د افغانستان د ځانګړیو عملیاتو د خاصو ځواکونو دا تازه استخدام شوي کسان به ژر د هغې جګړې لومړیو کرښو ته لاړ شي چې متحده ایالاتو یې تر نامعلومې مودې پورې د لا نورو امریکایي عسکرو په پاتې کېدلو سره «د ګټلو» ټټر وهلی دی.
مورهیډ کمپ، له کابل سره نژدې د شوروي ځواکونو یو پخوانی مرکز، یو له هغو دوو روزنیزو مرکزونو څخه دی چې هلته دغه کمانډوز د افغان ښوونکیو له خوا تربیه کیږي او د متحده ایالاتو په مشرۍ نړیوال ځواکونه د دغه روزنیز پروګرام څارنه کوي.
له هغه وخته چې د متحده ایالاتو په مشرۍ د ناټو ځواکونو د ۲۰۱۴ په ډسمبر کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه، افغان ځانګړیو ځواکونو او کمانډوز د طالبانو او داعش ډلې د اورپکو له خوا د کېدونکیو حملو پر ضد د یوه سپر په توګه رول لوبولی دی.
یوه امریکایي جنرال وویل، «د دې دلیل چې ولې هغوی داسې ښه دي، دا دی چې هغوی په نړۍ کې د یو شمېر غوره ځانګړیو ځواکونو له خوا تربیه کړای شوي دي،»
«کله چې ځانګړي ځواکونه توظیف شي، هغوی هېڅکله ماتې نه خوري. که مونږ د هغوی شمېر دوه برابره کړو، دا په دې معنی چې یو د پام وړ ظرفیت به رامنځته کړای شي، او مونږ پوهېږو چې طالبان دې ته اندېښمن دي.»