ترانسپورت

ازبکستان هیله لري چې له مزارشریف څخه تر هرات پورې رېللاره جوړه کړي

د ماکسیم ینیسیېف راپور

د ازبکستان یو اورګاډی په ۲۰۱۲ کال کې په افغانستان کې د حیرتان - مزارشریف په لاره چلېږي. [اسیایي پرمختیایي بانک]

د ازبکستان یو اورګاډی په ۲۰۱۲ کال کې په افغانستان کې د حیرتان - مزارشریف په لاره چلېږي. [اسیایي پرمختیایي بانک]

تاشکند -- کتونکي وایي، چې په افغانستان کې د ازبکستان له خوا مخکې جوړه شوې او فعاله رېللاره کولی شي چې د دغه جګړه ځپلي هېواد د شمال نیمې برخې ته ډېره نېکمرغي ورپه برخه، او ټرانسپورټي نښلونه رامنځته کړي.‌

د حیرتان - مزارشریف رېللاره چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې پرانستې،‌ ۷۵ کیلومتره اوږدوالی لري او د افغانستان په تاریخ کې د عامه ټرانسپورټ لومړنۍ تر ټولو اوږده رېللاره ده.‌

خو، له هغه وخت راهیسې نوره رغونه نه ده شوې، او ازبکستان هیله لري چې له مزارشریف څخه هرات ته د یوې رېللارې د جوړونې تړون عملي کړي.‌

دغه دوه ښارونه یو له بله ۷۳۰ کیلومتره لیرې پراته دي.‌

د ازبکستان د رېللارې د شرکت کارکوونکي لیدل کیږي چې په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې د حیرتان - مزارشریف رېللاره جوړوي.‌ [اسیایي پرمختیایي بانک]

د ازبکستان د رېللارې د شرکت کارکوونکي لیدل کیږي چې په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې د حیرتان - مزارشریف رېللاره جوړوي.‌ [اسیایي پرمختیایي بانک]

تمه ده، چې ازبکستان ته د افغان ولسمشر اشرف غني د راروان سفر په ترڅ کې، هغه او د هغه ازبک سیال شوکت میرزي یو یېف د نورې رېللارې د جوړونې په هکله خبرې وکړي چې د افغانستان ټول شمالي ولایتونه د رېللارې له نړیوالې شبکې سره ونښلوي.‌

په تاشکند کې د سیاسي چارو تحلیلګر ولیري خان کاروانسرای ته وویل، «تر اوسه پورې لا د ملاقات نېټه او اجندا نه دي معلوم، خو د ټرانسپورټ مسئله به د سر په کرښه کې وي. ازبکستان هیله لري چې د دې لپاره به انتخاب شي چې د مزارشریف - هرات رېللاره جوړه کړي.»‌

خان وویل، غني او میرزي یو یېف لا له وړاندې د جون په ۹مه په استانه کې د ګڼ ملتیز سمېت په څنډه کې یو له بل سره خبرې کړي،‌ او له هغه وخت راهیسې، تاشکند د غني د کتنې لپاره انتظار کوي.‌

د غني د جولای د ۱۱مې یوه ټویټ تایید کړه چې نوموړی اراده لري چې ژر به ازبکستان ته لاړ شي او د رېللارې د همکارۍ په هکله به خبرې اترې وکړي.‌

د حیرتان - مزارشریف په رېللاره، چې ازبکستان تر ډېره د اسیایي پرمختیایي بانک په پیسو جوړه کړه، له ۲۰۰۸ کال راهیسې کارونه روان ول.‌ هغه درې کاله وروسته پرانستل شوه.

دغې لارې د بلخ ولایت د اقتصاد په پیاوړتیا او د ډېرو کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړه.

خو، له هغه وخت راهیسې نوره رېللاره نه ده جوړه شوې، ځکه چې امنیتي، مالي او د قراردادي د انتخاب په برخو کې موجودو ستونزو دغه پروسه له ستونزو سره مخامخ کړې ده.‌

ازبکستان 'چمتو' دی چې کار ته دوام ورکړي

د ازبکستان د رېللارو د ادارې یوه ویاند اویبېک محمدعلي یېف کاروانسرای ته وویل، «مونږ تل دې ته چمتو وو چې رغونې ته دوام ورکړو. له تخنیکي پلوه، د ازبکستان د رېللارې کارکوونکي د دې پروژې په ترسره کولو کې هېڅ ستونزې نه لري.»

