دې ته چمتو یو چې د هغو کسانو پر ضد جګړه وکړو چې راځي او زمونږ عسکر او ملکیان وژني،» نوموړي زیاته کړه، «زمونږ صبر ختم شوی دی.»‌

یوه اونۍ مخکې د اګست په ۲۲مهافغانانو د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې وینا هرکلی وکړ چې ژمنه یې کوله چې په افغانستان کې به خپل ځواکونهاورپکۍ ته، چې له کلونو راهیسې یې په افغانستان کې ویجاړتیاوې رامنځته کړي دي، تر ماتې ورکولو پورې وساتي.

ټرمپ وویل، «د یوې چټکې وتنې پایلې هم د وړاندوینې وړ او هم د نه منلو وړ دي،» او زیاته یې کړه چې دغه ډول یوه وتنه به داسې یوه خلا رامنځته کړي چې ترهګر به یې «په فوري توګه ډکه کړي».

د ولسمشر غني یوه سلاکار او د زابل ولایت قومي مشر داود ګلزار هم له نوې ستراتیژۍ څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او له متحده ایالاتو څخه یې وغوښتل چې یو شمېر ځانګړې مذهبي ډلې چې د حقاني شبکې په څېر ډلو سره ارتباطات لري په تور لست کې شاملې کړي.‌

حقاني شبکې په څو کالو کې په افغانستان کې د ګڼو ترهګریزو پېښو د مسؤلیت ادعا کړې ده.‌

له افغانستان سره ژمنتیا

افغانانو، چې عامه اسانتیاوو ته د زیانونو رسولو او د ملکي خلکو د وژلو په بڼه، د اورپکو له بریدونو څخه متاثر شوي دي، د کندهار د غونډې له نظریو سره خپل غږونه یوځای کړل.‌

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي احمد بهروز سلام ټایمز ته وویل، «د متحده ایالاتو له خوا د یوې نوې ستراتيژۍ غوره کول د افغانستان په برخه کې د دغه هېواد ژمنتیا ښيي، او دا داسې یو ګام دی چې د افغانستان د خلکو لپاره یوه هیله او د هیلې سرچینه ده.»

د کابل پوهنتون یوه ۲۳ کلن محصل امین الله د نړیوالې ټولنې له خوا له افغانستان سره د مرستې د اړتیا په هکله خبرې وکړې.‌

هغه وویل، «کابل د خپلو متحدینو،‌ او په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو همکارۍ ته ضرورت لري، ځکه چې په افغانستان کې موجود ترهګر له یو شمېر هېوادونو څخه ملاتړ ترلاسه کوي،»

امین الله سلام ټایمز ته وویل، «د افغانستان خلک نوې هیله لري او هغه دا چې د هغوی عسکر یوازې نه دي.‌ د ستراتیژۍ اعلان اورپکو ته دا پیغام ور رسوي چې هغوی نشي کولی چې د افغانستان او د هغه د نړیوالو متحدینو پر ضد جګړه کې بریالي شي.»‌

د کابل پوهنتون یوې ۲۶ کلنې محصلې، زلیخې، د متحده ایالاتو د عسکر د تګ د نېټې د نه معلومولو پرېکړه وستایله.‌

هغې وویل، «دا اوس د طالب اورپکو لپاره د دې وخت دی چې د سولې پروسې سره یوځای شي او د افغانستان په بیارغونه کې برخه واخلي، که نه هغوی به له منځه وېوړل شي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500