امنیت

د طالبانو پخوانیو چارواکو د افغانستان په جنوب کې سوله ییز ژوند غوره کړی دی

د سلیمان راپور

افغان هلکان د ۲۰۱۶ د فبرورۍ په ۲۲ مه د کندهار ولایت په ژېړۍ ولسوالۍ کې له خپل کور څخه بهر له یوه ټایر سره لوبې کوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

افغان هلکان د ۲۰۱۶ د فبرورۍ په ۲۲ مه د کندهار ولایت په ژېړۍ ولسوالۍ کې له خپل کور څخه بهر له یوه ټایر سره لوبې کوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

کابل -- یو شمېر پخواني طالب چارواکي، چې ځینې یې د طالبانو د پخواني لوی مشر ملا عمر نژدې مرستیالان ول، د کندهار او هلمند په شمول د افغانستان جنوبي ولایتونو ته راستانه شوي دي.

ملاعمر په ۲۰۱۳ کال کې مړ شو،‌ خو طالبانو تر ۲۰۱۵ کال پورې د هغه مړینه ښکاره نه کړه.‌

د کندهار ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د اګست په ۲۶مه تایید کړه، چې د ملا عمر د ورور ملا منان اخوند خسر ملا لطف الله اغا د دغو پخوانیو طالب چارواکو په ډله کې شامل دی چې له خپلو کورنیو سره یوځای یې یو سوله ییز ژوند غوره کړی دی.‌

رازق په کندهار کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «د هغو پخوانیو طالب چارواکو په منځ کې چې په وروستیو کې د امنیتي ځواکونو او قومي مشرانو په هڅو جنوب ته راستانه شوي دي، ۱۷ تنه افراد شامل دي چې د طالبانو د رژیم پر وخت [۱۹۹۶-۲۰۰۱] یې د دفاع او د بهرنیو چارو وزارتونو کې او د والیانو په توګه وظیفې ترسره کړي دي،»

هغه وویل، دغه پخواني طالب چارواکي اوس له خپلو کورنیو سره یوځای سوله ییز ژوند کوي او نور نه غواړي چې جګړه وکړي.‌

په کندهار ولایت کې یوې سرچینې د نوم د پټ ساتلو په شرط سلام ټایمز ته وویل، د طالبانو په پخلا شویو پخوانیو مشرانو کې، «د کوېټې شورا د اقتصادي کمېټې یو غړی ملا عبدالرؤف؛ د طالبانو د نظامي شورا یو پخوانی جیګپوړی غړی معلم فدا چې د طالبانو د استخباراتو د ادارې له اوسني مشر ملا شیرین سره نژدې اړیکې لري؛ او د طالبانو یو پخواني نظامي قوماندان محمدالله خان،» هم شامل دي.‌

سرچینې وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت، معلم فدا د ملا عمر د امنیتي ساتونکیو قومانده پرغاړه لرله، او زیاته یې کړه چې معلم فدا او د هغه کورنۍ درې میاشتې مخکې کندهار ولایت ته راستانه شول.

له نورو طالبانو څخه د یوځای کېدا غوښتنه

ډېر افغانان د سولې بهیر سره د طالبانو د یوځای کېدا هرکلی کوي.‌

په ولسي جرګه کې د اروزګان د خلکو استازي عبیدالله بارکزي چې د ګلبدین حکمتیار اسلامي ګوند پورې تړلی دی، سلام ټایمز ته وویل، «طالبان د افغان ولس غړي دي. زه د دغو طالب چارواکو او د هغوی د کورنیو راستنېدا ته ښه راغلاست وایم.‌ دا په هېواد کې د سولې او ثبات په لور یو بل ګام دی.»

بارکزي وویل، «زه د طالبانو له نورو غړو څخه غواړم چې د طالبانو د رژیم د دغو ۱۷ پخوانیو چارواکو چې تازه یې جنګ بس کړی دی، لاره تعقیب کړي. نور خپل وطن مه ورانوئ. یو سوله ییز ژوند غوره کړئ، او د سولې پروسې سره یوځای شئ.»

په اسلام اباد کې د طالبانو د رژیم پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف د امریکاغږ اشنا راډېو ته وویل، جنوبي ولایتونو ته د طالبانو د کورنیو راستنېدا به د سولې پروسه کې مرسته وکړي.‌

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وویل، «زمونږ هیله دا ده چې جګړه پای ته ورسوو او افغانستان ته سوله راولو. د طالبانو هر غړی چې جګړه بس کوي او وسله پر ځمکه ږدي، هغه زمونږ ورور دی. زمونږ حکومت او امنیتي ځواکونه به هغه ته د ښه راغلاست غېږه ورکړي.»‌

وزیري سلام ټایمز ته وویل، «زه د امنیتي او دفاعي ځواکونو په استازیتوب له هغوی سره ژمنه کوم، چې مونږ به د افغانستان په هرځای کې چې هغوی اوسېږي، د هغوی او د هغوی د کورنیو ژوند خوندي کړو،»

د بري هوډ

وزیري زیاته کړه، «خو هر څوک چې زمونږ په وړاندې جګړه کوي، هغه زمونږ دښمن دی. مونږ به تر هغه وخته پورې چې زمونږ په بدنونو کې یو څاڅکی وینه هم وي، هغوی له منځه وېسو.»

د ولسمشرغني د ویاند مرستیال نجیب الله ازاد وویل، «په افغانستان کې به سوله او نېکمرغي یوازې د سولې د بهیر او بین الافغاني خبرو اترو له لارې بریالي شي،»‌

هغه زیاته کړه، «د حکومت او خلکو پر ضد د طالبانو ۱۶ کلنې جګړې د افغانستان له ورانولو، د لسګونو زرو بې ګناه افغانانو له وژلو، د زرګونو ښځو له کونډولو او د لسګونو زرو ماشومانو له یتیمولو څخه پرته نور هېڅ ګټه نه ده کړې،»

ازاد وویل، «که طالبان خپلې جګړې ته دوام ورکړي، د هغوی راتلونکی، د هغوی د ماشومانو راتلونکی، او د نورو افغانانو راتلونکی به ویجاړ شي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500