اقتصاد

ایران هڅه کوي چې د بې ثباتۍ په خپرولو د افغانستان اقتصاد کمزوری کړي

د سلیمان راپور

د افغان طالبانو یوه اورپکي د ۲۰۱۵ د نومبر په ۳مه د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې د طالبانو د بېلې شوې ډلې د مشر محمد رسول اخوند(نه ښکاري) خبرو ته غوږ نیولی دی. افغان چارواکي وایي، ایران د دې لپاره د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي چې افغانستان بې ثباته کړي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

د افغان طالبانو یوه اورپکي د ۲۰۱۵ د نومبر په ۳مه د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې د طالبانو د بېلې شوې ډلې د مشر محمد رسول اخوند(نه ښکاري) خبرو ته غوږ نیولی دی. افغان چارواکي وایي، ایران د دې لپاره د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي چې افغانستان بې ثباته کړي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

کابل -- افغان چارواکي او تحلیلګران وایي، چې ایران د طالبانو د ملاتړ او د جګړې د ساحې د پراخولو له لارې غواړي چې افغانستان یو په وارداتو متکي هېواد وګرځوي او د خپل دغه ګاونډي د اقتصادي پرمختګ لپاره تیار شوي پلانونه شنډ کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ پخواني وزیر او پرمختیایي اقتصاد پوه میر محمد امین فرهنګ سلام ټایمز ته وویل، «ایران د افغانستان د بې ثباته کولو له لارې غواړي چې د افغانستان اقتصاد، سوداګري او تولیداتي صنعت ویجاړ کړي، او په دې توګه زمونږ هېواد د تل لپاره د خپل ځان لپاره په یوه مصرفي مارکېټ بدل کړي،»

هغه وویل، «ایران غواړي چې افغانستان په ایراني تولیداتو او مالونو باندې متکي هېواد وګرځوي،‌ او دا یوه داسې هڅه ده چې تر اوسه پورې بریالۍ روانه ده،» نوموړي زیاته کړه، چې ۱۰ کاله مخکې له ایران څخه د افغانستان واردات ټول ۱۳.۶ میلیارده افغانۍ (۲۰۰ میلیونه ډالر) ول.

هغه وویل، «اوس له ایران څخه زمونږ کالني واردات له ۱۰۲میلیارد افغانیو (۱.۵ میلیارد ډالرو) څخه اوړي،»

افغان صرافان د فبرورۍ په ۲۸مه په کابل کې بانکنوټونه شماري. کتونکي وایي، ایران هڅه کوي چې د افغانستان اقتصاد بې ثباته کړي او دغه هېواد په ایراني وارداتو باندې متکي وساتي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان صرافان د فبرورۍ په ۲۸مه په کابل کې بانکنوټونه شماري. کتونکي وایي، ایران هڅه کوي چې د افغانستان اقتصاد بې ثباته کړي او دغه هېواد په ایراني وارداتو باندې متکي وساتي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

فرهنګ د ترکمنستان - افغانستان - پاکستان - هند (ټاپي) د طبیعي ګازو پایپ لین او د ورېښمو د نوې لارې نوښت ته، چې په منځنۍ اسیا او افغانستان کې به د سوداګرۍ، ټرانسپورټ او انرژۍ مارکېټونه سره ونښلوي، په اشارې سره، وویل، افغان حکومت پلان لري چې خپل هېواد د سیمې لپاره په یوه اقتصادي او ټرانزیټي دهلېز باندې واړوي.

هغه وویل، «افغانستان د سیمې سیاسي او اقتصادي‌ جغرافیې ته په پام سره مهم دی،»‌

فرهنګ وویل، «خو ایران هېڅکله هم نشي کولی چې په افغانستان کې د داسې لویو اقتصادي پروګرامونو تطبیق وزغمي، له دې امله، ایران به په هره ممکنه طریقه، لکه د طالبانو ملاتړ یا نورو لسګونو ویجاړوونکیو پلانونو له لارې، هڅه وکړي چې افغانستان د امنیت، سیاست او اقتصاد په برخو کې بې ثبات کړي.‌»

د افغانستان په اقتصاد کې بحران رامنځته کول

په کابل کې د افغانستان په دنیا پوهنتون کې یوه اقتصادپوه ظریف امین یار وویل، «ایران د افغانستان په اقتصاد کې د بحران په رامنځته کولو سره خپلې اقتصادي ګټې لټوي،»‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو او د هغوی د ویجاړوونکیو پلانونو د ملاتړ له لارې، ایران د افغانستان اقتصادي وده او کورنی تولید مختلوي او د افغانستان تولیداتي سکټور کمزوری کوي،»

امین یار وویل، افغان زعفران، قالینې، او تازه او وچې مېوې په سیمه کې تر ټولو ښه دي.‌

هغه وویل، «زمونږ هېواد د سوداګرۍ، پانګونې او کورني تولید ښه ظرفیت او امکانات لري، خو ایران هڅه کوي چې دغه ډول ظرفیتونه له منځه وېسي.»

