ديپلوماسي

پاکستان د افغانستان د سولې د خبرو د وړاندیز هرکلی وکړ

د اشفاق یوسفزي راپور

افغان ولسمشر اشرف غني د سپتمبر په ۱ د لوی اختر په لومړۍ نېټه له کابل څخه ولس ته خبرې کوي. [د افغان ولسمشرۍ دفتر څخه د عکس له امله مننه]

افغان ولسمشر اشرف غني د سپتمبر په ۱ د لوی اختر په لومړۍ نېټه له کابل څخه ولس ته خبرې کوي. [د افغان ولسمشرۍ دفتر څخه د عکس له امله مننه]

پېښور -- پاکستاني سیاستوال له پاکستان سره د سولې د خبرو ترسره کولو لپاره د افغان ولسمشر اشرف غني د غوښتنې هرکلی کوي، او وایي چې دا یو طلایي فرصت دی چې د اورپکو پر ضد لاسونه سره ورکړي او د پولې دواړو غاړو ته د اوسېدونکیو خلکو د هوساینې په خاطر سوله رامنځته کړي.

د سپتمبر په ۱ د لوی اختر په مناسبت د خپلو خبرو په ترڅ کې، غني وویل، «مونږ د هراړخیزو سیاسي خبرو د ترسره کولو لپاره تیار یو. له پاکستان سره سوله، یوه داسې باوقاره سوله چې د سیاسي پروسې په نتیجه کې رامنځته شي، د افغانستان ملي اجندا ده.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد آصف یوه ورځ وروسته وویل، چې اسلام اباد دې ته تیار دی چې په سیمه کې د سولې او ثبات د رامنځته کولو لپاره کابل ته لاسونه ورکړي.‌

د بهرنیو چارو د وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې، آصف وویل، «د افغانستان په هکله د پاکستان موقف ډېر روښانه دی... مونږ غواړو چې په افغانستان کې سوله او ثبات ووینو او د دې لپاره به پاکستان په دې برخه کې د ټولو نوښتونو په ترسره کولو کې مرسته وکړي او خپل رول به ولوبوي،»

هغه وویل، «مونږ لا له پخوا څخه له افغانستان سره د خبرو اترو ترسره کولو دوه اړخیز، درې اړخیز، څلور اړخیز او ګڼ اړخیز مېکانېزمونه لرو. له هغو مېکانېزمونو څخه باید په ټول قوت سره کار واخیستل شي.»

هغه وویل، د وروستیو خبرو اترو په ترڅ کې، «دواړو خواوو د همکارۍ لپاره اړتیا درک کړه».‌

د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړي کول

پاکستاني سیاسي مشران د خبرو اترو په لور د دواړو خواوو د ګامونو هرکلی کوي.

په ولسي جرګه کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشرې غړې شیرین مهرالنساء مزاري پاکستان فارورډ ته وویل، «د افغانستان او پاکستان تر منځ هر اړخیز مذاکرات د ستونزمنو اړیکو د ښه کولو لپاره یوازنۍ لاره ده،»

هغې وویل، دواړو هېوادونو ته د اورپکو په لاس سخت زیانونه ور رسېدلي او اوس باید دواړه ګاونډیان د سولې د راوستلو لپاره یو بل ته لاسونه سره ورکړي، «د اورپکۍ په واسطه د ځپل شویو هېوادونو تر منځ همکاري کولی شي چې داسې سولې ته لاره پرانیزي چې دواړو هېوادونو ته به یې ګټه ورسېږي.‌»

مزاري وویل، «مونږ له ډېر وخت راهیسې د دواړو هېوادونو تر منځ د سولې د داسې خبرو په ترسره کولو تاکید کاوه چې هغه ترهګري چې له ۲۵ کالو نه د ډېر وخت راهیسې روانه ده، پای ته ورسوي،»

هغې وویل، «مونږ د سولې د خبرو په برخه کې د غني د وړاندیز هرکلی کوو، او حکومت باید د خبرو اترو د شروع کولو لپاره وخت ضایع نه کړي،»

د عوامي نېشنل ګوند رییس اسفندیار ولي خان وویل، له پاکستان سره د خبرو اترو د شروع کولو لپاره د غني وړاندیز داسې یو مثبت ګام دی چې د دواړو هېوادونو تر منځ ترینګلتیا به راکمه کړي.‌

د ځایي رسنیو د راپورونو په اساس، هغه وویل، چې دوه اړخیزې خبرې کولی شي چې د دواړو هېوادونو تر منځ بې باوري پای ته ورسوي.‌

د طلوع نیوز د راپور له مخې، هغه وویل، «پاکستان باید په دې برخه کې پیل وکړي. کابل او اسلام اباد باید د اړیکو د ښه کولو په برخه کې غټ ګامونه واخلي،» او زیاته یې کړه، چې د پښتنو تر منځ یووالی ضروري دی او دا چې بهرني عناصر باید په سیمه کې لاسوهنه ودروي.

خان وویل، په تېرو څو کالو کې، طالب اورپکو د دواړو ګاونډیو هېوادونو تر منځ له شتو ترینګلیو اړیکو څخه ګټه واخیستله. هغه وویل، د سولې د خبرو په پیلولو او د یاغیانو د مخنیوي په برخه کې د ګډو هڅو په برخه کې باید هېڅ ځنډ رامنځته نه شي.

د قومي وطن پارټي رییس افتاب احمد خان شېرپاو هم د افغانستان له وړاندیز څخه د پاکستان لپاره د یوه ګټور فرصت په توګه هرکلی وکړ.‌

د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې،‌ هغه وویل، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ دوستانه اړیکې په سیمه کې د یوې دوامدارې سولې لپاره ضروري دي.

د اورپکو د پټنځایونو له منځه وړل

په پېښور پوهنتون کې د پاکستان د څېړنو د مرکز یوه پروفیسر عبدالرحمان په وینا، د پولې دواړو غاړو ته موجود پټنځایونو دې ته لاره هواره کړې چې اورپکي په سیمه کې ځان له ځای برابر کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «د پاکستان او افغانستان له خوا د اورپکو پر ضد یو مؤثر اتحاد کولی شي چې پایلې رامنځته کړي.‌ کله چې دواړه هېوادونه لاس په کار شي، هغوی کولی شي چې بېلابېلو اورپکو ډلو ته ماتې ورکړي.»

هغه وویل، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته موجود خلک له ترهګرۍ څخه پوزې له راغلي او غواړي چې هغه بحران ته د پای ټکی کېښودل شي چې هغوی یې له تېرو څو لسیزو راهیسې یرغمل نیولي دي.‌

هغه وویل، «په کار دی چې داسې یو دایمي حل رامنځته شي چې تاوتریخوالی یو ځل او په بشپړ ډول له منځه وېسي،»‌

میرزاخان، چې یو افغان کډوال دی او د پېښور په بورډ بازار کې مېوه پلوري، وویل هغه د غني په وینا ډېر خوښ شو.‌

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «دواړه حکومتونه باید سره کېني او هغه ستونزې سره حل کړي چې خلک ورسره مخامخ دي. دا یو نازک حالت دی.»

هغه وویل، «د پاکستان او افغانستان تر منځ له دښمنۍ څخه اورپکي ګټه اخلي. مونږ باید د اورپکۍ په واسطه د ځپل شویو هېوادونو د پرمختګ لپاره د لارې هوارولو په موخه خپل ټول اختلافات یوې ډډې ته کړو.»

هغه زیاته کړه، «مونږ غواړو چې په سیمه کې د سوداګرۍ لپاره بشپړه سوله رامنځته شي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500