هغه وویل، «مونږ په سختو غرنیو سیمو، دښتو او جبه زارونو کې رېللاره جوړه کړې ده. ستونزه په مالي برخه او زمونږ د افغان همکارانو په وړتیا کې ده چې د رغونې لپاره امنیت برابر کړي.»‌

د ازبکستان د رېللارې د شرکت چارواکو وویل، له افغانستان سره لا د وخته خبرې اترې شوي،‌ او دواړه لوري مخکې تر مخکې یو لړ هوکړو ته رسېدلي دي.‌

هغوی وایي، ازبکستان له دې سره علاقه مندي لري چې د افغانستان په شمال کې نورې رېللارې جوړې کړي.‌

د ازبکستان د رېللارو د شرکت د رییس مرستیال دوران دیخانوف د اګست په ۹مه پودروبنو /Podrobno.uz/ ته وویل، «لا نوره رغونه دې ته لاره هواروي چې د افغانستان او پاکستان له لارې سمندر ته لاسرسی وشي،»‌

ازبکستان په نړۍ کې یو له هغو دووه هېوادونو څخه دی چې دوه ځلې په وچه کې ایسار دی، یعنې داسې موقعیت لري چې سمندر ته د لاسرسي په مخکې یې دوه هېوادونه پراته دي.

د ازبکستان د رېللارې چارواکي وایي، دواړه خواوې دې ته چمتو دي چې د پیسو په ترلاسه کولو پسې سمدلاسه رغونه پیل کړي.

دغه د کلک هوډ پلان له هرات څخه کندوز ته د یوې رېللارې په شمول «له ۵۰۰۰ کیلومتره څخه د اوږده لین او مولټي موډل دهلېزونو» جوړونه تر پوښښ لاندې نیسي‌.‌

د دغه ماسټرپلان په پلي کولو اټکل ۷۵۰ میلیارده افغانۍ (۱۱.۲ میلیارده ډالر) لګښت راځي.‌

افغانان تمه لري چې نوې وظیفې او پرمختللې بېخبنا به ترلاسه کړي

تمه ده چې د نورې رېللارې رغونه به افغانستان ته، چې د حیرتان - مزارشریف د لین تر پرانستل کېدلو پورې یې رېللاره نه درلودله، پراخې اقتصادي ګټې ورپه برخه کړي.‌

د اسیایي پرمختیایي بانک د ۲۰۱۴ د می د یوې څېړنې له مخې، دغې رېللارې ۱۲۰۰ کسانو ته وظیفې برابرې کړي دي.‌ نورې موندنې ښیي چې له ۲۰۱۰ کال راهیسې د پروژې په سیمه کې په کاري فرصتونو کې له ۱۰٪ څخه ډېر زیاتوالی، له حیرتان څخه مزارشریف ته د شیانو د انتقال په وخت کې کمی،‌ او په دوه اړخیزه سوداګرۍ کې د ۲۰۰۸ کال له ۹.۳ میلیارد افغانیو (۱۴۰ میلیون ډالرو) څخه د ۲۰۱۱ - ۲۰۱۲ کلونو ۴۹ میلیارد افغانیو (۷۳۲ میلیارد ډالرو) ته ډېرښت راغلی دی.‌ د دغې رېللارې له کارولو څخه له ۷ میلیونو څخه ډېرو افغانانو ګټه اخیستې ده.‌

په افغانستان کې د رېللارو جوړونه د ازبکستان د دې پالیسۍ په اساس کېږي چې د افغانستان په اقتصاد کې د پرمختګ په برخه کې پانګونې سره د سولې رامنځته کول لټوي.‌ د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف بیا تایید کړې چې دغه پالیسي به تعقیب کړي.‌

د اګست په ۱۱مه په تاشکند کې «منځنۍ اسیا -- د ازبکستان د بهرنۍ پالیسۍ اصلي لومړیتوب» کانفرانس ته د خبرو کولو پر وخت کاملوف وویل، «یو باثباته او نېکمرغه افغانستان په منځنۍ اسیا کې د سیمه ییز امنیت لپاره د کیلي رول لوبوي.‌ د ازبکستان لوری به د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې او د سوله ییز پرمختګ په لور د هغه په چټک لېږد کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډیر ښه.

ځواب ورکړئ

taso sakha deera manana la dase malomat sakha moo

ځواب ورکړئ