کډوالان

د سوریې جنګ ته لېږل شويو افغانانو د ایران پر ضد خولې خلاصې کړې

د نجیب الله راپور

افغان سړي د ۲۰۱۵ د فبرورۍ په ۸ مه د ایران په طراز ناهید کلي کې د شهید ناصري د کډوالو کمپ کې سره راټول شوي دي.‌ په ایران باندې تور دی چې افغان کډوال سوریې ته د جنګ کولو لپاره لېږي. [ای اېف پي/ بهروز مهري]

افغان سړي د ۲۰۱۵ د فبرورۍ په ۸ مه د ایران په طراز ناهید کلي کې د شهید ناصري د کډوالو کمپ کې سره راټول شوي دي.‌ په ایران باندې تور دی چې افغان کډوال سوریې ته د جنګ کولو لپاره لېږي. [ای اېف پي/ بهروز مهري]

کابل -- یو شمېر کډوال چې له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي، وایي، چې ایران افغان کډوال د پيسو ورکولو او په دې پلمه سوریې ته د جنګ لپاره لېږي چې په راستنېدا سره به په ایران کې د استوګنې جوازونه ورکړي.

محمدعلي چې ۲۵ کاله عمر لري، په سوریه کې له جنګ کولو څخه وروسته تېر کال افغانستان ته خپل کور ته بېرته راستون شو.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دوه کاله مخکې، زه د بې کارۍ له امله ایران ته لاړم.‌ زه یوه ایراني سړي ته ورمعرفي کړای شوم چې د کار په پیدا کولو کې راسره مرسته وکړي. هغه زه د اسلامي انقلاب ساتونکیو ته ورمعرفي کړم چې وکولی شم په سوریه کې جنګ وکړم. په دې توګه ما وکولی شوای چې پیسې وګټم او په ایران کې په قانوني توګه ژوند وکړم.»

د اسلامي انقلاب د ساتونکیو یوه قوماندان -- چې د علي نه یې نوم هیر شوی دی -- هغه دې ته وهڅاوه، چې د میاشتې د ۵۴ زرو افغانیو او دې ژمنې په بدل کې چې د ایران حکومت به د دایمي استوګنې اسناد او استوګنځی ورکړي، جنګ ته لاړ شي.

علي وویل، هغه دا وړاندیز ځکه ومانه چې په هغه وخت کې نوموړي له دې نه نور ښه انتخابونه نه لرل.

خو په دمشق کې د هغه د ۴ افغان ملګرو د مړینې د خبر له اورېدلو څخه وروسته، علي وویل چې هغه نور نه غواړي چې د ایران د استوګنې اسناد ترلاسه کړي یا په سوریه کې جنګ وکړي. د هغو پرځای، هغه افغانستان ته راستون شو.‌

هغه وویل، «سره له دې چې افغانان جنګي روزنه نه لري،‌ خو هغوی یې د جنګ لومړۍ کرښې ته لېږي،» او زیاته یې کړه، «له همدې امله، ډېر افغانان په سوریه کې ووژل شول.»

د پام وړ دا چې، د راپورونو له مخې، د ایران له خوا د ملاتړ کېدونکې افغان ملېشې، فاطمیون غونډ، افغان قوماندان علي جعفري د جولای په میاشت کې په سوریه کې ووژل شو.‌

ورونه په سوریه کې ورک شول

یوه بل افغان تبعه، چې د خپل هویت له ښودلو نه یې ډډه وکړه، سلام ټایمز ته وویل چې د هغه ورور دوه کاله په کابل کې وظیفه ولټوله خو ویې نه موندله، او بیا ایران ته لاړ چې ځان ته کار وګوري.‌

افغان وویل، د هغه ورور چې ایران ته ورسېد، حکومت د سوریې جنګ ته ولېږه.

هغه وویل، د هغه ۳۸ کلن ورور څلور ماشومان لري او هغه له دې امله سوریې ته د جګړې لپاره لاړ چې «ډېر سخت نهیلی شوی وو،» او زیاته یې کړه چې د هغه ورور خپلې کورنۍ ته یو څه پیسې رالېږلي دي.

هغه وویل، «نه زما ورور، نه د هغه مېرمنې، او نه مونږ غوښتل چې هغه سوریې ته د جګړې لپاره لاړ شي. اوس مونږ سخت وارخطا یو چې هغه به په جګړه کې ووژل شي، او د هغه ماشومان به بې پلاره پاتې شي.»‌

د کابل یوه ۲۰ کلن اوسېدونکي، محمد رضا، وویل، له هغه وخت راهیسې درې کاله پوره کېږي چې هغه د خپل ۳۵ کلن ورور، چې په ایران کې یې کار کاوه، وروستی احوال ترلاسه کړی دی.

رضا سلام ټایمز ته وویل، «وروستی ځل ما درې کاله مخکې له هغه سره خبرې وکړې، او هغه وخت هغه وویل چې هغه د لنډې مودې لپاره ځي چې په سوریه کې جنګ وکړي. همدارنګه، هغه وویل چې کله چې له جنګ نه راستون شي، هغه پلان لري چې ټوله کورنۍ له ځان سره ایران ته بوځي.‌ خو له هغه وخت راهیسې هیچا هم د هغه په هکله څه نه دي اورېدلي.»

