تروريزم

د کابل د کرکټ لوبغالي سره نژدې د پولیسو له خوا د یوه ځانمرګي له ودرولو څخه وروسته ۳ کسان مړه شول

ای اېف پي

افغان امنیتي پرسونل د سپتمبر په ۱۳مه په کابل کې د کرکټ یوه ځایي لوبغالي سره نژدې له یوې چاودنې څخه وروسته تیارسۍ ولاړ دي.‌ یوه ځانمرګي بمي بریدګر د یوه پولیس په شمول درې کسان ووژل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

افغان امنیتي پرسونل د سپتمبر په ۱۳مه په کابل کې د کرکټ یوه ځایي لوبغالي سره نژدې له یوې چاودنې څخه وروسته تیارسۍ ولاړ دي.‌ یوه ځانمرګي بمي بریدګر د یوه پولیس په شمول درې کسان ووژل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

کابل -- پولیسو وویل، چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر هغه وخت ۳ کسان ووژل او ۵ نور ټپیان کړل چې ځان یې د چارشنبې په ورځ /د سپتمبر ۱۳مه/ په کابل کې د کرکټ یوه لوبغالي سره نژدې والوزاوه.

بریدګر وروسته له هغه بم ته چاودنه ورکړه چې هغه د لوبغالي په لور،‌ چې مېچ په کې روان وو، ور روان وو او د تلاشۍ په یوه امنیتي پوسته کې ودرول شو.‌

د پولیسو ویاند بصیر مجاهد ای اېف پي ته وویل، «امنیتي ځواکونو د خپلو ځانونو په قرباني کولو سره د دې مخه ونیوله چې بریدګر په لوبغالي کې دننه ګڼو خلکو ته ځان ور ورسوي او یو ناورین رامنځته کړي،»‌

یو پولیس افسر ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

د ای اېف پي یوه خبریال وویل، چې ګڼ شمېر امبولانسونه ولیدل شول چې له سیمې څخه روان ول،‌ او داسې ښکارېدل چې ټپیان روغتونونو ته لېږدوي.‌

د افغانستان د کرکټ بورډ یوه ویاند فرید هوتک ای اېف پي ته وویل، چې چاودنه په داسې حال کې وشوه چې په لوبغالي کې دننه د کرکټ مېچ روان وو.

هوتک وویل، چې مېچ د لنډ‌ وخت لپاره ودرول شو،‌ او زیاته یې کړه، چې «ټول لوبغاړي او د کرکټ بورډ چارواکي خوندي دي».‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500