هغه وویل، ایران همدارنګه هڅه کوي چې افغاني تولیدات او صنایع داسې وګرځوي چې په بهرنیو مارکېټونو کې له ایراني شیانو سره سیالي ونشي کړای، «د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره، ایرانیان د طالبانو او ان د نورو افرادو او ګروپونو په کارولو سره هڅه کوي چې افغانستان نا امن کړي.»

هغه وویل، «که په افغانستان کې سوله او امنیت راشي، دا هېواد به په ایراني تولیداتو له تکیې څخه ازاد شي او راکړه ورکړه به له اقتصادي پلوه پخپلو پښو ودرېږي،»

د سرحدي سیمو، بېخبنا بې ثباته کول

د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري وویل،‌ د تولیداتو د پرمختګ لپاره د افغانستان هڅو د ایران مداخله تحریک کړې ده.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د ۲۰۱۷ په لومړیو کې په فراه ولایت کې د بخش اباد په بند د جوړونې د کار له پرانستلو راهیسې، ایران طالبانو ته د مالي او پوځي مرستو ورکړه پراخه کړې، څو دغه ګروپ وکولی شي چې لویې اقتصادي پروژې په اسانۍ سره ویجاړې کړي... او ایران ته لاره هواره کړي چې د افغانستان د اوبو ډېره برخه په خپله ګټه وکاروي،»

ولایتي چارواکو وویل، د افغانستان د اقتصاد د کمزوري کولو په هڅو سربېره، ایران ان په دغه هېواد کې د اورپکو د استوګنځایونو لګښت ورکوي.‌

په فراه ولایت کې یوه امنیتي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط سلام ټایمز ته وویل، «ایران د طالبانو ګڼ شمېر چارواکو او نظامي قوماندانانو ته د زاهدان، مشهد او کرمان په څېر ایراني ښارونو کې د استوګنې ښه شرایط برابر کړي دي،»

امنیتي چارواکي وویل، «د فراه لپاره د طالبانو له خوا ټاکل شوی والي ملا داود مزمل؛ ملا باري جان؛ صوفي بهادر؛ د طالبانو د ځانګړیو ځواکونو یو قوماندان ملا صمد؛‌ او ملا نعمت الله د هغو کسانو په ډله کې دي چې له خپلو کورنیو سره یوځای په ایران کې ارام او د استراحت ژوند کوي،»

هغه وویل،‌ «له هغه ځای نه،‌ هغوی په فراه، بادغیس، نیمروز او هرات ولایتونو کې د جګړې لارښوونه کوي. هغوی وخت په وخت افغانستان ته راځي؛‌ خو د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د پوځي عملیاتو په پیلېدلو سره بېرته ایران ته تښتي.»

د فراه د ولایتي شورا رییسې جمیله امیني سلام ټایمز ته وویل، «ایران هڅه کوي چې له فراه ولایت سره په خپل سرحد کې د طالبانو لپاره مورچلې او مرکزونه جوړ کړي، چې وکولی شي چې هر وخت په فراه، هرات او غور ولایتونو کې د طالبانو په لاس ویجاړوونکي پلانونه مدیریت کړي،»

هغې وویل، «د ایران سیستان ولایت ته بهېدونکې ډېرې اوبه له فراه ولایت څخه ورځي. که د بخش اباد بند جوړښت بشپړ شي، بیا ایران نشي کولی چې له هغو اوبو څخه چې له فراه څه ورځي ډېره استفاده وکړي، له دې امله، یو له هغو هدفونو څخه چې ایران یې د طالبانو په ملاتړ سره ترلاسه کول غواړي، دا دی چې د بخش اباد بند ویجاړ کړي.»

د اوبو ډېرول

په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت استازي او د افغانستان په جنوب کې د پوځي عملیاتو یوه پخواني قوماندان جنرال عبدالجبار قهرمان وویل، ایران د افغانستان په جنوب او لوېدیځ کې د بې ثباتۍ او په جنګ کې د وروستي ډېرښت یوه سرچینه ده.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ایران په خپله خاوره کې د هلمند، هرات، فراه او غور ولایتونو سلګونو اوسېدونکیو ته نظامي روزنه ورکړې چې خپل هدفونه -- یعنې د اوبو ډېرښت او د افغانستان بې ثباتي، پرې ترلاسه کړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500