رضا وویل، د هغه کورنۍ د هغه د ورور د نشتوالي له امله له وارخطایۍ او غم نه په مرض اخته شوي دي، او د ترټولو بد حالت وېره ورسره ده -- چې هغه به یا د سوریې په جګړه کې وژل شوی وي یا به د یاغیانو لاسونو ته لوېدلی وي.‌

'بې رحمانه ناوړه ګټه اخیستنه'

په ایران کې د اوسېدونکیو افغانانو د شمېر په هکله بېلابېل نظرونه موجود دي.‌

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په وینا، د ۲۰۱۶ تر فبرورۍ پورې، په ایران کې ۹۵۱۱۴۲ تنو افغانانو ژوند کاوه.‌ که څه هم چې یو شمېر افغان کډوال په وروستیو کلونو کې په هېواد کې د تاوتریخوالي او نا امنۍ له امله کډه شوي، ډېر یې د ۱۹۷۸ په اپریل کې د ثور له انقلاب راهیسې په ایران کې پیدا شوي او هلته لوی شوي دي.‌

د ایران د کورنیو چارو وزارت په ۲۰۱۵ کال کې وویل، چې په ایران کې د اوسېدونکیو افغانانو شمېر کېدای شي چې تر ۲.۵ میلیونو پورې وي، چې په دوی کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له خوا شمېرل شوي کډوال، د ایران وېزه لرونکي او هغه افغانان شامل دي چې په ناقانونه طریقه ایران ته ورننوتي ول.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، فاطمیون غونډ خواوشا ۲۰۰۰۰ جنګیالي لري،او د رسنیو د نورو راپورونو له مخې، په سوریه کې د مېشتو هغو ملېشو په ډله کې چې د ایران د انقلابي ګارډ له خوا یې ملاتړ کیږي، تر ټولو ډېر زیانونه دوی ته وراوښتي دي.

خو په سوریه کې د جنګېدونکیو او هلته د وژل شویو افغان اتباعو د دقیق شمېر په هکله کوم رسمي یا دقیق ارقام نشته.‌

هغه افغان اتباع چې د فاطمیون غونډ تشکیلوي، د جګړې لومړۍ کرښې ته لېږل کېږي، چې د پوځي کتونکیو په وینا، هلته هغوی سمدلاسه د مرګ د توپ خولې ته تړل کېږي ځکه چې هغوی هېڅ ډول روزنه نه وي ترلاسه کړې.

په کابل کې د افغان اردو پخواني قوماندان متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل سلام ټایمز ته وویل، «ایران له هغو کډوالو څخه چې هغه هېواد ته د کار لپاره ورځي، په بې رحمانه ډول ناوړه ګټه اخلي، او هغوی هلته د جګړې ډګر ته لېږي چې جنګ وکړي،»

'د مرګ کنده'

په کابل پوهنتون کې د حقوقو پوهنځي یوه محصل غلام رسول وویل، ایران هڅه کوي چې په سیمه کې فرقه یي شخړې رامنځته کړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د ایران حکومت وخت په وخت زمونږ حکومت ته د داسې اخطارونو په ورکولو سره چې افغان کډوال به له ایران څخه راوباسي، ګواښ کوي. بلې خوا بیا هغوی زمونږ د خلکو له نهیلۍ څخه ناوړه ګټه پورته کوي او هغوی د مرګ کومي ته ورلېږي.»‌

هغه وویل، په اوږده مهال کې، د ایران له خوا د سوریې جنګ ته د افغانانو لېږل به په افغانستان کې د بېلابېلو فرقو د پلویانو تر منځ شخړې او دښمنۍ رامنځته کړي، او افغانان به د سوریې د خلکو په دښمنانو واړوي.

امرخېل وویل، چې په سیمه کې د ایران د لاسوهنې یوه بله منفي اغېزهدا ده چې دغه افغانان -- که په جګړه کې ونه وژل شي -- به هېواد ته په داسې حال کې راستانه شي چې له جګړې پرته به په نور څه نه پوهېږي، او زیاته یې کړه، چې د هغوی راتلونکی به کمزوری وي ځکه چې افغان اردو به نه روزل شوي جنګیالي په خپلو لیکو کې ونه نیسي.‌

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري، پرته له دې چې د ایران له خوا د سوریې جنګ ته د افغان کډوالو د لېږلو په هکله تبصره وکړي، وویل، «په اردو کې خلک یوازې هغه وخت نیول کیږي چې له ګڼو چاڼونو یا فلترونو څخه بریالي راوځي،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

بي بي سي: د هغو افغانانو شمېر چې د ماشومتوب پر وخت د پاکستان د ګوډاګیانو له خوا پاکستان ته بوول شوي، او هلته د ځانمرګو بمي بریدګرو، او د چاودېدونکو او مقناطیسي بم چوونکیو په توګه تربیه شوي، او بیا د بې ګناه خلکو د وژلو لپاره [بېرته افغانستان ته] رالېږل شوي، د هغو کسانو په نسبت څو برابره ډېر دي چې سوریې ته لېږل شوي دي. دا د دغو خلکو په وړاندې ظلم دی.‌

ځواب ورکړئ

ایران تل د افغانستان د خلکو دښمن وو او لا هم دی.‌

ځواب ورکړئ

زما په نظر افغان حکومت اصلي مجرم دی. هغه دې ته لاره نه جوړوي چې کډوال په درناوي سره راستانه شي او هغه په هېواد کې داسې کاري فرصتونه نه رامنځته کوي چې ټول افغان کډوال چې په ګاونډیو او لیرې پرتو هېوادونو کې دي، وکولی شي بېرته هېواد ته راستانه شي او نور د استعمارګرانو د پالیسیو ښکار ونه ګرځي.‌

ځواب ورکړئ

هزاره ګان پردی جنګ زمونږ کور افغانستان ته راوړي. د دغو له وجې په کابل کې د شیعه ګانو په جوماتونو باندې ترورستي حملې وشوې. خو دوی په کې هم ملامت دي چې لاړل او د بشاراسد د ظالم حکومت په ملاتړ یې په سوریه کې جنګونه شروع کړل.

ځواب ورکړئ